هم انديښمن کړي دي او وايې چې په افغانيو کې د جعلي افغانيو ننويستل يوه بېله او لويه ستونزه ده.Afghan_afghani_notes

د کابل د سراى شهزاده افغان صرافانو د هميانۍ ورځپاڼي سره د خبرو پر مهال ويلي چې ګڼو کسانو بازار ته داسې افغانۍ راوړي چې جعلي دي او دي چاري ددوى پر کار وبار اغيز کړى دى.

هغوى ويلي چې د جعلي پيسو د مخنيوي په اړه دوى له مرکزي دولت سره خپله همکاري وکړه او تر ډېره بريده يې د جعلي افغانيو د شتون مخه نيولي ده.

د شهزاده سراى صرافانو هميانۍ ورځپاڼي ته ويلي چې له بهر څخه افغانستان ته داسې جعلي افغانۍ نوټونه راغلي چې د بانک ماشينونه يې هم نه سي تشخيص کولاى او که چېري دا چاره دوام پيدا کړي نو پر افغانيو به اعتبار کم سي.

که څه هم افغان دولت د جعلي افغانيو د مخنيوي هلي ځلي کړي دي ولي افغان صرافان او کارپوهان وايې چې حکومت کولاى سي په دي اړه کوټلي ګامونه پورته کړي او د افغانيو ارزښت خوندي وساتي.

((موږ غواړو چې افغان دولت داسې يوه تګلاره جوړه کړي تر څو هغوى وکولاى سي په بازار کې د جعلي پيسو مخه ونيسي دا مهال موږ د افغان دولت سره مرسته کړي ده او توانيدلي يو چې د جعلي افغانيو مخه ونيسو خو دا کار پر له پسي هڅو ته اړتيا لري))

دا مهال چې افغانۍ د چين را وروسته لوړ قيمت او ارزښت لري ولي بيا هم د جعلي افغانيو شتون پري اغيز کړى دى.

افغانۍ په ديارلس سوه دري اتيا لمريز کال کې چاپ سوي او دا مهال يې ګاونډيو کرنسيو ته په کتو سره خپل ارزښت ساتلى دى او تر ډېره يې قيمت لوړ دى.

د هميانۍ ورځپاڼي په نننۍ ګڼه کې ليکل سوي دي چې د افغانيو ارزښت ته دي لا هم پام زيات سي او که چېري جعلي افغانۍ دوامداره پاتي سي نو ګڼي نوري ستونزي به هم را پورته کړي.

عامو افغانانو هم ويلي چې په افغانستان کې د افغانيو ارزښت د توکو په رانيولو کې چنداني ښه نه دى خو د نورو اسعارو په وړاندي يې قيمت ښه او د پام وړ دى.