شعرونه
غزل / ډاکټر نيازمحمد عادل
تۀ چې وعدې مياشتې کلونه نيسې دا مې پۀ تن پـــورې اورونه نـــــيسې دا دې عادت دی او که ما ســـوځوې ګورې پۀ شا مخ ته لاســـــــونه نيسې مــــا به هـــمزولو کې بدنامه کړې تۀ راته پۀ لار کې چې ګلــــــــــونه نيسې ژر به رســــــوا شې نيازمحمد عادله تـــــۀ چې د پـــېغلو پلـــــوونه نيســـې فيصل روغتون - کابل
يوه ورځ به درنه پا تي دا دنيا شي / عبدالله بهار
يوه ورځ به درنه پاتي دا دنيا شيخپلوان او دوستان به هم درنه جداشيدا هرڅه چه ستاسترګي پرې خوږي ديدا هرڅه به دي د نظر نه بيا پنا شياوس خو دغفلت په خوب ويد ه ييهله به خبرشي چه دی شروع اخرې سا شيدزړه خبره به دی پا تي شي په خولهنيمګړي به دی هره ارزو او تمنا شيښه عمل کوه هميش په دي دنيا کيچه پکارد ی بيا هلته په عقبا شيکه هر څومره توبي وباسي فايده نشتهچه وخت پوره شي توبي
د عبدالله بهار شعر
د راتلو لار دی څارم زه هره لحظهستا په غم کي مي شوګيرکړه ټوله شپههيڅ نه پوهيږم چه په څه رانه خفه ييراشه په دواړو سترګو دی منم هره ګيلهستا د منزل په تلاش کي يم رواند محبت په دي سفرکي مي لاره شوه اوږدهد بي وفايي نه دی نورتنګ راغلم جانانهبس دي نوره کړه ختمه د دي مينی سلسلهاوس خو زما په حال پورې خاندا کوييوه ورځ به اشناپه تا هم راشي دغه مرحلهارمان به زماد مينی هله درشي چه زه لاړش
بې ننګانو! / الحاج الهام الدين قيام
تاسوځانته سوله غواړئ،مونږته مدام جنګ غواړئخپل وطن اباد غواړئ،زمونږه وطن ړنګ غواړئتاسو هريو ځانته،په دنيا دجنت ژوند غواړئمونږ ته، تاسو ژوندپدې دنيا،له دوزخ تنګ غواړئتاسوخوننګ نه پيژنئ،مونږخو په ننګ ژوندکووتاسونوبياولې؟مونږدځان په څېر بې ننګ غواړئتاسودښمنان زمونږ دښکلي فرهنګ ولې يی؟تاسو په مونږ ولې راتپل دخپل فرهنګ غواړئ؟تاسوچې پخپل وطن کې مونږه ارام نه پريږدئتاسونو،دتيرپه څېر،بيازمونږ دتورې شرنګ غواړئ
د ډاکټر نيازمحمد عادل ښکلی شعر
حسن پرســــت يو په هر ځای باندې ګلـــــــونه کرو مــــــونږه ســــــپرلي غواړو خزان په ځنځيرونو تړو مونږ پښتانه يو زمونږ نوم په ټول جهان خور دی مونږ په روڼي کې ماشـــــــومان په ځنځيرونو تړو هغه چې هر څـــــومــــــــره له کبره تر اسمانه خيژي هـــغــــــــــه مرغه هم د احــــــسان په ځنځيرونو تړو فيصل روغتون - کابل
غزل / وحدت وزير
تا پسې به ای جانانه لېونی شم مخ راواړوه چې ټول درنه لوګی شم د خزان بادونو غرق کړمه تباه کړم چې تا ووينم جانانه نو سپرلی شم ټول ياران سره په يوه حجره کې ناست وي چې په ﻻس ک
تيليفون / ډاکټر نيازمحمد عادل
ورځم ســــــبا له مـــــا پسې ډېر جــګرخـــون دی * جانان مې کړی تيليفون دی راتـــــــه يې ووېل پۀ ژړل کې داسې پۀ لنډه،لنډه ساه کې بغـــــــير لۀ تا نه مې په دار باندې ژوندون دی – جانان مې کــــړی تيليفون دی کله نا کله به غـــــــــوسه شوه په تيليفون کې به خفه شوه کورونه يې وران کړی ورته چا کړی لمسون دی - جانان مې کړی تيليفون دی راته را ياد ش
غزل / ميوند شينواری
هره ورځ او هره شپه ما درنه وژني پاچا اورې او کۀ نه ؟ ما درنه وژني ستا لښکرې دي لۀ مونږ نه مرورې ستا د ژوند په بهانه ما درنه وژني ولسمشر دې ژوندی وي، دا دروغ دي دا ب
غزل / سيدجمال الدين فاطمي
زه درته وژاړم له چا نه سپوږمۍ له خپل قسمت کۀ لۀ اشنا نه سپوږمۍ داسې څوک نشته چې فریاد مې واوري ځکه خو ډېر يمه پرېشانه سپوږمۍ ته راته نۀ وايې د يار حالونه ډېره
غزل / ميوند شينواری
تا نه لـــــــــــــرې دی خـــــــــو ما ته ډېر نژدې دی زمانې! مــــــــرګ لکه ســــــــيوری راپسې دی ســـــــــــتا جــنت ته خــــــدايه سل لارې درغلي خـــــــو مــــونږ خـــوارو ته يوازې په کعبې دی دومره فـرق دی، زما غوڅې، غوڅې شو
غزل / ويس الدين زاهد - پکتيا
چــــــــــــيــــــــغې وهي د ازادۍ، ازادۍ څۀ، څۀ وايي د يو غازي داســــــــــتان لۀ پـــــــاره نړۍ څۀ، څۀ وايي د سور ســــــالو په ښورېدو يې دومره پوه شومه چې : کړي اشـــــارې لۀ هـــــــــــغې پورې بلۍ څۀ، څۀ وايي د خـ
غزل / ميوند ځوان شينواری
ګوري چې ژوند يې نور د خپل واک او اختياره وځي پۀ ښار مين ســــړی زړۀ تنــګی شـــــو له ښــــــاره وځي ســـــتا د ليدو وعــــــــده د پټـــــو جـــــنــتـــونو وعـــــده خــــدايه کافــــــر نـــشــــم خــــــــــبـــره تـــــــر انکاره وځي دې زمانې پــــښـــــــــتون ته
د توپان غېږه/ مشفق حريت مل
معصومې اوښکې مې پۀ زغل ځي د ګرېوان غېږې ته لکــــــــــــه جنګي اس چې تېز درومي د ميدان غېږې ته هر مازيګر د ځوانيمرګـــــــــــــــــــــــــــو پۀ غم وير کوومه غمی زلمی پۀ عشـــــــق کې ځي د بل جــهـــــان غېږې ته د
غزل / شريف الله دولت زی
دا هم منو چې مونږ رڼا نۀ کوو ستوري نۀ يو خو ستا د مخ د رڼا تاب لرو کمزوري نۀ يو مونږ هم تر تا در رسېدل غواړو در منډې وهو مونږ هم پۀ ژوند کې يو هدف لرو بې لوري نۀ يو اوس چې څوک ښه خبره کړي نو ورته غوږ نيسو مونږ
غزل / عبدالله دولت زی
چې محبت چېرته ښکاره نۀ کيږي هلته زمونږه ګذاره نۀ کيږي پۀ مازيګر مې کډې وتړلې نور مې پۀ دې کلي کې شپه نۀ کيږي د رقيب سر به کړم لۀ تنه جدا زما نه نوره څۀ چاره نۀ کيږي
غزل / ميوند ځوان ، شينواری
ســــــــــتا د تلو د ورځې نه بې رنګــــه دی برباد دی اوس جــــلال اباد هــــــسې پۀ نـــوم جـــلال اباد دی خدايه ســــــتا جنت ته د تلو لاره څـــومره لرې شوه هر ســـــــــړی لـــــيدلـــــــو ته لــــېواله د جايداد دی مور
د عبدالمجيد جواد ښکلی شعر
راوريږي د ستا ياد باران بارانخپل زرړګۍ پرې کړمه ښاد باران بارانستا د ياد په باران بيا تازه تازه شيد زړه دشته شي اباد باران بارانچې هر دوست ته واې رحمت دښمن ته تندريو ساعت ته وای جواد باران باران
فولاديزې مټې / عبدالمجيد جواد
تښتي دُښمنان مو پښې ې سپکې ديبيا د فولاديزو مټو ټکې ديورسيد انجام د تباهۍ ته اوسلارې د خلاصون ترينه اوس ورکې دينه شو ماتيدای مونږ په مادي قوتکلکې ارادې مو آسمان څکې ديلاړ به سالم نه شي له ځوانانو نهبيا د ميوندونو په ولکه کې ديهر يو ته مو ورکړو تندريز ګذارښخ ې په سينو باندې مردَ کې ديمخ ې له شکست سره لښکرې ديپورته په هوا دي که په ځمکې ديهر څو که د عصر اسلحې لريزمونږ د ايمان زور ته تل ن
نيمګړی خوب / عبدالولي خزان
تۀ خوږه لکه ګناه شې زه بې ايمانه ګناهګار شم ستا د شونډو شراب وڅښمشرابي شمه ميخوار شم *** لۀ دې کاره مې زړۀ موړ شي پۀ زارۍ شم پۀ توبه شم ستا پۀ پښو کې سجده وکړم تۀ مې رب زۀ دې بنده شم *** تۀ خوره وره پرته وې پۀ ورو، ورو راته کيسې کړې ماته دومره مينه راکړې رانه هېرې
غزل / صفت الله کړاؤ
خوره وره پۀ لاره تله لېونۍ لکه د بنګو ځکېده لېونۍ چې اننګي دې پرې لمبه لمبه شي را دې که را يوه بوسه لېونۍ چې د عمرو ارمان دې وباسمه خدای دې که مونږه کره شپه لېونۍ
غزل / صفت الله کړاؤ
شمعه چې شمعه ده ماښام سوځي شمعه مې زړۀ نه دی مدام سوځي ښکاري به کوم سيوري ته خوب وړی وي ځنګل کې اور بل شوی دام سوځي دوی خو دا اور بل کړی دوی نۀ سوځي پۀ کې غريب ملنګ د قام سوځي کړاؤ جذ
غزل / نورخان مفتون
تۀ چې ځې بيرته راګورې پۀ غوسه کې ياره ولې مې رټې خپله کوڅه کې زه مېلمه يم د يوې شېبې راغلی لۀ خپل دره مې شړې پۀ سره غرمه کې وعده وکړې خو درک دې معلوم نۀ وي
غزل / نورخان مفتون
نۀ پوهېږم چې دې څۀ رقم پخلا کړمشپه او ورځ دا ستا لۀ غمه دا سودا کړمنۀ پوهېږم چې پۀ څۀ تۀ پخلا کېږېراتۀ وايه چې دې هغه رنګ رضا کړمپۀ پيسو کۀ پخلا کېږې، خو غريب يم !کۀ مې سر غواړې چې زۀ يې در ادا کړمای جانانه! کبر مۀ کړه پۀ بدرنګوستا لۀ پاره لباسي به نور ښکلا کړمزۀ مفتون دې پۀ غمونو کې را ګېر يمکۀ ضا شې زۀ الله ته دا دعا کړم٠
غزل / نورخان مفتون
د لرې اشاره کوه لنډ مۀ راځهلږه حوصله کوه لنډ مۀ راځهزۀ به درنه ځان لوګی لوګی کړمهرقيب لره غوسه کوه لنډ مۀ راځهلرې نه مسکی شه وايه ستا يمهپۀ سپينه خولۀ وعده کوه لنډ مۀ راځهکوڅې لره زمونږ راشه ديدن وکړهاواز د بنجاره کوه لنډ مۀ راځهګودر ته چې راووتم مفتونه زۀپټه ننداره کوه لنډ مۀ راځه