د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علمي لیکنې

علمي لیکنې

07.10.2015 11:03    |   محمدشفیق شرفزی تربیتی اروا پوهنه

تربیتی اروا پوهنه


20.09.2015 20:47    |   بخت الرحمن بخت دویني ګروپ او روغتیا دوهمه برخه

نن غواړم په دي سلسله کي دویني دګروپونه (A) برخه باندي رڼا واچوم، هغسي خو دویني ټول اته ګروپونه دي یعنی دویني کوم څلور ګروپونه چي زه دلته یادوم هغه که مثبت او که منفی وي دغذا په مقابل کي یو ډول حساسیت ښیی دویني ټول څلور ګروپونه چي دغه څلور ګروپونه بیا په مثبت او منفی باندي تقسیم شوي دي چي دغذا سره تعمل او تعلق په برخه کي یی منفي او مثبت مهم نه دي د مثال په توګه دوینی ګروپ (A)، دغه ګروپ که منفی وي او مثبت وي له غذا سره یی تعمل یو ډول وي.


20.09.2015 10:20    |   خالد عثمان زوي د سر دردي ۱۰ لاملونه

سر دردي یو عام ځورونکي درد ده ،چي هر څوک یې حد اقل په ژوند کي یو ځل تجربه کوي. که په کال کي یو یا دوه ځله د سر دردي سره مخ کیږي نو د تشویش وړ خبره نده،ځکه چي کیداي شي د میاشتو په اونیو کي مو پوره خوب نه وي کړي،یا هم یخني (زکام) وي او یا هم کیداي شي د تشویش له امله د یو لنډ مهال لپاره په سر درد وي. خو که تاسي په اونې کي دوه یا درې ځلي سر دردي لري او تاسي یې نارمل ګڼي پدي وپوهیږي چي دا حالت نارمل نده.
که چیري تاسي پرته له دي چي د خپلي سر دردي عامل مالوم کړي او د سر دردي تسکېن لپاره په دوام داره توګه د درد له ګولیو څخه ګټه اخلي نو پوه شوي چي ځانته په خپله ستونزه جوړوي؛ځکه د درد ګولیو په کارولو درد نه دوأ کیږي مګر دا چي لا ډیریږي او دوام مومي.


19.09.2015 12:03    |   استاد محمد ظریف امین یار بیست دلیل عمده سقوط نرخ افغانی

بیست دلیل عمده سقوط نرخ افغانی واژه "سعر" به معنای ارز است و در زبان دری بیشتر مرکب آن یعنی "اسعار" استفاده میشود. اسعار به معنی پولهای بیگانه است. نرخ افغانی قیمت یک واحد پول خارجی در برابرافغانی است.در نظام اقتصادی حاضر از اثر وجود ربا، نوسانات(Fluctuations) و وجود ادوار تجارتی(Trade Cycles) یک چیز متداول شمرده میشود. اسعار نیز مستثنی این امر نیستند و نرخهایآنمتحول و متغیر است.بدین دلیل بود که در کانفرانس بریتون وودز (Bretton Woods) که در جوالای ۱۹۴۴ منعقد گردید ، ملتها سعی کردند تا نرخ اسعار را پایدار بسازند. بنابر این بود که در این کانفرانس موافقه صورت گرفت که از نظام نرخ ثابت اسعار استفاده صورت گیرد. در این کانفرانس برای بار نخست ۳۵ دالر آمریکایی معادل یک اونس طلا تعیین شد. اما مشکل نوسانات در ارزش اسعار جریان داشت و تا اکنون یکی از مشکل اساسی اقتصاد در کشورها عنوان میشود. از دیدگاه علم اقتصاد کاهش در ارزش اسعار بدو طریق یعنی عمدی(Deliberate) و خودکار(Automatic or Normal) بوجود می آید.قابل ذکر است کهدر بعضی موارد حکومت خودش عمداْ میخواهد ارزش اسعار داخلی


17.09.2015 09:12    |   پوهیالی نوراغا "نوښت" شیرزاد له کروندې تر پخلنځي د کرنیزو افت وژونکو له زهریت څخه ځان ساتنه او روغتیایي خوندیتوب

د تیرو لیکنو په دوام، په دی لیکنه کې له کروندې تر پخلنځي پورې د افت وژونکو له زهریت څخه د ځان ساتنې او روغتیا يي خوندیتوب په اړه خبري کوو. په دی به و غږیږو چې څه ډول د افت وژونکو له زهریت ځان ساتلای شو، او که ورسره مخامخ شو څه باید وکړو. ډير پر ځای یې ویلي دی چی ــــ ځان ساتنه او پرهیز له درملنې غوره دی ـــ له زهري کیدنو وړاندې باید بشپړه هڅه وکړو چې د افت وژونکو له زهریت څخه ځان وساتو. که خدای ج مه کړه له زهریت سره مخامخ هم شو، باید غم یې وخورو او د ځان په اړه بې پروا و نه اوسو.


15.09.2015 10:05    |   بخت الرحمن بخت دویني ګروپ او زمونږ روغتیا

ایا تاسو تراوسه په دي فکر اوګمان یاست چي دویني ګروپ تعینول یواځي له یو انسان څخه بل انسان ته دویني دانتقال لپاره لازمي او اړین وي؟


14.09.2015 09:02    |   ثناءالله صالحي داحممد شاه بابا پیژندنه او واکمنۍ ته لنډه کتنه

احمد شاه بابا د زمان خان زوی د دولت خان لمسی اود سرمست خان کړوسی ‍په خټه ابدالي سدوزی د افغانستان نومیالی پاچا او د منځنۍ اسیا نامتو شهنشاه اوبریالی امپراطور ؤ، چې په (۱۷۲۳م) کال هرات کې زېږېدلي دی، مشر ورور يې ذوالفقار خان چې د پلار د مرګ څخه يې وروسته د هرات د حاکم په حيث دنده اجراء کوله


09.09.2015 09:25    |   افغان تحرک د روحیات پوهانو "لږ نظریات" د ماشوم په هکله

روحیات پیژندنه او یا ارواپوهنه او یا روانشناسی چه ورته Psychologie, Psychology یعنی: د روحیات علم هم ویل کیږی، همدا علم ته وایو چه " د علمی طرق له لاری او پر اساس څخه د تول ژوند موجودات، بلخصوص "د انسان د ذهن رفتار" مطالعه کوی. په دیره لنده توګه د لږ اغماض (سترګی پتول) سره نوبیا کولای شو چه دا علم ته د "روح مطالعه" او یا Study of Sou ووایو.


09.09.2015 09:24    |   ډاکتر محمد نواب ویساند سم غوښتنلیک

۱. د یو غوښتنلیک له پاره کوم دلیلونه شته ؟ تاسو یواځې ، هغه وخت کولای شئ په خپل غوښتنلیک کې آرام او ډاډمن چلند وکړﺉ ، چې خپله د خپل دریځ ( ځای ) په هکله په دقیقه توګه په روښنایي کې وﺉ . د هغې مطابق تاسې کولای شئ خپل غوښتنلیک ته یوه خاصه بڼه ورکړﺉ او ورپسې خپلې ستراتیژۍ مرتب کړﺉ .


20.08.2015 11:04    |   خیال محمد خپلواک د افغانستان اقتصاد او شته خنډونه

اقلیم او د ځمکې لوړوالی او ژور والي د تاریخ په اوږدو کې د هیواد په سیاسي او اقتصادي و ضعې ژور اثر لرلي. افغانستان وچ او نیمه وچ اقلیم او زیږه او کلکه اراضي لري چې د خورو ورو درو، اسمان څکالو غرونو، دښتو، غونډیو او څړځایونو درلودنکې دی. د هیواد پینڅه اتیا سلنه اراضي په غرونو او دایمي څرځایونو پوښل شوې ده چې له جملي یې دوه برخې د هیڅ یا ډير کم نباتي پوښښ درلودونکې ده.


16.08.2015 11:30    |   ډاکټر محمدآجان مرزئ په چين کې د پېسو د ارزښت د کمولو (Devaluation) اقتصادي اغېزې

د چين ملي اقتصاد د ودې کچه د روانې پېړۍ په لمړۍ لسيزه کې د ۲۰۰۸ کال تر نړېوال مالي بحران پورې په کال کې له ۱۰٪ څخه زياته وه. خو د مالي نړېوال بحران په لړ کې يې د نړۍ د زيات شمېر نورو هېوادونو په شان د ودې کچه تر زياته حده کمه شوله. د ملي اقتصاد ودې له ۲۰۰۹ کال وروسته بيا هم مثبته بڼه غوره کړه او دې حالت تر ۲۰۱۰ کال پورې دوام وکړ. خو د دې هېواد د ملي اقتصاد وده له ۲۰۱۰ کال راپدې خوا مخ پر کمېدو شوه او له ۲۰۱۱ کال راپدې خوا له ۱۰٪ ټيټه ده. په روان کال کې د چين د دوې کچه لا نوره هم ټيټه شوه او د همدې کال په دوهمه ربع کې له ۷٪ هم کمه ښودل شوې ده، په داسې حال کې چې د چېن حکومت د هېواد د اقتصادي ودې حد اقل کچه ۷٪ ټاکلی وه.


14.08.2015 09:13    |   وکیلي پښتو غږیزه ژبه ده

د دغي خبري د ثبوت لپاره یو څو محدودي ګړي چي په لیکنه کي یو شان ته لیکل کیږي خو په ږغ اوخبرو کي بل ډول ویل کیږي او مانا ئې هم بدلون سره لري؛دلته پرتله کوو . دغه ګړي تقطیع یاني ټوټې کوو او هم ئې د خج له مخي تشریح کوو . دغه رنګه ګړي په پښتو ژبه کي بېخي ډېري دي؛ خو دلته ئې داثبات له پاره یو څو را ولو او تشریح کوو یې . لکه دغه لاندي ګړي :


13.08.2015 10:34    |   ډاکتر محمد نواب ویساند سـم غوښتنلیک

د یو کار ځای درلودل نه ډېر د مخه موده کې یوه څرګنده خبره وه . نن مهال ، ورځ تر بلې تل د مخ په زیاتیدونکي وزګارتیا سره ، هغه سړی باید خوښ واوسي ، چې کار ولري .


06.08.2015 09:24    |   عطا محمد میاخېل د ناپیلیون ژوند ته یوه کتنه

ناپیلیون بناپارت د ۱۷۶۹ ز کال د اګست په ۱۵ مه نېټه د مدیترانې کرس ټاپو اړوند په یوه ګڼ نفوسه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه مهال یاد ټاپو د جنوا حکومت ( نننۍ ایټالیا ) یوه اړونده سیمه وه، خو وروسته د فرانسې له خوا اشغال شو.


31.07.2015 11:37    |   ذکیه (ابها) لرغوني مصر

لرغوني مصر د پخواني تمدن زانګو ده همدارنګه په څلور زره قبل میلادي کال کي په لرغوني مصر کي قبیلوي تشکیلات وجود درلودل لرغوني مصر لمړني هیواد دي چي د کتابت اساسات یي وپیژانده همدارنګه انځوریز لیک خط (هیروګلیفی ) اختراع کړي دي په نوموړي هیواد کي مختلف مدنیتونه تغیر ا و تبدیل شوي دي دِا سر زمین د فرعونیانو د تمدن لرغوني ځاي وه . همدارنګه اغریقي ، روماني ، قبطي ، او اسلامي مدنیتونه د مصر په


22.07.2015 09:33    |   وکيلي په ژبه کي دکلام پښویه

دژبي طبعي اصول اوقايده په ټولنه کي او د دوی په لهجو کي اود طبعیت له مخه ورته کتل .


20.07.2015 09:19    |   نجیب منلی پښتو لهجو ته یوه سرسري کتنه

تر هغه ځایه چې زه مالومات لرم تر نولسمې پېړۍ وړاندې د پښتو پر لهجو کوم څېړونکي خاص تمرکز نه دی کړی. په نولسمه پېړۍ کې انګرېزي مستشرقینو پښتو په «کلکه» او «نرمه» لهجو ووېشله چې کلکه یې د ختیزو سیمو لهجه وه (پختو) او نرمه یې د لوېدیزو سیمو لهجه وه (پشتو). د دغو دواړو لهجو تفکیک پر دوو پښتو غږونو ولاړ و:


13.07.2015 09:06    |   محمد عارف رسولي له خپله ځانه د تپوس کولو ګوهر

نن سبا د بریالیو انسانانو په هکله ویل کیږي چې هغوئ د خپل ځان، خپلو کړو، خپلو افکارو، خپلو پریکړو او مواقفو په اړه عمیق فکر کوي، په ځان سوال کوونکی فکر روزي او هر وخت خپلې کړنې د تیرو تجربو، تاریخي روایاتو او د پیژ ندل شوو پوهانو د ویناوو په رڼا کې ارزوي. دې ته ژور فکرکول (Critical thinking) وایي او د بریالیو انسانانو مهم خاصیت جوړوي. دا خلک په منازعو او شخړو کې که د بل لوري نیوکو ته ځواب لټوي، د هغو په مثبتو ټکو هم غور کوي، د خپلو دریځونو او نظریاتو هم سم جاج اخلي ترڅو ځواب یې د عقل په تله سم وي. هغوي داسې انګیري که د هغوي دریځ د دریم ګري او بیطرف لوري لخوا وارزول شي څه پایلې ته به ورسیږي.


05.07.2015 17:05    |   محمد عارف رسولي افغانستان څنګه د اسیا په ترانزیتي، تجارتي او اقتصادي څلورلارې پدلیدلای شي؟

په دې اړه مو په تیره لمړۍ برخه کې په هیواد که په اړینو سیاسي او ټولنیزو شرایطو، دولتي لرلید، سوله، د نورو ملکونو په رول، د ملي ثبات په اړینتوب او نورو خبرې وکړې ترڅو هیواد، دولت او ملت وکولاي شي چې پورته ارمان او موخو ته ځان ورسوي.


30.06.2015 17:49    |   محمد عارف رسولي افغانستان څنګه د اسیا ترانزیتي او اقتصادي څلورلاره کیدای شي؟

د یوه ملک د پرمختګ او اقتصاد د ښه کولو لپاره د تولید د نورو وسایلو ترڅنګ انساني، ټولنیزې، زیربنایي، د وسایطو، مالي او د انسانانو د نوښتګرۍ Entrepreneurship پانګو ته اړتیا شته. څرنګه چې دا پورته پانګې هره یوه خپل خبل اهمیت او ځای لري او بیلو بیلو څیړنو ته اړتیا لری په دې لنډه لیکنه کې زموږ د هیواد په ترانزیتي زیربنا او ستراتیژیک موقعیت باندې خبرې کول غواړم.