(دکینګ د ورځې دلمانځنې په مناسبت)

په دې ورځو کې د امریکی متحده ایالاتو کې د لوترکینګ(Martin Luther King) د ترور د ورځې د یادښت په مناسبت او د ده د ډیر عالی شخصیت او مدنی مبارزې درناوی کیږی. لوترکینګ په نړۍ کې د مدنی حقوقو ستر مبارز پیژندل شوی دی. هغه له تعصب، تشدد او ټولنیزی بیعدالتی سره بریالۍ مبارزه وکړه، په تیره بیا د ۱۹۵۰-۱۹۶۰کلونو په بهیر کی یې د نړیوالو پام خپل شعار(زه یو ارمان “خوب” لرم) "I Have a Dream" ته را واړاو. د ده دغه انسانی خیال او خوب ټولنیزه سوکالی، عدالت، زغم، تساند او تساهل وو، چې بالاخره یې په مدنی ټولنو کې تحقق وموند.
دا هغه مهال و چې په اسیا کې ګاندهی او پاچا خان ( خان عبدالغفارخان) همدا داعیه چلوله، په افریقې کی نسلن ماندیلا هم د تور پوستو په وړاندې د غیر انسانی تعصب او تبعیض په ضد پاڅیدلی و.

اوس مارتین لوترکینګ په توله امریکا او نړۍ کې د تور پوستو نامتو مبارز او هغه ټولو ته ګران او خوږ نوم دی چې د نړۍ ادبیاتو کې د اتل په توګه پېژندل شوی دی. هغه څیره چې په ۱۹۶۸م. کال کې یې له ترور څخه ورسته د دده د پلویانو له خوا داعیه نوره هم توده او ځلنده وساتل شوه. ، مارتین لوترکینګ دی، چې د خپلو خلکو د مدنی او سیاسی حقونو ستر مدافع او په دې برخه کې تر ټولو بریالی اتل و، د زغم له لارې یې وکولای شول چې ځان خپل مقصد ته ورسوی.
د غه په نړۍ کی خوږ نوم چی اوس ډیر ځایونه لکه ښوونځي، مدنی بنسټونه، علمی مرکزونه او نور دده په نوم نومول شوی دی، د دې ښودنه کوی چی د عدم تشدد او زغم چلند یو انسانی، اخلاقی، معقول او د منلو وړ او بریالی کیدونکی چلند دی. نوموړی د یوه متعصب نظام په دننه کی د تعصب او تبعیض او ښکیلاک پرضد له زغم ډک ژوند وکړ. د دوی د سوانحو په لوستلو سره پوهیدای شوی چې زغم نه یواځې دا چې د دوی د بریالیاتوب راز دی، بلکې د دوی د نیک شهرت او محبوبیت لامل هم دی.
په افریقې کې د نلسن ماندیلا خوب ریښتیا شو، په امریکه کې د کینګ ارمان ترسره شو، هند کې د ګاندهی جی درناوی کیږی، او ورځ تر بلې یې ارمانونه تحقق مومي، خو ایا د خان عبدالغفار خان خوب او خیال څنګه شو؟
له نیکه مرغه افغانان هم دا ډول یو مشر لري، چې د خپل ملت لپاره یې ارمان څه چې ارمانونه لرل. د بنو د تیرې اونۍ جلوس یې د ارمانونو یو انځور و. هیله ده افغانان کولای شی چې د اړتیا پر مهال نړۍ ته خپل (کینګ) وروپیژني ، هغه خان عبدالغفار خان دی، خو سوال دا دی: آیا موږ کله د دغه لوی شخصیت په نوم کومه ورځ لرو؟ آیا موږ ترټولو زیات د تشدد قربانیان نه یو؟