د افغانستان د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو اتو میاشتو کې نږدې پنځه لکه افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

دا وزارت وايي، د تېر کال په پرتله له ایرانه هېواد ته د راستانه شویو کډوالو په شمېر کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دې وزارت رسنیز سلاکار حفیظ احمد میاخېل د چهارشنبې په ورځ وویل:

"د تېر کال په پرتله له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د راتګ کچه ۵۳ سلنه لوړه شوې ده، تېر کال په همدومره موده کې ۲۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وو، دا اکثراً هغه افغان ځوانان دي چې په غیر قانوني توګه ایران ته د کار لپاره تللي وو، نو زیاتره‌ يې اقتصادي کډوال دي."

ښاغلی میاخېل وايي، افغان کارګر د ایراني تومانو د نرخ د ټيټېدو او اقتصادي ستونزه له امله اړ کېږي چې په‎خپله خوښه ایران پرېږدي.

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس‎ مهال په ایران کې ۲،۳ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې نږدې يو میلیون ‌یې د کډوالۍ کارتونه او ۴۵۰ زره نور یې بیا پاسپورټونه لري.

خو د دغه وزارت په خبره نږدې يو میلیون نور افغانان بیا پرته له قانوني اسنادو په ایران کې ژوند کوي.

دا په ‎داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د مهاجرت نړیوال سازمان په‎ خپل يوه راپور کې ویلي و چې له ایرانه افغانستان ته د راستېدونکو کډوالو په شمېر کې دوه چنده زیاتوالی راغلی او ښايي پر ایران د امریکا د بندیزونو د سختېدو په نتیجه کې دغه شمېر تر دې هم زیات شي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو يو شمېر افغان کارپوهان خبرداری ورکوي چې له ایران او نورو بهرنیو هېوادونو نه د افغان کډوالو راستنېدل به په کور دننه د بې ‌کارۍ او اقتصادي ستونزو د لا نور زیاتېدو لامل شي.