طنز
محمود نظری

جنګ که تجارت

امنیتي چارواکو ته جنګ ښه تجارت دی
دهغو په دې بزنیس کې ډیر ښه مهارت دی
دا د څوکیو د اجارې پیسې اخیر ورکول غواړي
په دې کار کې هم دین ادا هم مدال هم شهرت دی
کورونه دوکانو نه په کې د چوروروسته سوځیږي
هغه پلورل سوي دمهماتو لست ددښمن غنیمت دی

خره ته رایه ورکړه نه انسان ته تر خره بدتر
نه هغو ته چې لري سر دانسان، ماغزه د ځناور
خدایه موږ ته وکیلان دانسان ماغزه لرونکی اواندام را
هر کار یي نه وي له دود او د عالمه بهر
غلام د پردو نه د خپلو خلکو سم خدام را
چې دشرم سترګې ولري داسې مسلمان نه ګبر

مشره دوه بدکاره لیري او درې محاکمه کا
دمحاکمې دلارې د سیاسي غلو مال مصادره کا
تښتیدلي را وغواړه د زندان یې میلمانه که
د وطن خاینان یو یو دقانون په خپړو خپه کا
نوم به دې پاته سي په تاریخ کې د جهان
چې اخیر یو لیوني افغانستان ته هم چوپړ وکا

زما له طنزه بلا او پیری تښتي
نه ښه سړي بلکی بد سړی تښتي
د ویلومخکې څلور قل په خان چوف کړه
وګوره زما له طنزه بدل زمری لکه سپی تښتي