شعرونه
غزل-شيرين يار يوسفزى
څومره چې حيرانه دههومره سرگردانه دهراخو شه! محفل وتهڅه قيصه روانه دهبيا ساقې بې پامه شويدا خبره گرانه دهوژني مې خو سترگو كښېډيره ځان اسانه دهاوس شوه كوربنه د زړهما چې وې مهمانه دهدا پښتانه اوښكه دهماته بلا گرانه دهلا يې ستم زور وكړهما به وې ستومانه دهڅه ز
نه مازدیګر نه می ګودر
نه مزدیګر نه می ګودر پاتې شوشپه ورځ مې غم دزړه په سر پاتې شودغلیم زړه راباندې نه سړیږېډوب می په وینو کی ځیګر پاتې شودخدای دښمن له موږه څه غواړی نورپرهار په زړه دهر بشر پاتې شودته ژړیږم چی له نه پوهیږوروغ می نه سمه اونه غر پاتې شوچی شاعرانو په شعروکی ستایللوړدنګ چینار نه می نښتر پاتې شوزموږ اولاد د دجنګو دلاسه لکه ګنډیر ګل بې ثمر پاتې شوسیدکریم خان دخپل وطن دغمه ډوب ددوبی په سمندر پاتې
جهاني بیا به یې څښو بیا به هی هی وي اتڼونه
”محفلونه مو تیاره دي بې څراغه شپه سبا شي پیر مو را ولې خالقه چې تیارې رڼا رڼا شي “
شعر
که خدمت مه نه راځې ياره په وس کېدا دوعا وس خو لرم د رب حکمت دیدروغ نه وايم زه رښتيا خبره کړمهتل چې داسې دوستې کړو د خداي قدرت دیلکه مورچې فرديس زوي ته وې تل تږيداسې ما هم ستا خندا ته ډير حجت ديکله کله چې په مونږ نې تکليف راشيبل څوک نه په دې کې خپل ځان ملامت دیڅوک چې ګورې څو دوستان په بد نظرګيله نشته دوي په زړونو کې نفرت دید بي ځايه خواهش
شعر- شغله رحمانې
کاش چي يو دستاپه شانتي ګل مي لرلی دا خپل خوار زړګي په سر به مي کرلیکه مي دوست زما،زما نه لري نه وایماداسترګو په باڼو به هروختي ګرځوالیکه اجازه زماداخپل وجود ضميروايما ديدن به د هره ورځ ګوره کوالیکه مي زړه هروخت دستاپه خوا کي نه وايستا په هر تکليف به زه څله خبريدالیکه مې سترګوکې دا اوښکوڅاڅکې نه وايدا توري سترګي به مي سري نه ګرځوالی
زه یو افغان- سيد کرېم خوستی
زه یو افغان زه یو افغان دمسلمان په صفتچی دوطن یتیمانان وګورمپه خپل دښمن می دمرګ زړه ونه شیکه نه دښمن راسره ظلم کویکه په حیا کی رانه لاړ نه شی نوردمجبورې به یی په سر وولمدلته زما سره دا سوال پیدا شودشپې کورنو کی چی خلک وژنېدته فوجونه سوله ساتې واییدا سوله ساتې فوج چی ښار کی اوسیبې افغانانو دټول غروته لاړشیچی دغیرت پاته یی ولګیږيداسوله ساتې فوج که سو
کابل ته! - شيرين يار يوسفزى،
اى کابله! دا په کومه بلا وسوې؟چې سره د خپل حرمت او حيا وسوېسر تر پايه دې وجود ايره ايره دىلکه ته چې د اسمان په برېښنا وسوېلوي خېبر او ستر بولان دې ننداره کانه چې ته چرته کوم پټ او پنا وسوېغر که لوي وي نو په سر باندې يې لار ويتنګ نظري وه، که مستي وه چې دا وسوېهمراهانو درته واچول اورونهپه هوس کې د قدرت او دنيا وسوېهمخواهان دې هم لمنې وهي اور تهنه پوهېږم په کوم تور او خطا وسوېستا کمال او
زما ژوندون - سیدکریم خوستۍ
سرليک: زما ژوندون زما ژوندون زما زړګې ستا دهر ښاره لوګېستا دهرات ستا دفراه اوکندهاره لوګېخپلو پرادیو صرفه ونه کړه په اور یی وسوېجاردشم جار ستا دکابل او ننګرهاره لوګېهرسړی خپله توره تکه سره کړه ستا په وینووطنه ستا دسمې غرو دهر پرهاره لوګېجنت هیلمند اوجنت ګریش د په سره اور کی وسووزما لیمه ستا دهیلمند د ګرد غباره لوګ
ماشومې لېمې
دوطن له باغه تللېمرغه کۍ ده مرغه کۍ دهپه پردي وطن کې مېشتهلېمه ګۍ ده لېمه ګۍ دهدپردوژبوپه منځ کېپه پښتوکوي خبرېبس په شانې دماشوموپرښتوکوي خبرېدپلارجان دزړه کرارهدمورجانې ډيوه ګۍ دهپه پردي وطن کې مېشتهلېمه ګۍ ده لېمه ګۍ دهدوړې څپې په شانېدسيندونوپه لمن کېدوږمې غوندې کاواکهدګلونوپه وطن کېدساحل ترڅنګ ولاړهګل غوټۍ ده ګل غوټۍ دهپه پردي وطن کې مېشته
غزل
غزل ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړوزما د، واړه عمر کار دې وکړو خلک چې نخښه ولي ګوري ورتهتا چې مخ پټ کړ نو ګوزار دې وکړو
کندهاره
کندهاره سعيدلودين لــــه نـــام
څلورېزي
دا چه قسمت کي وي خندا ليکليڅوګ وي پيدا صرف داژړه لپارهڅوګ ديار خواکي هم خوشاله نويڅوګ شي ملنګ دا يار خندا لپاره=============== زما ژړه او فريادونه ډيرديپه مخ داوښکوبارانونه ډيرديمرګ په ځونی کي خدايه مه راوليزما نيمګړي ارمانونه ډير دي=============== په تورو غرو رانه پنااوسږيزړه کي ته هروختي زمااوسږياشنا داخپله قدر څه خبر ييزمابدن کي لکه ساه اوسيږي================== په ه
نظم-عبدالستار سعادت
ته غواړې تېره زنده ګي له ياده وباسمههره شېبه د جدايي له ياده وباسمهته كه همدا له مانه غواړې زما وس كې نه دههو ته همدا له مانه غواړې زما وس كې نه ده***سلګو مې ستونى و نيول ځكه غلى ومهتا ويل ولې د ويلو راته هېڅ نه لرېچې په ژړا شوم نو غوسه شوې راته ودې ويلته غير د اوښكو د ښودلو راته هېڅ نه لرېته چې خندا له مانه غواړې زما وس كې نه دههو ته همدا له مانه غواړې زما وس كې نه ده*** زه اخته شوى په ج
وختونه--شغله رحمانې
زما د ژوند لږ پخواني وختونهله هم تراوسه مي په زړګی وختونههغه وختونه به مي کله هير شيهمزولوسره د بي غمی وختونهمونږ به چي هره شپه درسونه ويلراته ياديږي دښوونځی وختونهنه به مونږ غم او نه ژړه پيژندههغه ښايسته دخوشحالی وختونهبغيردغم فرياد نه بل څه نشتهڅومره ترخه د اوسنی وختونهخدايه هغه شان ته بيا زمان کړيدميني محبت اود دوستی وختونه اوسنی ژوند مي له خفګانه ډک دی کاشکي چي بياشي دخواښی وخ
غزل_ پيرمحمد كاروان
د مينې ورځ کې د تصوير غوښتنهلکه په خوب کې د تعبير غوښتنهوې پاچاهي واخله او مينه راکړهله يوه فقير وه د امير غوښتنهرباب دې کړي د هغې ښکلې کيسهدامې له بم دامې له زير غوښتنهد مرګ دې ملا ماته شي نه دې راځي
جنګ ته فرياد
مړشې د ژوند، له لارې ډډه وکړهجنګه زمونږ له کلي کډه وکړهجنګه کافره تا خو ا ور کرلیزمونږ دکلي جوسونو کېوچه ډوډۍ يې ده په اوښکو لمدهد ماشومانو په لاسونو کېتا يې په شنې چای کې سرې وينې ګډېددې بوډا په ګيلاسونو کې مړشې د ژوند ، له لارې ډډه وکړه =جنګه زمون
غزل -شغله رحمانې
سترګي مي هر وخت راډه کيږي هو له شرمه ژړيدلی نه شيستا په غيرت مي خندا راشي هو شونډي خنديدلی نه شي داستاغمونه داسي هروخت په فکرچي مي ځي او راځيعزرئيل راشي هو افسوس په دا ساه اخستلی نه شي ته ډير غادر زه يم نادانه هو نا پوهه نه يمځان به سمبل کړم هو زړګی بغيرله تانه صبريدلی نه شي زه دکمزوري ډيره کړم کني اوسني خلک ټول غمجن د ياه اه تل کړمه هو ښيره يوه تاته له خولي نه روتلی نه شي هی بي وفاد ژوند روڼا د رانه واخسته تياري د ماته پريښويڅومره
د شپی ماشوم شمه زه
د شپې ماشوم شمه زه کله چې لمر په کلي سر ووهي او شپه د وړانګو په خنجر ووهي په تودو شوندو پيزوانونه ښکل کړي زرين ﻻسونه پرګودر ووهي چې ماشومان په قلمي ګوتو په سپينو کاغذي ﻻسونه تورې تختې راواخلي په ببلي ژبو الف ووايي ،بي ووايي،تي راوخلي ماته رايادې شي ماشومې شيبې کلی،ګودر او د ګودر له غاړې اخوا په برم ولاړ يو شين چنار يو ښکلی چنار د چ
غزل_عبدالستار سعادت
زړه او سترګې ګرځوم د ډېرو منځكې لا دې هسې لټوم د ډېرو منځكې دنيا تشه راته ښكاري ته چې نه يې ځان تنها احساسوم د ډېرو منځكې اوس مې مينه رسوا شوې پټه نه ده په نامۀ دې يادوم د ډېرو منځكې ټول آمين كړي نه چې ټول په تا مين وي چې دعا درته كوم د ډېرو منځكې بېلتانۀ كې دې غرور راپاتې نه دى ژاړم اوښكې تويوم د ډېرو منځكې د ديدن خيرات يې غواړم سعادته د سوال سترګې اړوم د ډېرو منځ
غزل_عبدالستار سعادت
نه چې باد والوزي د شمعې نه رڼا واخلي ستا دې بلا ټوله په ما شي خداى دې ما واخلي وېرېږم نشي چې دوكه شي د مرګي ملكه زما د روح لپاره راشي رانه تا واخلي كله مرګى هم يو مين غوندې يو كار وكړي راشي په ډېرو بدرنګيو كې ښكلا واخلي ستا زړه ته غم درشي په دې اړيكه پوه نشومه زما له شونډو تبسم واخلي خندا واخلي ته په كې نه وې ما پرون او نن ته اور واچوۀ زياتى به وكړي كه بېلتون مې بيا سبا واخلي
سيند_عبدالستار سعادت
تا خپل نكړمه ستا نه شومځان مې وسپارۀ يو سيند تهسين مين دىسين روان دىد يوۀ شنۀ ځنګلۀ په غېږ كېد سپوږمۍ سپينې رڼا تهسين د چا په لټه دروميزه يم ما سره يو ګل دىيو سور ګل لكه زما زړهد څپو په اوږه ښكته پورته كېږونپوهېږو چېرته ځو چا ته رسېږوښايي سين مونږه ډالۍ كړيهغه چا ته چې تل ستړى پسې ګرځي***
غزل...ولوله لالهاند
غزلولوله لالهانددا چـې مـانـه ، نـه هـېـرېـږې خـــو ســـتـا هـــېـره ده قـــوينــو زمـــا مـــيـنـه جــــانــانــه تـــر تـــا ډېـــره ده قـــويخـامـخـا بـه نـو چـاودېـږي يـو مـې زړه خـپـلـه ضـعـيـف دىبـلـــه مـــيـنـه شــــا او خــــوا تـرېـــنـه چــــاپـېـــره ده قـــويفکـر نه کـړم که ترې خـلاص شې زمـونږ خـوږه مـازيګـرهد مــاښـــام تــوره شـــيـشـکــه بـيــخــي ډېــره ده قـــويچې غـمـونــه د جـانـان راتـېـرېدلـى ت
غزل
ستا په جـــدايي كي لا زوندى يمه جانانهسوى په سكروټو سپېلنى يمــــــــه جانانه ما به در كتل خـــــــو تا بــــــــــه نه راته كتلاوس دي په ديدن پسي لېونى يمه جانانه دا شپې د جــدايي به هم خداى تېري كړيډېر دي و ديدن ته ګړندى يمـــــــــــه جانانه چي تصـــوير دي كړم راپورته ورته وزاړمستا له جــــدايي په زړه سورى يمه جانانهمحيب رحمتي
ټپېزې
چې ستا يادونه راپه زړه شو/زاړه زخمونه مې تازه شو/په وينو سره زما ليمه شو/څوك مې له حاله خبر نه شو/لكه غنم د زړه په سر چاودلي يمه زړه مې په خپله رضا بيايې/د مينې دشتې راته ښايي/په خوله ده غلي زړه كې وايي/كه زه خبر واي چې تا بيايي/ما به تصوير درته د شپي ويستلاي وونه زړه دې د غره په شانې بار كه/لكه فرهاد غرونه هوار كه/جوړه د هرچا زړه كې لار كه/ دنيا د يار له سره ځار كه/دنيا به تل وې ياران كله كله وينه دنيا كي بد ژوند د هجران دي/كه څوک هندو كه مسلمان دي/دا عقيده دا مي ايما
ژړیږي
دغه څه وشو څه به کیږې خلقودې پشتون وینه چې توئیږي خلقوپه مونګ له هرې خوا ظلمونه کیزيدا اور به څرنګه سړیږي خلقودا دسیسی دې د اغیارو مونګ کېپشتون په دې کله پوهیږي خلقو نور هیڅ غم نه لرم په دی خفه یمزمونګ مشران هر وخت خرڅیږي خلقوافغان ماشوم ځان ته افغان نه وائیپه دغه نوم باندې شرمیږي خلقوشمع د علم چې رڼا شوه کلهبیا به تر یو بل نه ځاریږي