ارګانونو ته  د نوموړو مرکزونو د امنیت دخوندیتوب او دهغوۍ کتنې او نظر په موخه ولیږل سي.IMG_0015

د ښاغلي امرخیل په ویناء د جمهوري ریاست او ولایتي شورا د راتلوونکو ټاکنو په موخه په کمیسیون کې ټول عملیاتي  پلانونه په درست ډول پرمخ ځي او دوۍ  به داساسي قانون دغوښتنو سره  سم  دامنیتي ارګانونو،ولسونو او مدني ټولنو په مرسته  به ټاکنې په خپل وخت ترسره کړي.

همدارنګه د دارالانشاء ریس په وینا چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې دهېواد په کچه شا اوخوا (۶۰۰۰)  رایو اچونو مرکزونو امنیت ساتل سوی وو چې دوۍ دغه شمېر راتلوونکو ټاکنو کې (۷۰۰۰) ته لوړ کړې  ترڅو دنفوس  زیاتوالی او دخلکو غوښتنو ته په کتو وسو کولی چې رایې اچونو مرکزونو ته  خلک لاس رسی ولري.

همدارنګه دنوموړو مرکزونو په ساتنه کې دافغان امنیتي ارګانونو نقش هم فوق العاده تاثیر لري او هیله لرو چې دامنیت له پلوه به د شفافو ټاکنو په ترسره کیدو کې د  کمیسیون سره هر ډول همکاري وکړي.

ښاغلي امرخیل  له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه چې  په  څلورو میاشتوکې یادو ټولو (۷۰۰۰) رایې اچونې مرکزونو امنیت  ساتنې په اړه خپل تحلیل  او نظرونه کمیسیون ته وسپاري  او هیله ده چې ټول مرکزونو امنیت وساتل سي  ترڅو خدای مکړه افغان ولس رایي اچونې څخه  په لوی لاس محروم نسي.

همدارنګه د دارالانشاء ریس په ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول په قومي مشرانو، علماو، سیاسي حزبونو، روڼ اندو او مدني ټولنو په غړو غږ وکړو چې ۲۰۱۴ کال دبهرنیو ځواکونو وتو سره سم په هېواد کې دخپلې خوښې نظام په ټاکنه او دشفافو ټاکنو په بریالیتوب کې خپل ملي مسولیت په سمه توګه ادا کړي او پدې کار سره دوی کولی سي چې  خپل ښه راتلوونکی وټاکي او دبلې خوا به یې په ټاکنو کې دکمیسیون سره خپله همکاري ترسره کړي وي.

دیادونې وړ ده چې  د هغه وخته چې ضیاوالحق امرخیل د کمیسیون د دارالانشاء دریس په توګه ټاکل شوی ورسره سم  په کمیسیون کې فوق العاده مثبت تغیرات رامنځته سوي.

د ټاکنو خپلواک کميسون پر داسې وخت امنيتي ارګانونو ته د رايې اچوني د مرکزنو ليست استوي چې ويل کيږي ولسمشرۍ ماڼۍ په دي هڅه کې ده تر څو د ټاکنو خپلواک کميسون د عمومي ريس په اړه پريکړه وکړي.

افغانستان چې د تېرو ټاکنو پر مهال د رايې اچوني د مرکزونو او ور سره سم په امنيتي برخه کې ستونزي زياتي وي ولي بيا هم افغان دولت هيله لري چې دا ځلي ټاکني به پر سم او ښه وخت تر سره سئ.

د افغان دولن سياسي مخالفي ډلي وايې چې ښايې ولسمشر کرزى بيا ځلي ټاکنو ته لار هواره کړي او بيا ځلي يا خپله او يا د خپلي کورنۍ نور غړي د واک پر ګدۍ پريږدي.

تر دي بريده لا نوماندان نه دي په بشپړه ډول معلوم سوي خو ويل کيږي چې د افغان دولت اوسني مخالفي ډلي به په راتلونکو ټاکنو کې زيات کسان ولري.