pic (2)
میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي د نشيي توکو په وړاندې د مبارزې وزیر ته په دې ولایت کې د یو شمير هغه پروژو په اړه چې ورته ضروري اړتیا ليدل کیږي،معلومات ورکړل .
خوږیاڼي زیاته کړه دا چې میدان وردګو ولایت یو زراعتي ولایت دی او د تازه میو زیات تولید لري،خو دمګړۍ د دغه میوه جاتو څخه د یاد ولایت اوسیدونکي زیاته ګټه نسي ترلاسه کولای، نو اړتیا ده چې ددې ولایت اوسیدونکو د اقتصادي وضعې د ښه کېدو په موخه ددې ولایت په مرکز کې چې د ټول ولایت اوسیدونکي ورڅخه ګټه پورته کړي دمیوې یو مارکیټ جوړ سي.
د میدان وردګو والي همدا راز په دې ولایت کې دپوهنتون لپاره دودانۍ او ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دوه سړو لویو خونو،دمال منډیۍ،د څاریو دحلالو ځای،د یوه جامع مسجد او یوه روغتیایي روغتون ودانیو د جوړولو غوښتنه وکړه .
د نشیې توکو پر ضد د مبارزې وزیر ښاغلي ضرار احمدمقبل د میدان وردګو والي او دناستې ګډونوالو ته ژمنه ورکړه چې د یادو
پروژو د پلي کولو لپاره به جدي هڅې وکړي خو زیاته یې کړه دمګړۍ په خپل وزارت کې ددې ولایت لپاره دوه اعشاریه څلورملیونه امریکايي ډالر بودیجه لرو،چې امکان لري وړاندیز سوې پروژې به پرې پلي سي.
هغه زیاته کړه چې یادې وړاندیز سوې پروژې یې وزارت ته دمنلو وړ دي او د سروې او ډیزاین وروسته به یې عملي چارې پیل کړي .
په همدې حال کې دکرهڼې او مالدارۍ وزیر اصف رحیمي هم دمیدان وردګو والي ته دخپل وزارت لخوا دهر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ .