د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

علمي لیکنې

14.01.2016 10:28    |   ساحل منګل دټولنيزو اړيکو دنيولو مهارت او لارې چارې

داسې ورځ به نه وي ،چې تاسې په خپل کلي ،ښار ،کار ځای او نورو کې له خلکو سره اړيکې ونه نيسی،دخلکو تر منځ ډيری اړيکې د وړو ستونزو له امله ،چې په خبرو کې ېې لرې لوېې لوېې ستونزې راولاړوي . ددې لپاره ،چې ښې او ګټورې اړيکې ونيسی لاندې ټکي له تاسو سره مرسته کولای شي.


09.01.2016 13:04    |   نورمحمد غفوري د ګوندونو د مالي چارو تنظیم

ګوندونه او دموکراتیک نظامونه یوله بله سره تړلي او د یوې سکې دوه مخه دي. بې له دموکراتیک نظامه د ګوندونو فعالیت غیر محتمل او بې له ګوندونو دموکراسي د تصور وړ نه ده. د دموکراتیکو رژیمونو پلویانو ته د ګوندونو د فعالیت په اړه هر اړخیز معلومات ضروری دی. د همدې تشې د ډکولو له پاره مې په ګوند کې د مالي چارو د قانوني بنسټ او چوکاټ په اړه ددې لیکنې په لومړي برخه کې (چې مخکې نشر شوه) خبرې وکړی. د لیکنې په دې برخه کې به په ګوندي فعالیت کې د مالي چارو په اهمیت او دګوندونو سره د دولتونو په مالی ملاتړ بحث ولرو.


09.01.2016 13:03    |   ډاکترمحمدنواب ویساند دتولیدي دایرې بـنسـټونـه او د تولید د تـنـظیمولو مېتودونه

د تصدۍ د بریالي فعالیت د تر سره کولو اړین شرایط د هغې تولیدي او تنظیمي معقول جوړښت جوړېدل دي ، چې تولیدي دایره ــ یو ددغه غوره شاخصونو څخه ده


03.01.2016 11:30    |   قاضی طارق حیوانات اونباتات د عبرت مرکزونه

د حیرانتیا خبره ده چې کوم واښه او اوبه چې د حیوان خېټې ته ځی یو رنګ دې او هلته بیا په درې کاملا متفاوتو مادو چې کاملا متفاوت رنګونه او متفاوت خوندونه لری بدلېږی ؟؟؟ !!


31.12.2015 10:36    |   حیات االله ناصري طوطاخیل امینواسیدونه

د امینواسیدونو مکمله تشریح له داخلي او خارجي معتبرو منابعو څخه به استفادې


28.12.2015 11:55    |   پوهیالی نوراغا “نوښت” شیرزاد د کرنیزو کیمیاوي افت وژونکو له زهریت څخه د کوچنیانو ساتنه او د هغوی روغتیایي خوندیتوب

د افت وژونکو له زهریت سره د مخامخ کیدنې څخه د ګلونو کوچنیانو ساتنه زمونږ پر غاړه ده. کوچنیان تر مونږ ډیر زیان منونکي دي، دوی افت وژونکي نه پيژني، ښايي د لوبو د سامان او یا هم د خوړو ګمان پری وکړي او ځان ته پری تاوان ورسوي. تر هر څه تر مخه خو باید د هغوی خوړو ته ځانګړې پاملرنه وکړو چې په افت وژونکو ککړ خواړه ورنکړو. که مو داسې وکړل، له هغوی سره به مو ستر زیاتې کړی وي.


26.12.2015 15:14    |   قاضی طارق د ځمکې مړه کېدل او ژوندی کېدل د څه لپاره ؟

د الله په امر د بادونو اړول را اړول ، چلیدل راچلېدل ، د یو حال نه بل حال ته انتقال ، او د الله د مشیئت او ارادې سره سم یو اړخ ته د بادونو توجیه کول ، چې کله خورا ګرم او کله هم خورا ساړه وی ، په دې ټولو کې دلایل ، نښې اوعلائم دی، د څښتن تعالی په کمال قدرت ، وحدت او یو والی باندې د هغه قوم لپاره چې عقل لری .


21.12.2015 10:52    |   افغان تحرک د "اصطلاح" کلمه او د "تعریف" کلمه په پښتو کي هم توپیرونه لری

د علمی اصطلاحګاني او د "تعریف" په هکله یو څو له ګرامری اغلاط څخه دکه کرښی.


19.12.2015 15:55    |   وکيلي په پښتوکي اصطلاحګاني :

داصطلاح مانا اوتفسیرپه پښتوژبه کي .


09.12.2015 10:54    |   عادل په ټولګی کی د ګروپی او مباحثوی کارارزښت په څه کی دی ؟

داچي د تدريس لپاره مختلف قسمه ميتودونه وجودلري اوهرميتود او طريقه په خاص ځاي او مــــوضوع لپاره د تطبيق او ارزښت وړدي ،نـــــودغه موضوع د ګروپــــي او مباحثي دميتودونو ارزښتونوپـــــه اړه ده ،نــــــوغواړم چي لومړي دغه ميتودونه په جلا جلاډول معرفي ورسته يي په ارزښتونوباندرڼاواچوم .


01.12.2015 10:27    |   ډاکتر ماخان شینواری ډېرۍ پوهنه

د ډېرۍ پوهنې د درس پیل. ډېرۍ څه شي دۍ تعریف او به کې کارونې یا عملیې


16.11.2015 10:15    |   اظهارالحق فضلی د تاپې (TAPI) پروژې اقتصادي ارزښت

دا لیکنه د ټاپی یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د طبیعی ګازو د لیږد او د دی پروژی د اقتصادی ارزښت په هکله شوی ده.


14.11.2015 18:42    |   ډاکتر ماخان شینواری د ریاضي منطق

دلته موږ په لنډه توګه د شمیرپهنې سم اند یا د ریاضي منطق د ښوونځي لپاره تر څیرړنې نیسو


28.10.2015 10:37    |   قاضی طارق دانسان د سر ګرداني علتونه

د چا چې یوازی دنیا هم اوغم وی نو الله به د هغه کارونه ګډوډ کړی او د هغه فقر به د هغه سترګو ته نیغ ودروی ، او حال دا چې دنیا به ده ته را نه شی مګر هغه چې ورته لیکل شوې او مقررشوې وی ، او د چاچې هدف ، غم او هم اخرت وی نو څښتن تعالی به د هغه کارونه سم کړی ، زړه به یې غنی کړی او دنیا به ورته خواره او ذلیله راځی .


25.10.2015 11:32    |   وکیلي په پښتو به غږیږواوپر پښتو به غږېږو

سمه لیکنه اسانه لوستل کیږي او دناسمي لیکني لاملونه او سمون .


15.10.2015 09:32    |   ډاکټره نادیه د زمونږ هیوادوال او د آمیب ناروغی

تر کومه به زمونږ هیوادوال په غلطو تشخیصونو او ناوړه درملو ناروغ او وژل کیږی؟


14.10.2015 08:58    |   روح الله احمدي دذهنونه تېښته یا brain drain

د ذهنونوتیښته څه شی ده ؟ سببونه یې څه دي ؟ او په اقتصادي وضيعت یې اغیزې څه دي ؟


13.10.2015 09:14    |   روح ا لأمین( حسن) سیاسي ترهګري

سیاسي ترهګري؛ چې د( Political Terrorism‌) او( الإرهاب السیاسي ) په نومونو هم یادیږي د ترهګرۍ Terrorism) )یو ډول ګڼل کیږي. مخکې لدې چې دې موضوع ته ورننوځو، غوره ده چې د ترهګرۍ تعریف له ځان سره ولرو. 
د ژبنیز اړخه؛ ترهه( ارهاب ) یا( Terror) ویرې، ډار او ناارامۍ ته ویل کیږي. که دا ویره، ډار او ناارامي، هر ډول وي. که فزیکی وي او که معنوي. 
له فني اړخه ترهګري( Terrorism)دیته وايي چې؛ يو څوک یا یوه ډله د خپلو ځانګړو موخو لپاره په ټولنه کې په فردي یا اجتماعي ډول؛ ویره، ډار او ناارامي رامنځ ته کړي چې د نظام د ګډوډۍ لامل شي. او ترهګر پکې خپلو موخو ته ورسیږي.
د سیاسي ترهګرۍ موخه سیاسي وي. د ترهګرۍ او ډار له لارې د خلکو په فکرونو کارکول او بیا یې د ځان په


11.10.2015 10:00    |   ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی (دماغي روغتیا مو څنګه وساتو؟)

دتورکي وب ثایټ زمان څخه ژباړن ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی/بلجيم/۱۰اکتوبر۲۰۱۵ (دماغي روغتیا مو څنګه وساتو؟) دماغي روغتیا او بدني روغتیا که څه هم یو له بله بیلې انګیرل کیږي ،خوپه حقیقت کې ذهن او بدن د یوې ټینګې اړیکې سره یو پر بل موءثر دي.متخصصین وایي


08.10.2015 11:22    |   حضرت سهاک د پنځم ستون اصطلاح

پدی ورځو کی د پنځم ستون اصطلاح ډیره اوریدل کیږی چی زمونږ یو شمیر ځوانان لدی اصطلاح سره لا ډیر نه دی آشنا نو ځکه غواړم پدی مورد کی خپلو هیوادوالو ته لږ معلومات چی له مختلفو منابعونه می راټول کړی دی، وړاندی کړم. پنځم ستون یوه اصطلاح ده یعنی لغوی معنی نه لری او د محتوی له مخی هغو پټو جاسوسانو او خرابکارو عواملو ته ویل کیږی چی یوه سازمان ، ګوند ، دولتی مقاماتو او یا د بل هیواد په ارګانونو کی د دوست او طرفداره په نوم پټ شوی دی خو په عمل کی د دښمن په ګټه او د خپلو هیوادوالو یا همنظره خلکو پرضد فعالیت کوی.