کې هغه ځای په نښه کړی دی چې ګمان يې کاوه ملا فقير به همهلته له ملي امنيت سره بندي وي.

د تودې هوا د پيل دا تر ټولو پراخه او خطرناک ډله ييز بريدونه و، چې خپلو هدفونو ته ندي رسېدلي. د سیاسي وضعيت څېړونکي ددې بريدونو څپه بده پېلامه ګڼي، خو اټکل کوي، چې په هند کې له خبرو، د ملافقير له نيول کېدو او په عربي ملکونو کې د اسلامي علماوو د کنفرانس د جوړېدو له احتمال سره قوي رابطه لري.

د افغان سولې او طالبانو پخلاينې په برخه کې د امريکا د طرحې په اړه ويل کېږي، چې د پاکستان جدي غوښتنې نفيې کېږي، نو ځکه به پاکستاني استخبارات هڅه وکړي، په افغان – امريکا طرحه کې خپل رول ته د ضرورت موارد پيدا کړي.

اوس د افغان سولې په اړه دوې طرحې کار کوي، چې يوه يې د امريکا او بله يې د بريتانيا له ملاتړه برخمنه ده. دغه دوې طرحې يوه يې د هند نسبي ګټې خوندي کوي، خو بله يې چې بريتانيا يې ملاتړ کوي، د افغانستان په قضيه کې پاکستان ته د نورو ګاونډيانو په نسبت ژور رول غواړي. له دغه وضعيت نه په يو وخت هند هم خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغو دوو طرحو په منځ کې د امريکا رول په امنيتي شرايطو کې تاثيرات لري. پرونيو ځانمرګو ډله ييزو بريدونو ته چې افغان امنيتي ځواکونو يې په شنډولو کې د پام وړ رول ولوباوه ددې دوه طرحو له منځه د پاکستان د اندېښنو په سترګو کې کتل کېږي. پاکستان خپلې وروستۍ هڅې کوي، چې د سولې، مذاکراتو او حتی د ترهګرو پر وړاندې د افغانستان دريځ ته چېلنج ورکړي او د خپل نقش لپاره ښه ځای ولټوي. اوس په افغانستان کې دوې تودې مسلې د ترهګرۍ د مهار کولو او تر فشار لاندې راوستلو لپاره مخ پر وړاندې لاره لنډوي، په دغو دوو کې يو هم د ملا فقير نيول او پاکستان ته د نه سپارلو په برخه کې د افغان دولت دريځ دی، چې پاکستان ځان د لومړي ځل لپاره مجبور احساسوي، نه يواځې چې ملا فقير بندي دی، بلکې د پاکستان د حکومت او استخباراتي معاملو له ګڼو رازونو يوه ډکه کوپړۍ ورسره ده.

پاکستان وېره لري، چې که افغان ملي امنيت ملا فقير امريکايانو ته وسپاري، هم به رازونه رسوا شي او هم به ملافقير د پاکستان په اړه د امريکا د لوبې آس شي.

بل لور ته پاکستان په خپلو عالمانو د فشار له لارې وکولای شول، چې د طالبانو په اړه د ولسي دريځونو کړکۍ بنده کړي، خو اوس هلې ځلې روانې دي، چې دغه کنفرانس به د پاکستان د تمايلاتو خلاف په مصر يا رياض کې جوړ شي. که دغه کنفرانس جوړېږي او پاکستان همدومره لرې وي، پاکستان يې انجام د ځان په ګټه نه ويني.

په افغانستان کې د جګړې په شدت د پاکستاني استخباراتو سيوری له تېرو دريو میاشتو راهيسې تر بل هر کال زيات محسوسېږي، يوه نښه يې همداده چې په غزني، نورستان او لوګر کې پاکستاني جنګيالي تر پخوا زيات شوي او همداراز په ساړه ژمي کې افغان طالبان سنګرونو ته را کوچول شوي دي.

سياسي شنونکي وايي، د پاکستان له لوري د لا ډېرو بريدونو او تودې جګړې اټکل کېدای شي، خو غوره لاره داده چې افغان لوری هم له امريکا سره امنيتي تړون پروسه ګړندۍ کړي او هم د قطر له خبرو بې سارې ګټه واخلي. دغه دواړه حرکتونه د امريکا تمايلات زياتولی او په مثبت نيت بدلولای شي. د دوی په باور د امريکا هغه اندېښنې په حالاتو پوره تاثير کړی، چې ويل کېږي، امريکا د پاکستان او افغانستان د يو بل جوړجاړي په هکله چې دغه هېواد ترې کم معلومات لري اندېښنه لري او له شرايطو سره خورا محتاطانه چلند يې غوره کړی دی.

شنونکي پروني بريدونه د راتلونکي افغانستان په اړه د پاکستان د نيت يو تور تصوير ګڼي، چې د خپلو ګټو د خطر په حالاتو کې حتی تیاری نلري، چې افغانستان له هند او امريکا سره نسبي اړيکې هم ولرلی شي.