په کومه ورځ چې دکندزپیښه رامنځته شوه نوبیلابیل غبرګونونه رامخ ته شول زه هم په کوچنیانوخفه یم داچې دطالب لوړپوړی چارواکې په دغه حمله کې دخپلوهوایې ځواکونوله خواووژل شوه ... په هرحال دایوه پیښه وه اودپیښې په اړه مې هغه مهال یوڅه لیکلې وه اوس هغه موضوع بیا نه تکراره وم.
زماله له پاره جالبه داده چې پاکستاني اولس ددغې پیښې په اړه دخپل توان مطابق لاریونونه ترسره کړه دغه لاریونونه یواځې به خیبرپښتونخواکې ترسره نه شول بلکې پنجاب ددغو لاریونونوشاهد و. زه غواړم پرې رڼاواچوم چې دغه لاریونونه دکوموموخوله پاره ترسره شوی ترڅوزمونږاولس ددغولاریونوپټورازونوڅخه خبرشي .
که چیرته دپاکستان دولت اوملت دافغانانوبه مړینه حفه کیدل هغه مهال چې کابل په وینوولمبیدوننګرهارکې دغم ټغرڅوځله خپورشومزارکې دوینورودونه روان شول کندهارکې بلاجنازې خاورته وسپارل شوی پکتیاکې دځوانانولوترسره شواودې ته ورته بلانورې غمیزې به دغه خاوره کې ترسره شوي آیادغه ولایتونوکې مړه شوي وکړي انسانان، مسلمانان اوافغانان نه وه !!؟؟.
ځواب دادې چې هغوي انسانان،مسلمانان اوافغانان وه خوهلته ددوی ګټه خوندې نه وه! دوی هرڅه دخپلې ګټې له پاره کوی نه ددین پروالرې اونه دانسانیت به نامه څه پیژنې ځکه یې غږپورته نکړاوس یې موخې بدلې دی ځکه هرځای چغې وهې اوس په ددوې موخوته راشوچې دکوموموخوله پاره دوې نغارې شروع کړي .
اول دوي دغه چغې ددې له پاره وهې چې دغنې دطرحې پروړاندې نړیوال اوسېمیزه اجماع له خنډ سره مخ کړې ځکه ددوی ګټه به جنګ کې ده نه په سوله کې! که سوله وشي نودوی به دپروژوپه نامه روپۍ له کومه ځایه اخلې اوهم خپلوشومو، موخوته نه شي رسیدلې داچې دخبروپه میدان کې دوی له ماتې سره مخ دې اونه شي کولې ځان بریالیتوب ته ورسوي غواړی دغه منلی اووتلی طرحه سپوتاژی کړي اوهغه هیلې چې افغانانوته پید شوی په ناهیلی بدلی کړی .
دوهم سترعلت چې دوی غواړې ددغولاریونوپه وسیله ترلاسه کړې ترڅونړیوالوته ووایې چې مونږدبشریت سره همکاراوملګري یو ترڅو تلی باورپه لاس راوړی او فشارونه کم کړی.
اوبیا دچل اوفریب لوبه له نړۍ سره له سره پیل کړې ځکه دوی ټول عمرپه دغه شان چغو دنړۍ اواسلامې هیوادونوپه میلونونوډالره مرسته ترلاسه کړې آن ددغومرستوله برکته یې اټوم جوړکړاونن یواټومې هیواد ګڼل کیږې .
دریم سترعلت چې دوي غواړی دغه لاریونونه ترسره کړي ښاغلی غنې اوزمونږاولس ته دهغه ګړنوځواب ووایې کوم چې غنې اوزمونږاولس دښکته پښتون دبرحقې نارې ملاتړ وکړودوې غواړی مونږته ددې ځواب راکړي خوالله ج له دوی دافکراخیستې چې مونږدیو برحق غږملاتړکړی اوتاسې دخپلوشوموموخودترسره کولو په موخه دغه چاره ترسره کوي نه ددین اوانسانیت له مخې !!؟.
څلورم سترعلت یې دادې چې ځنې استحباراتې راپورونه داسې ښکاره کوي چې دغه برید کې هغه مشاورین هم له منځه تللي کوم چې روسي ته تللی وه اوغوښتل یې دطالب اوروسي اړیکې نورې هم وغوړه وي اوزمونږپه هیواد کې دغه ناورین نورهم ګړندی کړي او ترڅنګ یې دنده داوه چې په پسرلنې عملیاتوکې لازمې لارښونې طالب چارواکواوغړوته وکړې خوشبختانه چې دغه چاره ناکامه شوه اودوی په دغه برید کې ووژل شوه .
پنځم سترعلت چې دوي غواړې داچاره ترسره کړې ترڅوددې ځای پښتانه ددوی ذهنونه په دغه چاره کې مصروفه کړی اوترڅنګ میډیا اوسوشل میډیا دمنظورپښتون دبرخقې دعوی له پاره کوم کارکولو دغه کارپه ټپه ودروی ښه بیلګه یې زه خپله یم مخکې به مې دهغوی په اړه یوه نیمه لیکنه کوله اوس مجبورشوم ددوی دګړنوپه اړه دالیکنه ترسره کړم زماپه څیربه یې سلکونه اولسکونه نورځوانان داسې مصروفه ساتلی وی .
شپږم سترعلت یې په خپل هیواد کې دې د منظورپروړاندې خنډونه جوړول دی .داځکه هغه غواړی په دې نیژدی راتلونکې کې یوسترپرلت بیا راوغواړی نوددوی هڅه داده چې خپل اولس په نوروموضوعاتو مصروفه وساتې اودمنظورپرلت کم رنګه ګړی ترڅودوی خپلوشوموموخوته په ډیره اسانه توکه ځان ورسوی اوهغه دردیدلی ملت له خپلی غوښتنې واړه وی که چیرته هغه له خپلی غوښتنې نه اوړی حدیې اقل دهغه ملاتړی راکم اونړیوالوته دغه خلک اوددوی ادعاکم رنګه ښکاره کړی .
ځکه که دمنظورغوښتنه کم رنګه نه شي نونړیوال به پردوی نورفشارونه زیات کړی اودغه فشارونه به ددې باعث شي چې دوی دګړنګ له غاړی ګړنګ ته ګوزارشي اوددوی ګوزار یدل به ټوله سیمه کې دامن ټغرخپورکړی دوې نه غواړې چې پښتانه ،افغانان اودغه سیمه ارامه سوکاله زندکي تیره کړی .
په پای کې له خپلوافغانانواوپه خاصه هغه افغانانوچې ددولت اودخپلوځواکونوملاتړکوی پردغه پروپاکند ونه غولیږې اوخپل ملاتړته دوام ورکړی دپاکستان دغه لاریونونه له دغه متل سره ډیرښه سمون کوی چې ویل کیږې (پیشودخدای له پاره موږنه نیسی )بلکې دخپل ځان دمړولو له پاره موږنیسی پاکستان پیشوته ورته لوبه شروع کړی ده .