د دوی په وینا په اوږد مهال کې د افغانستان ثبات ته لوی خطر تر طالبانو او روانې جګړې هم د مځکو د وچېدو(لم یزرع کېدو)، د ځنګلونو او ابادو سیمو د له منځه تلو له لوري زیات دی.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د عمومي رييس مرستیال غلام ملکیار خبرداری ورکړ چې د ځنګلونو وهلو یا له منځه تلو مخکې تر مخکې د افغانستان اقلیم ته بې ساری زیان اړولی دی.

ده همداراز وویل:«په افغانستان کې اقلیمي بدلون یوازې یوه چاپېریالي مسله نه ده، دا د بې ثباتۍ له زیاتېدا سره هم لاس کوي. د ایکوسیستم خرابوالی او د تولیداتو کمېدا خلک مجبوروي چې له کلیو ښاري سیمو ته کډه شي، هغه مهال به ښارونو ته د راغلیو خلکو د سرپناه له ستونزې سره مخامخ یو. دا هغه مسله ده چې موږ سر له اوسه ورسره مخامخ یو. د مځکو حاصلات مو مخ په کمېدو دي او د مځکو شاړېدا بله ستونزه ده. کنګلونه او واورې مو لږ دي چې په هیواد کې د اوبو اصلي سرچینې دي او هغه هم ویلي کېږي.»

په وروستیو نژدې دېرشو کلونو کې په افغانستان کې د ورښت اندازه پر له پسې لږه شوې ده. که څه هم په وروستیو څو کلونو کې په نسبي ډول واورې او بارانونه ډېر اورېږي خو د افغانستان د اکثرو سیمو د اوبو تر مځکې لاندې سطحه (واټرټېبل) ټیټه شوې او لا زیات اورښت ته اړتیا ده.

د اټکلونو له مخې د افغانستان د نژدې په سلو کې اتیا نفوس د ژوند یا امرار معاش تکیه پر مځکې ده.

د ۱۹۸۶ او ۲۰۰۶ ترمنځ افغانستان د تاریخ تر ټولو بده وچکالي تېره کړې. په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کې هم کافي اورښتونه ونه شول او په نتیجه کې یې د غنمو، وریجو، جوارو او کچالو حاصل خورا لږ شو