په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

 

دا چې اوس وخت کې زموږ د ګران هیواد ډیری وګړي او مسافر د خلیج عربي  او نوري نړۍ هیوادونو  ته  د هوا د لاري
سفرونه کوي، اړینه ده چې د هیوادوالو مصارفو او اسانتیاوو ته پوره او جدي پاملرنه وسي.

په هیواد کې تر ټولو ستر هوایې شرکت آریانا افغان لرو، چې په حقیقت کې د هیواد له پاره لویه شتمني وه او ده، ولي په ورستیووختونو کې د هیوادوالو د ستونزو د حل او یو سالم رقابت په موخهڅلور نور کورني هوایې شرکتونه هم جوړسول ( پامیر،کام آیر، صافی او افغان جیټ). ډیر ښه پرمختګ وه، بدبختانه دعلمي کدر دنشتوالي، اداري فساد او د شخصي حرص له کبله آریانا افغانهوایې شرکت ډیره شاته پاته سوه، علمي کدر يې په شخصي شرکتونو کې  د لوړ امتیاز تر لاسه کولو له امله جذب، کورني او بهرني پروازونه يې محدود،کیفیت ته نه پاملرنه، ناسم مدیریت او ګډوډې په نتیجه کې تر ډیره یاد شرکت د رکود خواته نږدې سو، خود دې رقابت سره سره د بهرنیو هیوادونو هوایې شرکتونو ته هم ښه اوارزانه مارکیټ په لاس ورغی، په ځانګړي توګه د متحده عرب اماراتو دري هوایې شرکتونو  افغانستان کې فعالیت پیل کړ، امارات، فلای دبۍ او العربیة، لږ وخت وروسته ترکیش، آیرانډیا او سپایس جيټ هم خپل فعالیت پیل کړ.

یوازي العربیة هوایې شرکت چې د شارجې څخه یې ورځنۍ الوتنې کابل ته در لودي، د ځینو ستونزو له امله یې خپل فعالیت په  ټپه ودراوه، نور شرکتونه لا تراوسه هم ښه فعال او له کابل څه نورو هیوادونو ته الوتنې لري.
داچې د افغانستان هوایې شرکتونه تر شا لوی او قوي ملاتړ نهلري، د داسي قوي او لويو نړیوالو شرکتونو سره په رقابت کې وو چې هم یې قوي هیوادونه تر شا ولاړ او  هم یې اقتصادي قوت درلود،افغان هوایې شرکتونه په کراره کراره دیوه نه جبرانیدونکي تاوان په منلو سره، یا خو د رقابت څخه ولویدل او یا هم سقوط سوو، پامیر اوصافی هوایې شرکتونه سقوط سول، د سقوط سره سره په لسګونو ملیونه ډالره خساره هم ورته واوښتله. کام آیر په ډیرکمزوري حالت کې دی، افغان جیټ لا تر دې مهاله په کور دننه الوتني لري، د دوی د دغه سقوط په اړه که څه هم داسي معلومات نه دي ترلاسه سوې چې اصلي لامل به یې څه وو، خو په ښکاره ډول څلورلاملونه موجود دي:
لومړی: دا چې په پېل کې بهرنيو هوایې شرکتونو دخپلو ټکټونوبیې دومره ټيټه کړي چې ترخپل اصلي قیمت هم کښته وو، د دي لهپاره چې مارکيټ وګټي، هغوی پوهیدل چې افغاني شرکتونه تر ډیروخت پوري د دوی سره رقابت نه سي کولای او نه هم دوامداره تاوان تحمل کولای سي، یوه ورځ نه یوه ورځ به میدان دوی ته پریږدي، چې همداسي هم وسول.
دوېم : په خپل وخت باندې افغان مسؤلینوهم دغه اړخ ته پوره پاملرنه نه وه کړي او نه هم نورمال سالم رقابت په نظرکې نیول سوی وه،یوازي دغه ډول رقابت د موقت تاوان په صورت د ماتې د رقابت په توګه ترسره سو.
درېم: افغاني شرکتونو د خپلو الوتنو له پاره دالوتنو پیسوستون (Connection) نه درلود او نه هم په کور دننه کې د بهرنيو مسافرو له پاره د ترانزيت اسانتیاوې موجود وي، چې د دوی الوتنو ته دمسافرو پام ور واړوي.
څلورم: د باندینو هوایې شرکتونو په پرتله د کورنیو هوایې شرکتونومالیه او محصول ډیر لوړ وه، چې لوړ محصول او مالې هم  د دوی په رقابت باندې منفي تاثیر درلود.
دا چې اوس د کورنیو هوایې شرکتونو په سقوط سره بهرنیو هوایېشرکتونو ته میدان یوازي پاته سو، په دي وختونو کې یې د خپلو ټکټونو بیې د پخوا په پرتله نږدې دوه برابره لوړې کړي دي، چې بیرته یې زور تر ډیره له هغو افغان مسافرو خیږي ،کوم چې په عرب هیوادونو کې  ستونزې ګالي، مسافري کوي، او د لاس په تڼاکو د خپلې کورنۍ له پاره پیسې ګټې او په سختو ګرمیو کې مزدوري کوي.

د دي له پاره چې د بهرینو هوایې شرکتونو د ټکټونو د لوړو بیو کنټرول وسي، او یوه د حل لاره ورته پيدا سي، افغان واکمنو ته په کار ده چې د هوایې شرکتونو منځ کې د یوه سالم  رقابت په رامنځ ته کولوسرهافغان مسافرو ته د ور پېښ مالي تاوان مخه ونیسي، او د افغان هوایې شرکتونو سره په ځینو برخو کې اړینه او وړ مالي او غوښتونکي مرسته وکړي.

دا چې څه ډول دغه کار شونی کیدلای سي، یوه لاره یې داده، زما دمعلوماتو له مخې کویټ او قطر هیوادونه لیوالتیا لري چې افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړي، قطریه هوایې شرکت خو یوکال وړاندي پهخپل هوایې سیسټم کې د افغانستان نوم داخل کړی دی، هغوی غواړي چې هره ورځ  افغانستان ته دوې الوتنې له دوحې ښار څخهولري،کویټ هیواد هم ورته پلان لري، زه یې د ځنډ او خنډ لاملونو څخه خبر نه یم، ولي تر ډیره د دي الوتنو مانع  افغان لوری دی اوعلت یې په عربي نړۍ کې سیاسي کړکیچ  دی، په کار ده چې دخپلو افغانو د ګټې په خاطر، څومره چې ژرکیږي افغان  واکمن د یادو هیوادونو د هوایې کرښو له پروازونو سره موافقه وکړي، په دي کارسره به ټولو افغان مسافرو ته هم ګټه ورسیږي، هم به د هوایې شرکتونو منځ کې اسانتیا او ښه سالم رقابت رامنځ ته سي.

زموږ د هیواد واکمنان باید پوه وي چې خپل د هیواد او  افغان مسافرو ګټې د عربي هیوادونو د کړکیج قرباني نه سي او نه هم په طرف کې واقع سي، ښه به دا وي چې د دغه رقابت څخه سالمه او په وخت ګټه ترلاسه کړل سي.