د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، د افغانستان حکومت نه دی توانېدلی چې لږ تر لږه د انساني قاچاق د مخنیوي ټاکل شوی نورم پوره کړي.

له دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر هم افغانستان د انساني قاچاق مرکز بللی وه او ویلي یې وو چې په کومو هېوادونو کې چې قانون نه پلی کېږي، خلک یې د داشان پدیدو قرباني کېږي.

جان باس له افغان حکومته غوښتي وو چې د دغې پدیدې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د انساني قاچاق د مخینوي لپاره یې یو لړ تازه اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

د افغانستان د عدليې وزیر وايي، تېر کال د انسانانو ۹۵ قاچاق کوونکي نیول شوي چې له ډلې يې دوه تنه په اعدام هم محکوم شوي دي.

عبدالبصیر انوري د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د قانون له مخې د انسانانو قاچاق غیر قانوني کار دی چې پر اساس يې امنیتي بنسټونه توانېدلي له تېر یوه کال راهیسې د انساني قاچاق د ډېرو مواردو مخه ونیسي.

نوموړی وايي، د ملي امنیت ادارې په تېر یوه کال کې د انسانانو د قاچاق ۱۰۶شبکې پېژندلي چې پر ۲۸ یې عملیات هم کړي دي.
د ده په وینا په دې موده کې امنیتي بنسټونو د ۲۱۰ځوانانو د غیر قانوني کډوالۍ مخه هم نیولې ده.

ښاغلی انور وايي، په ټوله کې د انسانانو او کډوالو د قاچاق ۹۵ قاچاق کوونکي نیول شوي چې ۷۷ يې محکمه شوي او له دې ډلې ۲ کسان په اعدام هم محکوم شوي دي.