1327240180-teacher-among-11-injured-in-baghlan-blast--afghanistan_1013426

د بغلان چارواکي وايي په خوست وفرنګ ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي په يوه پېښه کې ٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادې ولسوالۍ ولسوال محب الله محقق وايي يوه ٢٧ کلن ځوان تېره شپه د خپلې کورنۍ درى غړي وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.

د هغه په وينا د امام الدين په نوم دغه کس له کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته د خپلې کورنۍ پر غړو د چريي ټوپک ډزې او د چاقو ګوزارونه کړي چې په ترڅ کې يې کاکا، د کاکا زوى او يو ګاونډى وژلي او د مور او پلار په ګډون ٥ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

 ولسوال وايي قاتل نيول سوى او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

که څه هم ددي پېښي په اړه نور جزيات نه دي خپاره سوي ولي ويل کيږي چې دغه ځوان په قصدي ډول دا کار تر سره کړى دى.

وړاندي تر دي د هېواد په نورو بېلا بېلو ولايتونو کې ځينو کسانو خپلي ميندي، خوندي، ميرمني او نور وژلي چې دا پېښه يې وروستۍ ده.