افغانان د تاریخ په اوږدو کې په سیمه ایزو او نړیوالو لانجو کې تل بې طرفه پاتې شوی او د نورو هیوادو په جګړو او لانجو کې یې له ښکېلېدو ډډه کړې. چې په لمړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې د افغانستان بې طرفه پاتې کیدل او د غیرمنسلک هیوادونو له ډلې سره یوځای کېدل یې لویه بیلګه ده.
خو په تیرو څلورو لسیزو جګړو کې هیواد د نړۍ د لویو قدرتونو د سیمې دهیوادونو او ګاونډیانو د سیالۍ او نیابتي جګړو په ډګر بدل شو او هر لورې د هیواد په دننه کې په ځینو ډلو او اشخاصو پانګونه وکړه ترڅو دوی د خپلو شومو موخو او د سیالو هیوادو سره د مقابلې لپاره استعمال کړي، همدا لامل وو چې هیواد د یوی خونړۍ کورنۍ جګړې ښکار شو او هغه قومونه چې د څو پیړیو راهیسې يې یو له بل سره د ورونو غوندې ژوند کړې وو د یو بل وینو څښلو ته تیار شول.
د سپتمبر۱۱ پیښې وروسته چې نړیوالو بیا افغانستان ته مخه کړه او هیواد د یو قانوني او مشروع نظام خاوند شو، د هیواد ټول میشت قومونه او ډلې بیا سره په یوه تغر راټول شول، پخوانۍ دښمنۍ او تربګنۍ یې هیری کړي او د یو نوی نظام په جوړولو چې ټولو قومونو په کې برخه لرله، سره سلا شول.
له دویم نړیوال جنګ او سړې جګړې راوروسته د نړۍ لوی ځواکونه یو بل مستقیماً نه ګواښي بلکه خپلې سیالۍ او زورآزموینه په یو دریم هیواد کې په نیابتي ډول مخته وړي ځکه په دې کار سره یوازې ددوی پانګه مصرفیږی نه یې ولس ته زیان رسیږي او نه یې هیواد ورانیږي او لګول شوی پیسې بیرته د نوموړې هیواد له منابعو او طبعي زیرمو څخه ترلاسه کوي، چې یوه ښه بیلګه یې د سوریې روانه جګړه ده.
د سوریې په جګړه کې د نړۍ د نورو هیوادو ترڅنګ ایران او روسیه د یو مهم او ځواکمن لورې په توګه ښکیل دی چې د بشارالاسد د شیعه حکومت مستقیماً ملاتړ کوي او په دې سره غواړي د امریکا، سعودي عربستان، ترکیې او نور سیالو هیوادو موخې او ګټې له خطر سره مخ کړي او په سیمه کې د هغوی د نفوذ مخه ونیسې.
د ایران دولت دې جګړې ته مذهبي رنګ ورکړې او له ډیرو شیعه میشتو هیوادو ورته ځوانان د مذهب، پیسو او نورو بیلابیلو پلمو پواسطه تیرایستلي او د سپاه پاسداران تر نظارت لاندی یې د منظمو چریکې ډلو په چوکاټ کې استخدام کړي او جګړې ته یې استوي.
چې یوه لویه او مهمه ډله یې د فاطمیون لښکر دی، دا لښکر د ایران د سپاه پاسدران د قدس د څانګې تر واک لاندې، یو له لویو پوځي ځواکونو څخه دی چې د سوریې په جګړه کې ښکیل دې. ددې لښکر ټول غړې د افغانستان هغه تنکي او کم عمره ځوانان دي چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي او یا ځیني يې د ایران دولت پورې اړوند سیاحتي او زیارتي شرکتونو له لوري، د سوریې جګړې ته لیږلو لپاره، ګومارل شوي دي.
د دی لښکر څرګنده او کره شمیره نده معلومه، خو ځینو سرچینو یې د غړو شمیر له ۱۵۰۰۰ څخه ۲۵۰۰۰ پورې اټکل کوي.
د ایران دولت دا جنګیالي د (حرم مدافعینو) په نوم یادوي چې له دې څخه یې موخه، د حضرت زینب او حضرت رقیې د حرم ساتنه ده چې په دمشق کې د شیعه وو مذهبي ځایونه دي.
خو په هر صورت، نیوکه کوونکي وایې چې له (حرم څخه ساتنه) د جګړې د توجیه او سپیڅلتیا لپاره یودرواغجن ایدئولوژیک پوښښ دې، او یوازې د ایران دولت د استژاتیژیکو موخو او ګټو د ساتلو لپاره، د سیمه ایزو دښمنانو پر وړاندې ترې کار اخستل کیږي.
د کار پوهانو په اند، هغه سیمه چې د حضرت زینب او حضرت رقیه زیارتونه په کې موقیعت لري، د سوریې د وسلوالو ډلو تر مستقیم ګواښ لاندې نه دي او هغه ځواکونه چې ددې موخې لپاره د ایران سپاه پاسداران له خوا ګمارل اوسوریې ته د جګړې لپاره لیږل کیږي، د دې سیمو د ساتنې او خوندیتوب لپاره ترې کار نه اخیستل کیږي، بلکې سیده د سوريې لرو پرتو سیمو کې د جګړې لمړۍ کرښې ته استول کیږي.
له بل اړخه، یواځې دا ایډيالوژیکه توجیه نده چې په ایران کې وزګار او بې اسنادو افغان ځوانان دې ته اړباسي ترڅو په خپله خوښه په سوریه کې د جګړې لپاره نوم لیکنه وکړي. داسې تورونه شته چې ددې کسانو لویه برخه د ایران دولت د امنیتی سیستم له خوا د ځينو وعدو لکه د دایمی استوګنې او دوامداره معاش د ورکړې، په پلمه د سوریې تګ ته اړ ایستل کیږی.
د هغو ځوانانو لپاره چې د جنګ او جګړې سره بلد ندې د سوریی دنده اسانه نده. هغوی په سوریه کې د ایراني قوماندانانو له خوا تر ټولو سختو او خونړیو سیمو ته لیږل کیږي او همدا لامل دی چې ویل کیږي، د سوریی په جګړه کې د ایران د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمیره د فاطمیون په لښکر کې د افغان جنګیاليو ده.
د ایران دولت د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه چې د ایراني اتباعو په ګډون له غیر ایراني اتباعو افغاني، عراقي او پاکستاني جنګیالیو څخه جوړ دي، کره شمیرې پټوي او له خپرولو یې ډډه کوي، خو ویل کیږي چې یوازی د افغان جنګیالیو له منځه له ۲۰۰۰ تنو څخه ډیر د سوریی په جګړه کې وژل شوي او ۸۰۰۰ تنه ټپیان دي.
البته، په دغو ارقامو کې لادرکه جنګیالي شامل نه دي؛ هغه کسان چې د ایران دولت آن نه غواړي کورنیو ته یې ددوی میاشتنۍ تنخواه او یا هغه پیسې چې هر جنګیالی ته یې له مړینې وروسته ورکوي، ورکړي.
په دی منځ کې، د افغانستان د ډیپلوماسۍ دستګاه د سوریې جګړې ته د خپلو وګړو دلیږلو په اړه د څو ځلې ښکاره او څرګندو نیوکو سربیره تر اوسه په دې نده توانیدلې تر څو د افغانستان خلکو پوری اړوند د یوې اړینې او ناڅرګندې (د بشري حقوقو او امنیتي دوسیې) برخلیک معلوم کړي.
پداسې حال کې چې ایران په خپل هیواد کې له وزګارو او بی اسنادو افغان ځوانانو څخه په سوریه کې د خپل سیمه ایز جنګي ماشین د پرمختګ لپاره ګټه اخلي، دلته د کابل لودیځ په ښکاره ډول له شیعه ګانو څخه د داعش ډلی د غچ اخیستلو په ډګر بدل شوی.
د افغانستان دولت په داسی حال کې له دی موضوع سره په ډيره بی غورۍ چلند کوي چې ایرانیان له فرصت څخه په ګټه اخیستنې او د دروغجنو ایډيالوژیکو توجیهاتو په پوښښ کې زمونږ له ملي امنیت څخه د خپلو استراتیژیکو موخو د پرمخ وړولو لپاره ګټه اخلي، چې له عربي هیوادو څخه افغانستان ته د ایران او عربستان ترمنځ د مذهبي خونړي تاوتریخوالي د لړۍ راغځیدل او هیواد د خونړیو مذهبي جنګونو په ډګر بدلول یې یوازی یوه بده پایله ده.
سره له دې چې دا جوته نده چې د فاطمیون لښکر د ایران د پلي ځواک په توګه او په سیمه کې ددوی د شومو موخو دلاس ته راړولو او ساتلو لپاره د یو فرصت او د افغانستان ملی امنیت او د قومونو یووالي ته د یو ګواښ په توګه، د سوریې له جګړې وروسته به یې برخلیک څه وي؟ آیا ددی تضمین شته چه ایران به له دی ځواک څخه په عراق او لبنان او نورو ځایونو کې د نیابتي ځواک په څیر د افغانستان او د هغې د بهرنیو ملاتړو پر وړاندي ګټه وانخلي؟
ایران په سیمه کې له عربي هیوادو سره د خپل نفوذ د پراختیا او له عربي هیوادو سره په اسلامي هیوادو باندی د تسلط او نفوذ پر سر سیالۍ کوي او غواړي ځان په سیمه کې د یو ځواکمن قدرت پتوګه را څرګند کړي، له بل پلوه له امریکا سره د ایران د اسلامي انقلاب له پیښو او د رضاء شاه پهلوي د حکومت د راپرځیدو راوروسته د ښمني او اټومي لانجه دا ټول ددی لامل شوي چي په سیمه کې د حزب الله لبنان، حزب الله سوریه، په یمن کې حوثي یاغیان، د فاطمیون لښکر، دزینبیون لښکر او نورو په نامه تروریستي چریکی ډلې جوړې او تمویل کړي او د مذهبي او فرقه يې لانجو په راپورته کولو او د سیمي په نا امنه کولو سره غواړي خپله بقاء تضمین کړي او د خونړیو جګړو له لارې خپلو سیالانو ته سرخوږې پیدا کړي.
ایران چې اوس د اوبو له کمښت سره مخ دی له افغانستان سره د اوبو پر سر هم جنجال لري او هیڅکله نه غواړي چې د افغانستان اوبه چې په تیرو څو لسیزو کې يې تری وړیا ګټه اخیستي، پرې بندې او یا کمې شي، چې ددوی سیاسیونوڅو ځلې په ښکاره ډول په دی اړه څرګندونې کړي دي.
داسې تورونه هم شته چې ایران په مستقیم ډول له طالبانو سره اړیکي لري، دوی تمویلوي او د سپاه پاسداران له خوا د دوی جنګیالیو ته روزنه ورکول کیږي، چې د فراه ولایت وروستۍ جګړه او د جنوبي ولایاتو نا امني یې ښکاره بیلګې دي.
له بلې خوا، اوس چې امریکا د ایران سره د اتومي تړون پر سر له موافقې څخه وتلې او په نوموړی هیواد یې د نویو بندیزونو تابیا نیولې، نو ایران دا کوښښ کوي ترڅو په افغانستان کې د لاسوهنې او نا امنۍ د راپورته کولو له لارې امریکا ته سرخوږې جوړ کړي، چې ددی موخې لپاره د ایران لپاره د طالبانو په پرتله د فاطمیون لښکر غوره انتخاب دی.
په داسې حال کې چې اوس د فاطمیون کیسه ډنډوره شوه، نو د افغانستان دولت ته په ‌کار دي چې له ایران اوسوریې څخه د دغه ځواک د کسانو د پېژندګلوي په اړه بشپړ مالومات وغواړي او د اروپايي او نورو هېوادونو په څېر افغانستان ته د دغو کسانو په راتلو کلک بندیز ولګوي او له څرک لګېدو سره سم یې زندان ته واستوي.
اروپايي هېوادونو له داعش سره د خپلو اتباعو یو ځای کېدو او بېرته ورستنیدو په اړه ورته پالیسي اختیار کړه چې له برکته یې په سلګونو هغه ځوانان د زندان د تمبو شا ته واچول چې یو مهال له داعش سره جنګېدلي وو.
که په کابل کې حکومت د فاطمیون کرایه شويو افغان جګړه‌ مارو ته سینه خلاصه کړه، نو تمه دې ولري چې یوه ورځ به دغه په افراطي عقیده روزل شوي جګړه مار به د ایران د سټراټیژیکو ګټو له ‌پاره په ډېره اسانۍ دلته د خپل افغان پر ضد وسله پورته کړي، او خدای مه کړه هیواد به د سوریې په برخلیک اخته کړي، او افغانانو ته به یوه نوې بدبختي او سرخوږې پیداشي.