دا هغه شعار دی چې څو کاله مخکې وزیرستان ژڼکیو ورکړی او دا شعار د پښتنو په ټولو سیمو کې د لسګونو میلیونونو خلکو له خوا په پراخو غونډو کې بدرګه کړل شو .
دا شعار د افغانستان ، سیمې او نړۍ د پاره ډیر اهمیت لري ددې شعار په عملي کیدو سره په سیمه کې تروریزم ، کلونیالیزم او پنجاپی پاشیزم ختمیږي او یوه اباده سیمه را منځته کیږي.
دا شعار په لسګونو میلیونه خلک ورکوي خو د کابل ارګ ورباندې غوږونه کاڼه کړي او د هغه د تکرار جرات نلري. یا په بله مانا د هغه د اوریدلو او ویلو څخه ډاریږي.
که حق دا و ، چې دا شعار د کابل چارواکو او سیاستوالو ورکړی وای . خو په تیرو اویاو کلونو کې د کابل ارګ ددې شعار څخه سترګې پټې کړی او تر ډیره یې هڅه کړیده چې د خپلو ملي ګټو د ساتلو څخه سترګې پټې کړي.
د جنوري په ۱۲ – ۲۰۲۰ د پښتونخوا د بنو په ښار کې په سلګونو زورو پښتنو ( چې د کشمیر څخه نیولي ، تر کویټه ، کراچۍ ، سوات او باجوړ ) پکې ګډون کړی و ، ټولو په یو اتفاق د ( لر او یو افغان) شعارونه ورکړل.
د پښتنو ستر مشر علی وزیر د وینا په ترځ کې وویل چې دوی دا نیت لري چې د ډیورینډ منحوسه کرښه له منځه یوسي او د هغه تارونه چې پنجاپیانو غزولي دي د پنجاپیانو غاړې ته ور واچوي.
په دې ډول دوی د پنجاپی استعمار څخه د ازادی او د ډیوریند د منحوسې کرښې د منځه وړلو شعارونه ورکول. دا غونډه چې ځوانانو ، د شهیدانو کورنیو ، د ورکو کړل شوو کسانو په کې ګډون کړی و ، یو ځل بیا نړۍ ته دا پیغام ورکړ چې: پښتانه ازاد هیواد غواړي
په دې غونډه کې په سلګونو شمیر داسې ځوانان هم و ، چې د افغانستان بیرغ او نشان یی په خپلو ټټرونو لګولي او د پښتون ژغورنې خولۍ یې په سر کړي وې.
د افغانستان زیاتره برخه خاوره ، د ګاونډیانو په تیره بیا د پنجاپی استعمار په ولکه کې ده .دې مظلومو خلکو په تیرو نږدې اتیاو کلونو کې د پنجاپي استعمار په وړاندې په میړانه مبارزه کړي او په دې لاره کې یې په لسګونو زرو شهیدان ورکړي دي د دوی کلی او سیمې د استعمارګرانو له خوا تباه او خلک په بیرحمانه توګه سټ شوي دي.
د پنجاپي استعمار لاندې پښتنو او بلوڅو یوه شیبه مبارزه نه ده پریښي او په دې ډول یې د خپلې ازادی د پاره مبارزه جاري ساتلی ده او د پښتونستان بیرغ یې اوچت ساتلی دی.
خو د کابل واکمنانو تل د انګریز او پنجاپستان تر ولکې لاندې ( افغانستان) پښتنو او بلوڅو په وړاندې د انګریزانو او پنجاپیانو د ظلمونو او تیریو څخه سترګې پټې کړي دي او کله وار یې کومه اشاره هم کړي ده هغه هم یې یوازې په پنجاپ باندې د سیاسي فشار د پاره اشاره کړي ده.
په تیرو څلویښتو کلونو کې پنجاپی استعمار د خپل واک لاندې د پښتنو او بلوڅو د ځپلو او په افغانستان کې د پښتنو د ځپلو د پاره د جګړې او تیرې منظم پلان جوړ اوعملی کړ. کابل ددې په ځای چې د اصلی تیري کونکي په وړاندې د ځانه مقاومت او دفاع وکړي د پنجاپ له خوا روانه جګړه یې په پښتني سیمو کې محدوده وساتله او په دې ډول سره یې په غیر مستقیمه توګه د پنجاپی استعمار د ستراتیژي په عملی کولو کې ورسره مرسته وکړه.
پنجاپی استعمار د افغانستان په ضد جګړه په څلورو پړاونو کې عملی کړه:
1. د سردار محمد داود خان د جمهوریت په مهال
2. د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت په مهال
3. د کورنیو جګړو او طالبانو د واکمنی په مهال
4. د حامد کرزی او اشرف غنی د واکمنیو په مهال
5. یو بل پړاو ....
په دې څو پړاونو کې پڼجاپستان خپلې ځانګړي لاسته راوړنې درلودې چې هغه په لاندې ډول سره یادولی شو:
په لومړی پړاو کې پنجاپ وکولی شول د کابل حکومت د ننه او د بهر څخه بی ثباته کړي او په سردار محمد دواد فشار راوړي تر څو د پنجاپ په وړاندې د پښتنو او بلوڅو د حقوقو څخه د دفاع له مورچله په شا شي.
په دوهم پړاو کې ، پنجاپی استعمار خپلو تیریو ته مختلف نومونه او بڼې ورکړې د شوروی اشغال ، کفر او نور. ددې جګړو په نتیجه کې پنجاپی استعمار د خپلو مزدورو کړیو په مرسته وکولی شول د افغانستان دفاعی قوت په بشپړه توګه له منځه یوسي او دا دولت تر ټولو کمزوری دولت شي.
په دریم پړاو کې ، پڼجاپی استعمار په افغانستان کې داخلی جګړو ته لمن ووهله او هغه د ایران په مرسته و کولی شول د خلکو په منځ کې قومی دښمنی رامنځته کړي او د جګړې اور په ټول هیواد کې وغزوي او هم د نړی د ټولو برخو څخه تروریستان راولي او په افغانستان کې ځای په ځای کړي په دې ډول افغانستان یې د نړی دتروریستانو په ځاله بدل کړ.
په څلورم پړاو کې د پنجاپستان جګړه چې د امریکا په ضد تر پلمی لاندې پیل شوه په کابل کې یې بیکاره چارواکو په مرسته په دې پریالی شو چې د ډیورینډ په منحوسه کرښه اغزن تار ولګوی . د کرښې دواړو غاړو خلکو د پاره پاسپورټ او ویزه جبري کړي.
اوس د پنجاپ له خوا د افغانستان په ضد د جګړې د پاره بل پړاو پیل کیږي دا چې دا پړاو به څه ډول وي ؟ د کابل بیکاره ادارې یې هیڅ وړاندوینه نه شي کولی. خو دا ثابته ده چې پنجاپستان ورته تیاري نیولي ده.
د پنجاپستان د شر څخه د افغانستان د ژغورلو د پاره یوازې او یوازې لار ، د پنجاپستان د ولکې څخه د پښتنو او بلوڅو خپلواکی او ازادي ده. تر هغه پورې چې د پنجاپی استعمار لاندې پښتنو او بلوڅو بشپړه خپلواکي تر لاسه کړي نه وي او د ډیورینډ منحوسه کرښه له منځه تللی نه وي تر هغه د کابل او پښتو او بلوڅو په ضد د پنجاپستان جګړه نه ختمیږي.
نږدې یو کال کیږی چې په پښتونخوا کې د پنجاپی ظلم او استعمار په وړاندې سراسری پاڅون په یوه نوي بڼه پیل شوی دی.دا پاڅون په سوله ایز ډول سره په مخ روان دی . چې په مقابل کې پنجاپی استعمار د پښتنو ځپلو ته د پخوا په شان دوام ورکوي . په لسګونو زره پښتانه په بندیخانو کې اچول شوي دی . هره ورځ پښتانه فعالین او مشران په ښکاره او یا پټه توګه وژل کیږی.
خو پوښتنه دا ده چې د ډیورینډ د منحوسې کرښې ها خوا پښتانه دا شعار ورکوي مګر کابل ولې دا غیرت نلري چې دا شعار ورکړي . دا ښکاره خبره ده چې کابل د پنجاپستان او تهران په وړاندې د سوڼ کولو غیرت هم نلري.
همدا خبره ده چې نوموړی د پنجاپیانو د استعماري پلانونو په وړاندې چوپ پاتې کیږی.
پوښتنه داده : چې د کابل ارګ ولې د ( لر او بر یو افغان) شعار نه ورکوي ؟
او یا دا کوم مجبوریت دی چې دا شعار نه شي ورکولی؟
کله داسې شک پیدا کیږي چې د کابل ارګ د پښتنو او بلوڅو روا حقوقو ته شا کړي او په پټه یې د پنجاپستان سره د ډیورینډ منحوسه کرښه منلي وي نو ځکه دوی د ( لر او بر یو افغان) شعار نه شي ورکولی.
باید ووایو چې د ډیورینډ تورې کرښې له منځه وړل او د پښتنو او بلوڅو ازادي د افغانستان د خلکو د اساسی غوښتنو څخه دي او د ملي ګټو په توګه ګڼل کیږي.
مګر د کابل ادارې په تیرو اتلسو کلونو کې د ډیورینډ منحوسې کرښې د له منځه وړلو او د پښتنو او بلوڅو د ازادی د پاره یې د یوه ویښته سر اندازه هم کار ندی کړی. بلکې د هغو تیریو په وړاندې چې پنجاپستان یې د افغانستان ضد تر سره کوي سترګې پټې کړي دي.
1. پنجاپستان ( پاکستان ) د ازادو قبایلو سیمه په رسمی توګه په خپل دولت کې شامله کړه چې د کابل حکومت ورباندې سترګې پټې کړې. په دې ډول پنجابستان د ډیورینډ کرښه د افغانستان په وړاندې د دواړو هیوادونو تر رسمي کړه.
2. د ډیورینډ د دواړو غاړو پښتنو د پاره یې ویزه او پاسپورټ جبري کړل او په دې ډول د پښتنو ترمنځ سیمو کې د پښتنو ازاد تګ او راتګ مخه یی ونیوله . مګر بیا هم د کابل ارګ ورباندې چوپ پاتې شو.
3. د ډیورینډ په کرښه پنجاپیانو اغزن تار وغزوه مګر د کابل غبرګون صفر و. په دې ډول پنجاپ وکړای شول د پښتنو تر منځ د ازاد تګ او راتګ مخنیوی وکړی.
4. پنجاپستان په منظمه توګه خپل پوځ او کوماندو په ملکی افغاني لباسونو کې افغانستان ته رالیږی مګر په تیرو پنځلسو کلونو کې د کابل ارګ هیڅ غږ نه پورته کوي.
5. د کابل ارګ د پښتونستان ( ملي داعیه ) هیڅ یادونه نه کوي او حتی د پښتونستان بیرغ یې د پښتونستان واټ کې لیرې کړی دی.
اوس پوښتنه پیدا کیږی چې کابل د پنجاپستان په وړاندې دومره ولې په شا تګ کړی ، ښایی دلته مختلف عوامل وجود ولري خو دلته موږ هغه عوامل نه پلټو کوم چې د کابل اداره د ډیورینډ د کرښې په وړاندې کوټلي ګامونه نشي پورته کولی.
تر ډیره د خلکو سره یو څو پوښتنې وجود لري:
1. د کابل اداره ولې د ډیورینډ د منحوسې او تحمیلې کرښې په هکله نړیوالو ته شکایت نه کوي؟
2. ایا هغه دا مسوولیت نلري چې دا ملي داعیه د نړۍ او سیمې د خلکو او دولتونو سره شریکه کړي؟
3. ولې د پنجاپستان تر استعمار لاندې د خلکو د حقوقو څخه ملاتړ نه کوي؟
4. ولې د مظلومو پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ د پاره ستراتیژي او پلان نلري؟
5. ایا د کابل ادارې مشر د پنجاپستان د کونسلګریو مخکې د خلکو ګڼه ګوڼه لیدلی ده . نو ولې د کرښې د دواړو غاړو خلکو د ازاد تګ راتګ په مخکې خنډونه نه له منځه وړي؟
6. د کابل اداره په پیښور او کوټه کې کونسلګری ولې نه تړي؟
په تیرو پنځو کلونو کې د کابل ادارې هیڅکله د ډیورینډ د منحوسې کرښې دخلکو د حقوقو په وړاندې د مسوولیت احساس ندی کړی او نه یی د افغانستان د خلکو دې غوښتنې ته ځواب ویلی چې باید د ډیورینډ د کرښې په هکله باید منظم کار وشي.
د کابل ادارې تل زیار ایستلی چې د پښتنو او بلوڅو د خپلواکی د پاره د مبارزې څخه سترګې پټې کړي او په دې ډول د پنجاپستان دحکومت سره اړیکي نورمالی وساتي.
مګر د کابل اداره باید پوه شي چې هره ټولنه په مخ روانه ده او هیڅوک نه شي کولی د ټولنې د پرمختګ مخنیوی وکړي . محکوم اولسونه ازادي اخلي.
په همدې توګه اوس د افغانستان خلک او پښتانه ویښ شوي دی. دوی په مخ روان دي کابل او اسلام اباد نشي کولی د پښتنو د ازادی بښونکی غورځنګ مخه ونیسی. اوس پښتانه ( نارینه ، ښځینه او ماشومان) ټول په یوه غږ سره د خپلو حقوقو غوښتنه کوي چې د هغه ښه مثال په دې وروستیو کې په بنو کې د جنوری غونډه ده. او د روان کال د فبروری په ۲ به په کویټه کې تر دې غټه د پښتنو جوړیږی او بیا دا شعار ورکول کیږی ( لر او بر ، یو افغان)
اوس مهال راغلی چې د افغانستان خلک د ډیورینډ د ها غاړې پښتنو او بلوڅو سره خپلې مبارزې ته همغږي ورکړي. او دا غورځنګ د وخت په تیریدو سره ځواکمن کیږي.
د خلکو د پاره ازادۍ ، یووالی ، امنیت او عدالت مهم دی . اوس د ازادی ناره په ټوله پښتونخوا کې پورته ده او په یوه غږ سره د خپلو سیمو څخه د پنجاپستان د پوځونو او دولتی ادارو د وتلو غوښتنه کوي.
د ملي ګټو څخه دفاع د ټولو خلکو او په تیره بیا د کابل د ادارې دنده ده. دا چې د کابل اداره یوه بیکاره او ډارنه اداره ده او د پنجاپستان په وړاندې د ملي ګټو د خوندي کولو جوګه نده او نشي کولی دا مسوولیت تر سره کړي نو ځکه خلک اړ دي چې په خپله لاس په کار شي.
اوس هغه مهال رسیدلی دی چې د کرښې دواړه غاړې خلک په میړانه سره د پنجاپستان له خوا غزیدلی تار ورټول کړي او په دې ډول د دې اولس تر منځ هر ډول خنډ د منځه یووسي. لکه چې د پښتون لوی مشر علی وزیر ورته اشاره کړیده .
په پښتون او بلوڅ اولس د ازادۍ لمر راختونکۍ دی اود ابادۍ پسرلۍ به بیرته راشي خو :
وزیرستان ، د افغانستان په تاریخ کې یو ځل بیا خپل انقلابي رول ولوبوه هغه بیرغ چې وزیرستان د پښتنو د ازادی د پاره پورته کړی هغه اوس په ټوله پښتونخوا رپیږي. مګر کابل د ډاره د خپلو ملي ګټو پوښتنه نه شي کولی.
اوس هغه مهال را رسیدلی دی چې ټول افغان اولس هم دا شعار تکرار کړي او ددې شعار د عملی کیدو د پاره پراخه مبارزه پیل کړی.
لر او بر ، یو افغان