په لوبو کې به مو لیدلي وي ډيري وخت دوه مقابل لور چې کله لوبه سره کوي ، نو لومړي په یوه سیکه کې چې دوه مخه لري ، ټاس یا پچه اچوي ، پاکستان هم داسي دي لکه سېکه هغه ځکه چې په ظاهره په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې د نړیوالو سره ځان سیالۍ ګڼې خو په اصل کې بیا ځانمرګې بریدګر او طالبان په خپله غیږه کې روزي او بیا يي افغانستان ته د جګړي لپاره راستوي .
که فکر وکړو د کندوز د دشت ارچې پېښه ته او ټول اړخونه يي وسنجوو نو پاکستان هم په دي ځاي کې بیلابیل ډول رول ولوباوه او د سېکې په څير يي له دواړو مخو نه ګټه واخسته .
هغه داسي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اعلان پر نبسټ دغه برید د طالبانو په یوه لوي نظامي جلسه ترسره شوي چې د طالب د کوټي د شورا سربیره په کې د طالبانو ګڼ لوړپوړي سیمه یزه مشران هم وژل شوي دي .
(( خو پاکستان دغه پېښه بل ډول ډنډوره کړه ))
خو پاکستاني رسنیو د دغه برید څخه شیبې وروسته دستي د افغانستان له رسنیو وړاندي داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګواکې په کندوز کې د يوې دينې مدرسې په دستار بندۍ مراسمو باندې برید شوي .
او اوس تازه د شمالي ولایتونو د افغان پوځ مسولینو دا هم ویلي چې په دغه برید کې د طالبانو د جګپوړو مسولینو سربیره پنځه هغه پاکستاني يا په بله مانا پنجابي سلاکاران وژل شوي دي ، کوم چې دغې غونډې ته په دي موخه ورغلي وو ترڅو طالبانو ته د پسرلنۍ بریدونو په اړه سلاح مشوري ورکړي .
چې خبره راڅخه بلخوا لاړه نه شي پاکستان له یوخوا طالبان او طالبانو ته سلاکاران افغانستان راستوي(ښه بیلګه کې په کندوز پېښه کې د پاکستاني سلاکارانو وژل کیدل)) ترڅو جګړي څنګه پرمخ بوځي ، خو بلخوا خپلو رسنیو ته په پاکستان کې مېشتو د څارګرۍ اداري لاپوڅو ته لارښونه کوي ، چې د افغانستان په کندوز کې شوي برید دي د فېسبوک او بیلابیلو انټرنیټي ویپاڼو له لري په کلکو ټکو وغندي .
او دا دي دنیاوالو ته وښايي چې په دغه سیمه کې يو ستر جنګي جنایت ترسره شوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .
د دي سربیره داسي هم ویل کیږي چې پاکستان د دغې چاري لپاره پراخه پېسي خوري کړي او غواړي چې د دغې پېښي نه په ګټنې سره د افغان سولې پروړاندي خنډونه ایجاد کړي، او افغانان تېرباسي .
دوه مخې ملک يا د يوې سېکې دوه مخه همدا کوي هم هغه (( پاکستان)) .
هم ترهګر روزي او هم ترهګرو ته په خپله غیږي کې ځاي ورکوي ، او بیا د ترهګرو پرمټ په افغانستان کې جګړه توده ساتي، او جالبه بیا دا ده چې دا چغي هم وهي چې دوي د افغان سولې په برخه کې هر راز مرستي او همکارۍ ته حاضر دي .
خو پاکستان حکومت او په ځانګړي توګه د پاکستان څارګره اداره دي په دي پوه شي چې اوس د سیمي او نړۍ په کچه د دوي دغه دومخې څهره افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د افغان حکومت نورو بااستعداد چارواکو رسوا کړي ده .
که پاکستان اوس هر څومره د سېکې له دواړو اړخو ګټه پورته کړي بیا هم نه برلاسي کیږي ځکه چې اوس افغانان په دي ښه پوهیږي چې خپلې ستونزي څه ډول هواري او څه ډول سولې ته ورسیږي .
طالبان هم باید پوه شي پاکستان د دوي سره هم له دومخې سیاست کار اخلي او تش خپلې موخې د دوي پرمټ ترلاسه کوي ، ښه بیلګه يي د طالبانو د ريژيم د نسکوریدو پرمهال نړیوالۍ ټولنې همکاري یادولاي شو ، پاکستان دا ځکه وکړل چې نړیوالو ته دا وښايي چې دوي د ترهګرۍ پرضد مبارزه کوي او په اصل کې دوي د ترهګرۍ طرفداره نه دي .
خو که طالبان د افغان حکومت او سیمه یزه او نړیوالي ټولنې وروستي د سولې په وړاندیز غور ونه کړي.
که پاکستان باندې نړیوال فشارونه له دي هم زیات شي ، نو دا ځاي دي یاد ولري چې دوي که ډير ډیر ډير زیات زیات زیات مجبور شي نو امکان دي ولري چې طالبان په سپین میدان پریږدي .
د دي وراخوا بله که طالب مشران فکر وکړي ، په افغانستان کې د نورو وسله والو ډلو هم پاکستان ملاتړ کوي ، البته د داسي وسلوالو ډلو کومې چې د طالبانو سره دمګړۍ په بیلابیلو سیمو کې جګړي هم کوي ، لکه داعېش
داعېش هم افغانستان ته لومړي د پاکستان حکومت تر ولکۍ لاندي قبایلي سیمو څخه راواوښت او تر ډيره باورونه هم دا دي چې داعېش هم د پاکستان د پنجابې حکومت له لوري په وسلو او نورو تجهیزاتو سمبالیږي .
په افغانستان کې په ګڼو سیمو کې خونړې ځانمرګواو وسله وال بریدونه ترسره شوي او ګڼو ملکیا نو ته په کې مرګ ژوبله اوښتي چې موږ يي ډير بیلګې لرو ، خو پام مو وي د کندوز پېښې څخه په ګټنې پاکستان دا هڅه پیل کړي ترڅو افغان ولس د لوي نعمت چې هغه سوله دې بې برخې کړي او جګړه نوره هم پسې وغځوي .
خو په هر حال د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅي ستایم ځکه چې په تېرو دوو کلونو کې افغان حکومت د مشرانو هڅي د دي باعث شوي چې په سیمه او نړۍ کې د افغانستان د سولې په تړاو بیلابیلې غونډې جوړي شوي او د سیمي او نړۍ د هیوادونو مشرانو هم د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني طرحه وستایله او له هغې يي ځپل ملاتړ اعلان کړ .
له جګړو خالي او د يوه باامنه افغانستان په هیله