شعرونه


حیران

اے ربه په کړه وړه یمه پشتون ته زه حیراندې بل عیبونه شه وینې نه ګورې خپل ګریوانچې ځان ته غیرتې وائی غیرت ئی ده عیانپه خپله ظلم وکړې بیا کړې ښځه تری قربانحکمونه دې الله تسلیموې په دواړو سترګوزکات مه یادوه دې نورو ټولو کړه بیان وبا دې جهالت ئی ننوتې په رګ رګ کېخبرو ته ئی غوږ شه هم ملا ده هم سائنسدانملا ظالم ته ګوره چې دخیر په غونډوئ ناست دئرواج به دې هندو کړې نوم به ورک

09.03.2010 اسدافغان

غزل

نن مي بيا بل اور پر بشر دی بيا مي ته يادېږې هر يو ساعت تر بل بتر دی بيا مي ته يادېږې هلته چي موږ به سره ناست واوس مي پښې نه ورځي اوس بې لتا هغه ځاي بر دی بيا مي ته يادېږې سايې اوږدې شوې د ژوندبله ورځ بې تا تېره شوه لمر د کوهار ده غره پر سر دی بيا مي ته يادېږې اوريځو بيا د لمر و مخ ته تور ټکری ونيوی څومره په زړه پوري منظر دی بي امي ته يادېږې يو څه مي زړه راته اشنا زړې کيسې تيري کړې بل د بوري ژړ مازيګر دی بيا مي

09.03.2010 اسدافغان

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

شپه رابولي او رڼا په كاڼو ولي خلك زموږ د ژوند سبا په كاڼو ولي زموږ خپلوي يې د نظر د تلو خار ده ځكه ما او هم اشنا په كاڼو ولي زموږ د كلي د دې خوار وجود پر ضد دي هم جومات او هم كلا په كاڼو ولي فرق مو نكړي دي بلا راته اخستي هم مو خان او هم ملا په كاڼو ولي د روغتون او د مكتب نړېده غواړي هم معلم هم مسيحا په كاڼو ولي غواړي نوم مو د تاريخ له پاڼو وران كړي هم مو نن او هم پخوا په كاڼو ولي د مك

09.03.2010 اسدافغان

ساده یمه

خدا زده خوشحال يم که خفه يمه زه خلکو دا څه وشول په څه يمه زه چې دی جانان دزړه کرار يم کنه؟ که دی يو څو ورځو ميلمه يمه زه ليلا زړګی راته سوغات راکړی دې ليونو سترګو رانجه يمه زه بیا مې په خوب کې ده جانان راغلئ لګ خو مې پریګده چې ویده یمه زه جینئ لباس دې ده اغیارو کړئی خو ځان ته وایئ پښتنه یمه زه يمه ږوندئی خو هيڅ ږوند نه لرمه حیران ولاړ ګوته په خوله یمه زه ورک شه ساقې شراب دې نه غواړمه

28.02.2010 اسدافغان

ورکه ليلا

ډيره موده ورکه وه پيدا شوله وله اجنبی اوس مي ليلا شوله ډکه دغيرت او د همت نه ده ځکه په ما ګرانه دلربا شوله هري خواته وه توره تياره خوره داچي راښکاره شوله رڼاشوله ملا منع به نشم دګل مخي يار نور مه راته وايه چي ګناه شوله وخت باندي پوه نشوم زه ديار غيږکی څومره لنډه شپه وه چي صبا شوله نن ئي چي په شونډو بيا زخمي کړمه زه غصه غصه دا په خندا شوله زه چي ورنه ولاړم مرور شومه دالکه ماشومه په ژړا شوله زه ئي چی مئين کړم

24.01.2010 اسدافغان

دسنګر خبري

هغه د مسجد او د ممبر خبري څه شویتوره شپه خوره ده دي سحر خبري څه شویملاصاحب خطبه کي دي سياست کوي خبريهغه دي الله او پيغمبر خبري څه شویذاهد هم رياکارشوچي په مکر کړي خبريداامر بالمعروف ونهي عن المنکر خبري څه شویوبا د جهالت ده ګډه شوي زموږ په کلينشته علم نشته دي هنرخبري څه شویورور چي ظلم وکړي سزاخورته ورکړل کيږيڅه شوۍ دي غيرت او دټبر خبري څه شویڅومره بےوسي ده چي په خپل کور کي مهاجرشوميؤ والي داکابل او

24.01.2010 اسدافغان

سولې ته بلنه

  سولې ته غږ کړئ افغانان دې غواړي دا غم ځپلي انسانان دې غواړي لاسونه لپه په خوله سوال چې لري سر په سجده دي له رحمان دې غواړي دا جنتي خلک د خداې پر ځمکه حورې دې غواړي دا غلمان دې غواړي جګړه مو بس ده مونږه امن غواړو غوښتنه کاندي له جهان دې غواړي تاته لیلا واي دا ستا مین د

29.01.2015 مشتاق رحيم

عمل ته اړتیا

له ځانه سره مې خبرې کولې، داسې یو څه مې ویل، مال راځه ملګرو سره یې هم شریک کړه:   په شعارونو باندې نه جوړیږي وطن شعرونو باندې نه جوړیږي د پلار نیکه توره اوس قبر کې ده دا په نکلونو باندې نه جوړیږي فکر عمل کې به ځغلول غواړي کار په فکرونو باندې نه جوړیږي سهار هله شي چې شي سترګ

25.01.2015 مشتاق رحيم

بې اتفاقي

یو څو کرښې مې دوه ملګرو یو څو ورځې پخوانۍ فیس بوکي/آن لاین جنګ په رڼا کې لیکلي- دواړه په هیواد د لیونتوب تر بریده مین، د خپل مال او حال نه د افغان دپاره تیر دي خو د اند لاره او لید یې بیل دې- دواړه د وطن خیر غواړي خو لارې او کړنلارې یې بدلې دي خو بیا یو بل ته یې داسې نومونه او پیغورونه ورکړل چې د افغانستان سر سخته دښمن ته ورکول یې هم نه ښاي- سخت خپه شوم، او د خپګان پر مهال مې دا لاندې څو کرښې ولیکلې- بې اتفاقي کشران

20.01.2015 مشتاق رحيم

تاریخ بدلول غواړي

تاریخ بدلول غواړي په تاریخ کې مو نور څه دي خو جنګونه هرې خوا نه دي پر مونږه غورځنګونه لوې لوې سټې راغلې مونږ کړې ماتې جوړ مو نکړل خپل راپاتې ګړنګونه دنګ لوې غرونه د تندي په ګوزار مات کړو خو له تیږو یې بیا نور جوړ کړي محلونه د تاریخ پاڼي مو سرې دې په سرو وینو یا قتلیږو یا کوو مونږه

20.01.2015 مشتاق رحيم

نوې څیره

واي کومه نوې ډله راغلې چې د ټولو سره ورانه ده او ټول یې پسې را اخیستې دي- ما ورته وویل چې نوې موې نه ده، زوړ سړې په نوې جامه، د پروژې په نوې دوره کې را څرګند شوې او بیا مې ورته دا وویل: نوې څیره ته مو وژلو ته راغلې یې په بله څیره دلته په تمه دې مقتول درته په خپله څیره ته خو هماغه پخوانې یې زه دې ښه پیژنم ما اوس ته نه شې غولولې په بدله څیره ته مې د تن، ته د وجود او د شناخت دښ

20.01.2015 مشتاق رحيم

زما ویر

زما ویر هلمند مو ژاړي پیښور کې ویر دې هلته دانګام په هر منظر کې ویر دې لا د ننګرهار جنازې ټولې نه دي خبر راغلې په خیبر کې ویر دې زمونږ په کور ناتار د غم جوړ شوې ګورئ! په لر او هم په بر کې ویر دې ټولې ودانې مو ویجاړې شولې په هره شاړه، هر کنډر کې ویر دې زه خو قاتل یم، زه مقتول هم یمه په هره لاره، هر سنګر کې و

28.12.2014 مشتاق رحيم

زمونږ حال!

  تورې ځکمې دښمنانې، زما غرونه دښمنان دي د پردیو څه ګیله ده خپل مې وروڼه دښمنان دي ماله خوب کې ارام نشته نه په ویښه کې سکون دې شوګیرونه مخالف دي او خوبونه دښمنان دي د لیلا سره یې بد شم په فراق مې هم قارجن دي د صحرا دا تورې شګې زما ښارونه دښمنان دي زه پښتون په ځکمه سوزم او اسمان ته لاره نشته سره سکروټه شوله ځکمه اس

28.12.2014 مشتاق رحيم

تیر ایستل شوي شکمن

  د امام په امامت باندې شکمن یو مونږ د پیر په کرامت باندې شکمن یو ښه خبره کې هم چل راته ښکاریږي مونږ د خپل ځان په صفت باندې شکمن یو دوي سودا زمونږ د سر همیشه کړې د مشرانو په وحدت باندې شکمن یو تل مو وینې ددوي تنده ماته کړې د شهیدو شهادت باندې شکمن یو غولولي یو په نوم د وفا هر وخت د خوبانو په الفت باندې شکمن یو د بدلون هر یو خوځښت راته دروغ ښکاري آن سپ

28.12.2014 مشتاق رحيم

د وطن اوښکې

09.04.2013 مشتاق رحيم

د زوکړې ورځ

15.03.2013 مشتاق رحيم

د امید څلې

دا شعر مې د خوشحال بابا د یو شعر په پل لیکلې چې پکې د هر شعر لومړنیو مصرو سیلابونه ددویمنیو مصرو دسیلابونو سره توپیر لري- د امید څلې مات مې زړګې دې خو چاودلې نه دې سینه مې ستړې خو همت مې لا بایللې نه دې په کږلیچونو  کې لار ورکې به یم په رڼو سترګو کې  لر لید مې لا بایللې نه دې

17.10.2012 مشتاق رحيم

په پښتو ویاړم

په پښتو ویاړم زه خو پښتون يم په پښتو وياړم زه آدم خان يم په درخو وياړم   لكه مجنون زه دليلې مينه كې په غرو رغو او په ميرو وياړم   كه وي په لره او يا بره خاوره زه يې په كور او په ديرو وياړم   دا د ملالې میوندوالې د غږ

15.05.2012 مشتاق رحيم

د زړه خواله

د مهر علي وطن دوست (د بي بي سې د نوي کور نوي ژوند ډرامې ناظر) د زړه خواله تاسې سره شریکومه ـ وطن دوست یو له هغه شاعرانو څخه دې چې تر اوسه افغان ټولنې په ټولیز ډول نه دې پیژندلې او همدا راز ددې تکړه شاعر یوازې هغه شعرونه چې د ډودۍ د ګټلو په موخه لیکل شوي د سندرغاړو له خولو اوریدل شوي دي ـ هڅه به وکړم چې نور شعرونه، چې په ریښتیا هم دده د زړه اواز دې درسره شریک کړم ـ    خدایه دا څنګه محتاجۍ دي چې تیریږي په ما

06.01.2012 مشتاق رحيم

افسوس

افسوس   نه مې لبا س ، نه مې اندا زخپل دې نه مې دې ترنګ او نه مې ساز خپل دې بياهم نعرې كړم چې افغان يمه دازما چغه، دا اواز خپل دې لكه هنداره كړي پيښې د نورو

26.11.2011 مشتاق رحيم

التجا

التجا     خلك واي چې تيارو پسې رڼا ده د سپرلي راتله خزان پسې ريښتيا ده   خوزمونږ په چم كې دا خبرې دروغ دي دلته تل د تورو شپو مسته نڅا ده   يو د بل په وينو شپې تيروي دلته دا د تورو بلاګانويوكلا ده

26.11.2011 مشتاق رحيم

د غم سندره

دا ترڅو به مونږ کړیږو نور تر کومه به ژړیږو بم ، بارود خو مو دښمن وو اوس هوا نه هم نړیږو د خدای قهر پر مونږ جوړ دی د خپل ورور په دار ځړیږو رحیم نه پوهیږي کله شعر د غم نه به خلاصیږو

26.11.2011 مشتاق رحيم

غزل

غزل   خدايه دا شپې ورځې سبا زر كړې ما مې دخپل جانان تر خوازركړې بيا به قيصې كووده مينې ډكې زماخيالونه هم ریښتيازركړې شپه د بيلتون مي كړې روښانه ربه ديدن دياررا ته وړيازركړې زما پر شونډوپروت دا غم دبيلتون، لكه ديار، رانه جدا زر كړې رنځور رنځور زړګي

26.11.2011 مشتاق رحيم

د سندرو خوند

  تاچې دې شنو بنګړو ته شرنګ وركړى زما يې د زړه رباب ته ترنګ وركړى زما قلم كې دومره ځواك چيرته ؤ جانان د خپلې ښكلا رنګ وركړى ګنې زه چيرته او شعرونه چيرته! له خپلې مينې يې قلنګ ور

26.11.2011 مشتاق رحيم

ښه راغلاست

ښه راغلاست   راغليو ميلمنو ته ښه راغلاست وايم ښاغليوګلالوته ښه راغلاست وايم دا نن چې مو پرې غونډه ده پرتمينه دې ټولو پتيالو ته ښه راغلاست وايم

26.11.2011 مشتاق رحيم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more