BBC
 شاته

"۲۰۰ افغان ډيپلوماتان دندو ته نه دي ستانه شوي"

د انځور حقوق FB

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې ۲۰۳ ډيپلوماټان چې په بهرنیو هېوادونو کې یې ډيپلوماټیک ماموریت پای ته رسېدلی، بېرته د بهرنیو چارو په وزارت کې دندو ته نه دي ستانه شوي، نه دا چې هېواد ته.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني بي بي سي سره وروسته له هغه وغږېد چې په افغانستان کې د "یک"خصوصي ټلویزیون هېواد ته د دغه وزارت پر نه ستنو شویو ډیپلوماتانو رپوټ خپور کړ.

په تېرو څو کلونو کې د سفیرانو په ګډون یو شمېر افغان ډیپلوماتانو بهرنیو هېوادونو کې د ماموریت پر مهال په کوربه هېواد او یا هم درېیم هېواد کې سیاسي پناه غوښتې ده.

خو ښاغلي مستغني د "یک" ټلویزیون له خوا خپور شوی لست د هغو ډيپلوماټانو وباله چې د بېلابېلو عواملو له کبله، بېرته د بهرنیو چارو وزارت ته د دندې لپاره نه دي ستانه شوي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:"د ډیپلوماټانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې هېواد ته راغلي، خو غوره یې ګڼلې خصوصي سکتور کې کار وکړي."

بهرنیو هېوادونو کې پناه غوښتنه

تر ټولو تر بحث لاندې مسله په بهرنیو هېوادونو کې د افغان ډیپلوماتان د پناه غوښتنه ده چې د بهرنیو چارو پر وزارت د نیوکو لامل کېږي.

ښاغلی مستغني وايي، ناممکنه ده چې په خپاره شوي نوملړ کې د هغو ډيپلوماټانو شمېر په ډاګه شي چې په کوربه هېواد یا درېیم هېواد کې یې د سیاسي پنا غوښتنه کړې وي.

وزارت د انځور حقوق FB
Image caption ښاغلی مستغني وايي: "له بده مرغه موږ دا منو چې د دغو ډيپلوماټانو په منځ کې کم شمېر یې داسې شته چې د ډيپلوماټیک ماموریت تر پای وروسته یې په کوربه یا درېیم هېواد کې سیاسي پنا غوښتې ده."

دی وايي: "له بده مرغه موږ دا منو چې د دغو ډيپلوماټانو په منځ کې کم شمېر یې داسې شته چې د ډيپلوماټیک ماموریت تر پای وروسته یې په کوربه یا درېیم هېواد کې سیاسي پنا غوښتې ده."

د پناه غوښتنه

یو شمېر پخواني ډيپلوماتان وایي، دا چې ډېری کارکوونکي په واسطې مقرر شوي وي، په افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر له بدلېدو سره، نژدې د ټول وزارت کارکوونکي بدلېږي، نو ځکه دوی لاس ته ورغلې موقعې له لاسه نه ورکوي او په افغانستان کې تر وزګار پاتې کېدو، پناغوښتنې ته ترجیح ورکوي.

ځینو نورو بیا د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي سره خبرو کې ادعا کړې چې ډېری کسان ډیپلوماتیکي پوست ته د همدې لپاره مخه کوي چې د ځان او کورنۍ لپاره له هېواده بهر ژوند جوړ کړي.

بهرنیو هېوادونو کې د ژوند ښه بڼه او له شته اسانتیاوو سره بلدېدل یو بل لامل دی چې ځینې ډیپلوماتان هېواد ته له سنېدلو راستنوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی هېواد ته د ډيپلوماتانو له ستنېدو سره د معاش د ډېرو په ګډون یو شمېر اقدامات کړي چې د اوسنۍ ستونزې مخه ونیسي، خو څوک په ډاډ نشي ویلي چې د کوم ډول امتیازاتو او شرایطو برابرول او یا هم د فشار وسیله به وکړی شي افغان ډیپلوماتان د کار له پای ته رسېدو وروسته هېواد ته ستنېدو ته وهڅوي.