BBC
 شاته

برتانوی ملا د داعش لپاره د ملاتړ په جلبولو تورن شوی

بریتانوی ملا انجم چودري په دې تورن شوی چې ګواکې خلک یې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې ملاتړ ته هڅول. چارواکي وايي، ده او یوه بل کس چې په ورته تور تورن شوی غوښتل د خواله رسنیو له لارې پر خپلو پلویانو کار وکړي. دی درې اونۍ وړاندې پړ پېژندل شوي و خو د قانوني دلایلو له امله د دوی د محکمې په اړه رسنیو ته خبر نه و ورکړل شوی.