شاته

چارواکي: د غني او عبدالله ترمنځ خبرې دوستانه ماحول کې ترسره شوې

د افغانستان د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست په وینا په ارګ کې د چهارشنبې د ورځې په مازدیګر د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ خبرې په دوستانه ماحول کې ترسره شوې.

جمهوري ریاست وایي چې له پلان سره سم ولسمشر د اجرایي رییس خبرو ته غوږ ونیو.

تیره اونۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته اجرایي رییس ولسمشر تورن کړ چې یو شمیر پریکړې یې د ملي وحدت د حکومت له تفاهم لیک سره سمې نه دي.

د اجرایي ریاست ویاند وویل، تمه ده چې په راتلونکې غونډه کې چې بیا به د دواړو چارواکو تر منځ په څو ورځو کې جوړه شي، ولسمشر غني خپل نظر وړاندې کړي او په دریمه غونډه کې به نتیجه ترلاسه شي.

په پرونۍ غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د اجرایي رییس لومړي مرستیال محمد خان هم ګډون کړی و.