BBC
 شاته

افغانستان کې له هرو لسو تنو "۶ په رواني ناروغۍ" اخته دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په هرو لسو کسانو کې، شپږ په رواني ناروغيو اخته دي خو دا يوازې جنگ ځپلى افغانستان نه دى. شمېرې ښيي چې په گاونډي پاکستان کې هم ٥٠ ميليونه کسان له دې ناروغۍ کړېږي.

ډېر خلک لا د دې ناروغۍ له منلو انکار کوي خو اوس د ځینو رسنیو لخوا له رواني ناروغانو سره د چلند په اړه عامه پوهاوی پیل شوی دی.