د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دغه څرګندونې پرون په لندن کې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې د امریکایي ځانګړو ځواکونو او دهغو دافغان همکارانو لخوا د خلکود ورځنې د شکایتونو وروسته ولسمشر حامد کرزي امر وکړ، چې دغه ځواکونه په دوو اونیو کې له میدان وردګو څخه ووځي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر چې بریتانیا ته په یوه رسمي سفر ورغلی، پرون په لندن کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې د هغو افغانانو څخه به څیړنې کوي چې له امریکایي ځواکونو سره کار کوي او د خلکو د ځورونې تور پرې پورې شوی دی.

کتونکي په دې نظر دی چې د ولسمشر کرزي دې پریکړې سره به د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې اوددواړو هیوادونو ترمنځ پر امنیتي سند او په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو پر سر روانې خبرې اترې هم د ځنډ ښکار شي.

جان کیري ویلي : (( افغانستان او میدان وردګو ولایت ته په احترام سره، زه دهغوی اندیښنې محسوسوم، او د خلکو دځورونې به اړه شوې ادعاوې به څیړل کیږي.))

خو دامریکا د بهرنیو چارو وزیر داهم وویل چې په اصل کې دا په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو دنده ده، چې دا ډول ادعاوې وڅیړي .

د ناټو ځواکونو ویاند جنرال ګیټس پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی هم له یادو ادعاوو خبر شوي خو داسې ثبوت نه لري چې دا ادعاوې ثابتې کړي.

هغه زیاته کړې چې په دې اړه یې له افغان مسوولینو سره خبرې پيل کړې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل او واشنګټن ترمنځ پر کومې موضوع ناندرې راپورته کیږي، تیره میاشت په کونړ ولایت کې دامریکایي ځواکونو دلسو عامو وګړو تروژل کیدو وروسته ولسمشر کرزي امر وکړ، چې امریکایي ځواکونه دې نور بمبار نه کوي او نه به هم افغان ځواکونه ترې دا غوښتنه کوي.

جان کیري ویلي چې افغان ولسمشر کرزي قانوني حق لري چې د موضوعاتو په اړه څیړنې او ارزیابۍ وکړي خوزیاته یې کړه، چې له کابل سره پر امنیتي سند او د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو په اړه خبرې په ښه توګه روانې دي.