څوک به یې وګټي ، غني او که عباسي ؟
په داسې حال کې چې د پنجاپي وحشي پوځ له خوا د ډیورینډ د کرغیړنې کرښې په دې خوا د توپچي او توغندیو ډزې روانې دي او د هغوی هوايي قواوې په کنړ باندې بمونه غورځوي ، د پنجاپ استعماري – تروریستي ادارې لومړی وزیر کابل ته په رسمي سفر را روان دی.
دا سفر په داسې مهال کې تنظیم شوی دی چې د اپریل اتمه نیټه باندې د پيښور په ښار کې د پښتنو د سترې غونډې د پاره ترتیبات نیول شوي دي ، چې د دې غونډي د بري څخه د پنجاپی استعماري ـ تروریستی ادارې واکمنان ډير په ویره کې دي.
د کابل د ادارې غوړه مال ډنډورچیان وایي چې اوس به دولت د پاکستان دولت سره د دولتونو په سطحه خبرې کوي . دوی دا د اوسني اولسمشر اشرف غني په نړیوال سیاست کې د یوه بري په توګه ګڼي .
باید ووایو چې اشرف غنی یو ځل د پنجاپ استعماري – تروریستي ادارې مرکز ته تللی و، د رسنیو څخه ښکاریده چې اشرف غني د پنجاپي استعمار په وړاندې ډیر په شا تګ کوي ، او پنجاپي استعمار هم ژمنه ورکړي وه چې په افغانستان کې به اونیو کې د جګړې اور ختموي.
خو دا کار په اونیو کې نه ، بلکې په میاشتو او کلونو کې هم ونشو. او اشرف غنی هم د اسلام اباد له خوا د هغوی د ژمنو د نه پلي کیدو له امله ، ناهيلې شو. خو بیا وروسته نوموړي د مخالفینو سره د خبرو کولو په ځای د پاکستان سره د دوو دولتونو تر منځ د خبرو مفکوره وړاندې کړه او ددې مفکورې د عملي کولو د پاره یې دا درې کاله هڅې وکړې.
د پنجاپ پوځ په تیر یو کال کې په زرګونو توغندي د ډیورنیډ د کرښې په دې باندې اورولي دي او دا بهیر نږدې دا لس کاله روان دی .چی د انساني تلفاتو په اړخ کې یې زیاته اندازه اقتصادي زیانونه هم خلکو ته اړولي. په دې کې هیڅ شک نه شته چې کله چې د کابل او د پنجاپي استعماري – تروریستی ادارې تر منځ خبرې کیږي د هغه سره جوخت پنجاپی پوځ مخې ته راځي او هم توپونه توغندي اوروي.
د امیرعبدالرحمن خان په مقابل کې هم انګریزانو د ورته تاکتیک څخه کار واخیست او د کابل د ارګ بنسټ ایښودونکي او واکمن یې دې ته اړ کړ ، چې د ډیورینډ منحوسه کرښه پرې وتپي.
اوسنی پنجاپی اداره هم ورته سیاست د کابل په وړاندې مخته بیایي. خو دا سیاست دوه اړخه لري د یوې خوا د هیواد په د ننه کې د پنجاپ له خوا رالیږل شوي وسله وال کسان ډیر فعال کیږي او بلې خواته د ډیورینډ په منحوسه کرښه باندې فشار زیاتوي.
د څلویښتو کلونو څخه زیاته موده کیږي چې پنجاپی استعمار د افغانستان او پښتنو په وړاندې ډیره وحشیانه او منظمه جګړه روانه کړي ده. ددې جګړې په پایله کې افغانستان په میلیونو وګړو ته د سر زیان ورسید او خپل کلي او کورونه یې ورکړل. دا بهیر روان دی.
مګر د کابل ارګ په دې تیره موده کې د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې په وړاندې کوم دقیق ، سنجول شوی پلان رامنځته نه کړ او نه یې ددې هیواد څخه فعاله دفاع وکړه. په دولت کې یو شمیر کړۍ خو د افغانستا ن د لویو ګټو څخه د ګاونډیانو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
په تیرو څلورو کلونو کې اشرف غني هم دا هیله کوله چې د پنجاپی استعمار سره د دوو دولتونو په سویه خبرې وکړي خو هغه څه لاسته رانه وړل . داسې ښکاره کیده چې د پنجاپی استعمار چلند د کابل په وړاندې د متساوی الحقوق دولتونو په توګه نه و، بلکې داسې خبرې او وړاندیزونه یې کول او یا یې کوي چې د افغانستان ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې نیسي.
نږدې یوه پیړۍ امان الله خان هم هڅه کوله چې د هند بریتانوي سره د دوو دولتونو په سطحه خبرې وکړي او ددې موخې د پاره یې لیکونه هم ورولیږل خو انګریزانو اهمیت ورنکړ. تر څو جګړه پیښه شوه. که څه هم انګریزانو د جګړې ډګر بایلود ، مګر په سیاست کې کابل ماتي وخوړه . د افغانستان زیاته خاوره د پخوا په شان انګریزانو ته پریښودل شوه.
ورته خبره بیا د کابل له خوا بیان کیږي چې کابل غواړي د پاکستان سره د دولتونو په سویه خبرې وکړي . اوس دا پوښتنه رامنځته کیږي چی په تیرو اوولسو کلونو کې د کابل د ادارې مشرانو د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې سره د کوم دریز څخه خبرې کولې؟
په نړیوالو حقوقو کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان حقوقي دریز کوم و ؟
که چیرې فکر وکړو چې په تیرو اوولسو کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرې د دولتونو په سویه نه وې او اوس د دولتونو په توګه به پیل کیږي . نو باید دا روښانه شي چې افغانستان د اسلام اباد تحت الحمایه حکومت ( لکه د امیر عبدالرحمن خان د حکومت په شان ) و ؟ او که دا خبره برعکس وه ؟
ددې پوښتنې ځواب هم باید د کابل د ارګ غوړه مال ډنډورچیان ووايي.
خو دومره ښکاره ده چې د پنجاپ ادارې د مذاکره کونکي هییتونه په غونډو کې تل داسې موضوعات مطرح کوي چې د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي د داسې پوښتنو او غوښتنو مطرح کول په رښتیا هم د یوه مستقل هیواد په توګه د افغانستان دریز اغیزمن کوي او دا ډول خبرې د متساوی الحقوق خپلواکو دولتونو تر منځ نه تر سره کیږي.
په دې کې شک نه شته چې پنجاپی استعماري – تروریستي اداره د کابل په وړاندې دقیقه سنجول شوي سیاسی ـ پوځی ستراتیژي لري او په تیرو اویاو کلونو کې یې ددې ستراتیژي د عملي کولو د پاره په دقت سره کار کړی دی او یوه اندازه لاسته راوړنې یې هم لرلي دي.
ښکاري چی د پنجاپ تروریستي – استعماري ادارې په تیرو څلویښتو کلونو کې په غیر مستقیمه توګه هڅه کړي ده چې افغانستان د نړۍ د نکشې څخه لیرې او پښتانه په ډیره بیرحمانه توګه وځپي. په یاده موده کې هغه درې موخې په نظر کې نیولي دي چې تر اوسه ورته رسیدلی نه دی.
باید ووایو چې د افغانستان په چارو کې د پنجاپی استعمارې – تروریستې ادارې د جوړیدو سره سم ، مداخله پیل کړي ده. دا مداخله د سردار محمد داود په واک ته رسیدو سره دا مداخله ډیره بیشرمانه او بربنډه شوه. که څه هم دولت هڅه وکړه چې د پنجاپی تروریزم د مداخلې مخه ونیسي خو بیا هم په دې بریالی نشو ، چې نوموړی مداخلې شنډې کړي.
د کابل حکومتونو ددې له پاره چې د پنجاپی تروریزم مداخلې شنډې کړی ، د هیواد په دننه کې یې یو لړ اقدامات تر سره کړل. د پنجاپی استعماري ادارې خپلو موخو ته د نږدې کیدو احساس هغه مهال وکړ ، چې داکتر نجیب الله د اولس مشری څوکۍ څخه استعفا وکړه او د ملګرو ملتونو پلان په افغانستان کې جګړو د پای ته رسیدو له پاره شنډ شو.
پنجاپی استعمار هڅه کوي چې د کابل د ادارې سره امرانه چلند وکړي او خپلو کړنو کې داسې حرکات کوي چې په غیر مستقیمه توګه د افغانستان د خاورې بشپړتیا او خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.
کابل ته پنجاپی استعماري – تروریستي پوځ او ادارې استازي داسې سفرونه کوي ته به وایې چې دوی خپلې صوبې ته د لیدنې د پاره ځي. د دوی د سفرونو څخه هیڅ داسې نه ښکاري چې ګویا دوی بل هیواد ته سفر کړی وي.
د روان کال د اپریل په دوهمه د میرمن تهمینه جنجوعه په مشری یو پوځ هیت هم کابل ته په پوځي هلیکوپتر کې سفر وکړ. د هلیکوپتر څخه د راکښته کیدو سره سم دوی خپل عکسونه واخیستل. د هیلکوپتر څخه داسې ښکاریده چی دا به د افغانستان د هوایی ځواکونو هلیکوپتر وي چی په تیرو کلونو کې پاکستان ته تښتول شوي وي. د پوځي هلیکوپتر څخه په سفر کې کار اخیستل یو سمبولیک عمل دی چې ځانګړی پیام د ځانه سره لري.
اوس راځو دې خبرې ته چې دا پلاوی رسمي و ، چی افغانستان ته راغلی و او که غیر رسمي ؟ ایا د دوی ویزې او پاسپورټونه چا ولیدل او چک یی کړل ؟ دې هلیکوپتر کوم ځای کې ناسته وکړه ؟
په خبرونو کې راغلل چی دا پلاوی ددې له پاره راغلی دی چی د APAPPS د سولې او پیوستون د پاره د افغانستان او پاکستان په ګډ پلان باندې خبرې وکړي. په دې پلاوي کې د پاکستان د پوځ د اپوراسیون مشر جنرال شمشاد میرزا هم شامل و . دا پلاوی د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د سفر څخه څو ورځې مخکې کابل ته راغی.
ورته سفر د خبرو د پاره یو پلاوی د حکمت خلیل کرزی په مشری اسلام اباد ته تللی و .
دلته څو پوښتنی را منځته کیږي :
1. که چیرې افغانستان ته پاکستان د مستقل هیواد په سترګو ګوري ولي په پوځي چورلکه کې پلاوی کابل ته لیږي؟
2. ایا ددی د پلاوي سفر ترتیبات د دیپلوماتیکو مروجو اوصولو سره برابر و او که نه ؟
3. افغانستان د پاکستان سره کوم رسمی پوځي تړون نلري نو ولې د پاکستان پوځی الوتکه کابل ته راغله ؟
4. ایا د دې الوتکې راتګ د افغانستان په فضایی او ځمکنی حریم باندې تیری نه دی؟
داسې ښکاري چی پاکستاني چارواکي تل هڅه کوي چی د افغانستان حاکمیت په نړیواله سویه سره تر پوښتنې لاندې راولي. پخوا هم کابل ته د ورته پوځي الوتکو په هکله خبرونه ورکړل شوي او عکسونه یې خپره شوي دي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چی پنجاپی استعمار د افغانستان د اشغال پلان لري او دا پلان په تیرو څلویښتو کلونو کې د هغوی د تیریو لاسوهنو او بریدونو څخه ښه ښکاره کیږي. د کتونکو په باور پاکستان غواړي چې:
1. افغانستان د پنجاپی استعمار رسمی برخه شي لکه چې د پاکستان په کلمه کې د ( الف ) توری د افغانستان مانا ورکوي.
2. افغانستان د پنجاپی استعمار د پټ نیواک لاندې راشي. یعنی دلته پنجاپی استعمار مزدورې ډلې واکمنې واوسي.
3. یا افغانستان دومره کمزوری هیواد شي چی د خپل ځان د سمبالولو توان ونلري
د پنجاپی پوځ د وروستي پلاوي د راتګ سره جوخت د ډيورینډ د ها خوا څخه د توغندیو باران پیل شو ، چی یو لړ تلفات هم لري همدارنګه ویل کیږی چی د پنجاپی پوځی الوتکو بمبارد هم کړی وي . خو بیا هم په دې برسیره بیا هم د کابل اداره د پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې سره خبرې کوي او د پنجاپی پوځ په دې مستقیم برید باندې سترګې پټوي.
خو پوښتنه داده چی د کابل ارګ او د بهرنیو چارو وزارت ولې په دې هکله تل هغه څه کوي چې د افغانستان د ملي ګټو په زیان او د پنجاپي استعمار په ګټه تمامیږي؟ لکه د پنجاپي ا ستعماري اردو سره د ګډو کاري پروګرامونو په اړوند غونډې کول او نور.
په دې کې شک نه شته چې د پاکستان پوځي مقامات ددې غونډو له لارې هڅه کوي چی د افغانستان د پوځ د فعالیتونو ځان خپر کړي او په غیر مستقیمه توګه د افغانستان امنیتي ارګانونه تر خپل کنترول لاندې راولي.
د کابل ادارې ټولې هغه خبرې چې د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې سره تر سره کوي د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې څخه پټې ساتي. تر اوسه پورې د یوې غونډې د بهیر څخه د افغانستان خلک خبر نه دي. د افغانستان د فاسدې ادارې استازي د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې سره مختلفو موافقو ته رسي او پروګرامونه ورسره ترتیب کوي چی د هغه څخه خلک بی خبره ساتل کیږي.
د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې سره د غونډو او موافقو څخه د افغانستان د خلکو بې خبره ساتل ، هغه ستره پوښتنه ده چی د افغانستان خلکو په ذهنیتونو کې موجوده ده.
باید ووایو چې په افغانستان کې پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې ډیره پانګونه کړي ده . په افغانستان کې د ورانکاری د پاره یې یو شمیر ډلې رامنځته کړي دي چې ځینې په دولتي اداره کې د پراخ نفوذ څخه برخمنې دي.همدا ډلې د پنجاپ د ګټو د ساتلو د پاره تل د افغانستان د ملي ګټو خلاف ودریږي او یا هغه ګامونه چې د افغانستان د ټینګښت او پراختیا سبب کیږي سبوتاژ کوي.
باید یو حقیقت ووایو چې د کابل اداره د افغانستان د خلکو په وړاندې غیر قانوني اداره ده ، چې د دوو وګړو د غیرقانوني موافقې له مخې رامنځته شوي او د هیواد اساسي قانون او د خلکو رایو ته په کې اهمیت نه دی ورکړل شوی. له همدې امله د کابل ادارې ټولې داخلي او بهرنۍ کړنې غیر قانوني دي.
اوس اصلي پوښتنې ته راځو : څوک به یی وګټي ؟ غني او که عباسي؟
لومړی ، د کابل اداره کې داسې کړۍ واکمنې دي چی تر ډیره بریده د ملي ګټو په ځای شخصي ګټو ته اهمیت ورکوي او د افغان دښمنه ګاونډیانو سره د خواخوږي احساس لري. د دوی موجودیت په دولت کې ددې سبب شوی دی چې د افغانستان بهرنی سیاست په ځانګړي توګه د ایران او پاکستان په وړاندې اغیزمن ونه اوسي.
دوهم :دا رښتیا ده چی د کابل اداره د پوځي لحاظه د پنجاپی استعماري ادارې په وړاندې کمزوري ده. د افغانستان د پوځ تخنیک ټول د پنجاپی استعمار د مداخلې له امله له منځه تللی دی او افغانستان داسې جګړایز تخنیک نلري چی د هغه په بنسټ د سیمه ایزو دولتونو سره سیالي وکړي.
دریم: د افغانستان پوځ که څه هم نږدې څلویښت کاله په جګړه بوخت دی خو مورال یې ځواکمن او د پنجاپی استعمار په وړاندې د کلکې کرکې لرونکي دی. که چیرې جګړه د دوو دولتونو تر منځ راپیښه شي د افغانستان پوځي منسوبین به داسې روحیه وجنګیږی چی نړۍ به ورته اریانه شي.
څلورم : وسله مخالفې ډلې چې پاکستان یی د افغانستان په وړاندې استعمالوي د هیواد په ټولو برخو خپرې دي او د کابل دولت یې نا ارام کړی دی.
پنځم : د کابل څخه نړیوال ملاتړ : د افغانستان دولت د نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا ملاتړ د ځانه سره لري او د دې هیواد سره اقتصادي او پوځي مرستې کوي.
شپږم : افغانستان د پنجاپ سره د ډیورینډ د منحوسی کرښې ستونزه لري او دا ستونزه د افغانستان خلکو او ټولو پښتنو د پاره ملي ستونزه ده چی اوارول غواړي.
اوم ، د کابل د بهرنیو چارو کارکونکي او یو شمیر چارواکي په بشپړه توګه د افغانستان ملي ګټې په نظر کې نه نیسي همدا خبره ده چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان بهرنی سیاست غیر اغیزمن ثابت شوی دی.
د پورتنیو ټکو په نظر کې نیولو سره کیدای شي اشرف غني د پنجاپي استعمار په وړاندې کوم ځواکمن دریز ونه نیسي. او هڅه به وکړي چی د پنجاپي استعماري ادارې لومړی وزیر یوازې په خبرو کې دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې مداخله ودروي، خودا چې په مقابل کې نوموړی څه ورکوي معلوم نه دي ؟
اوس د پاکستان پخوانی حالات بدل شوي دي.
لومړي : نړیواله ټولنه په دې پوه شوي ده چې پاکستان د تروریزم څخه د بهرني سیاست د افزارو په توګه کار اخلي.
دوهم : په پاکستان کې د خلکو او په تیره بیا د پښتنو پراخ پاڅون پیل شوی دی چې تر اوسه مدني حقوق غواړي خو که چیرې پاکستان دې ته تیار نه شو چې د پښتنو مدني حقوق ورکړي په هغه صورت کې کیدای شي د پاڅون کونکو پښتنو غوښتنې سیاسي شي.
دریم: پاکستان ټوله ډډه په خپل پوځ لګولي ده که چیرې پوځ کمزوری او یا وپاشل شي په هغه صورت کې د هغه هیواد مجودیت ساعتونه هم دوام نه کوي.
څلورم : د پنجاپی استعمار پوځ په درنو او سپکو وسلو ( اټومي وسلو په ګډون ) سمبال دی چې سیمې او نړۍ ته لوی ګواښ دی کیدای شي دا وسلې په سیمه کې ددې پوځ او یا د تروریستانو له خوا استعمال شي.
پنځم :دهیواد په دننه کې سیاسي بحران موجود دی . دلته هغه سیاسی ګوندونه چی واک د ځانه سره ساتي نه شي کولی دخلکو غوښتنو ته ځواب ورکړي.
شپږم : دا هیواد د اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.د هیواد زیاته اندازه عاید په پوځ باندې لګیږي.
د پورتنیو ټکو په بیانولو سره دواړه خواوې کمزورتیاوې او ځواکمنتیاوې لري. اوس غني او عباسی پورې تړلي ده چی د خپلو امکاناتو څخه د خبرو په میز باندې څنګه ګټه اخلي.
عباسي د دې له پاره چې د خبرو په میز د ځواک له دریزه خبرې وکړي د افغانستان په پوله کې یې نوی هوايی ځواک ځای په ځای کړی او پوځي قوتونه یې د ډیورینډ منحوسې کرښې ته نږدې کړي دي او هم دې ځواکو په افغانستان د توپونو او توغندیو ډزې کړي او روانې دي چی ورسره جوخت هوایي ځواکونو هم په کنړ ولایت بمبارد کړي دی.
ددې په څنګ کې پنجاپي استعمار هڅه وکړه چې د هیواد په مختلفو سیمو کې یو لړ امنیتي ستونزې رامنځته کړي . همدارنګه پنجاپی استعمار یو شمیر هغه کړۍ چې پخوا د پنجاپي استعمار له خوا یې ملاتړ کیده بیرته فعالې کړي دي تر څو په اولس مشر فشار راوړي چې د پنجاپ غوښتنو ته غاړه کیږدي.
د پنجاپ غوښتنې مشخصې دي:
1. د ډیورینډ د منحوسې کرښې د افغانستان له خوا په رسمیت پیژندل
2. د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې د خوښې بهرني سیاست تعقیب
3. د دولت په دننه کې د هغه کسانو او ډلو د مقرر کیدو مخنیوی کوم چې د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې مخالفت کوي.
4. هغه اوبه چې د افغانستان څخه بهیږي باید پرې بندونه جوړ نه شي
5. د افغانستان په عامه شتمنیو ( طبعي زیرمو ) کې د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې د ګټو په نظر کې نیول.
اوس نه پوهیږو چې اشرف غني به د خپل سیال څخه څه وغواړي ښايی :
1. په پاکستان کې د افغانستان ضد وسله والو ډلو د فعالیت باید مخنیوي وشي دا ځکه دواړه دولتونه د تروریزم قرباني دي.
2. ..............
3. ............
4. ......
5. .............
هغه به هیڅکه دا ونه وايی چی موږ د ډیورینډ منحوسه کرښه په رسمیت نه پیژنو نو ځکه باید :
1. د پښتونخوا د ټولو سیمو باید د پنجاپ پوځونه او دولتي ادارې ووځي
2. د افغانستان په وړاندې د تیر څلویښت کلن جګړې زیان باید پاکستان ، افغانستان ته ورکړي
3. ....
که چیرې د کابل ارګ او د اسلام اباد د واکمنانو تر منځ په تیرو اولسو کلونو کې د خبرو او مذاکراتو بهیر وګورو دا به ښکاره شي چی اسلام اباد د افغانستان یوې غوښتنې ته هم اهمیت ورکړی نه دي. مګر د افغانستان په ضد یی جګړه روانه ساتلي ده.
خو اوس راځو : افغانستان به ددې خبرو څخه څه لاسته راوړي؟
په تیرو اولسو کلونو کې د افغانستان همدا یوه غوښتنه وه چې د پنجاپی دولت د مشرانو له خوا تل ورته شا کړل شوي ده . دا ځکه چې تر هغه د پنجاپی استعماری – تروریستي ادارې پورتنې پنځه غوښتنې د کابل له خوا منل شوي نه وي د افغانستان په وړاندې به همغسې جګړه روانه وي.
یعني د غني او عباسي په لیدنو کې کابل هیڅ هم نشي لاسته راوړلی ، یوازې به نړیوالو ته دا ووايي چې دا دی د پاکستان حکومت د افغانستان سره د وسله والو ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې مرسته نه کوي.
خو پنجاپی ادارې لومړی وزیر، که څه هم پورتنیو غوښتنو کې یوه هم تر لاسه نکړي خو بیا به هم نړیوالو ته په ډاګه کړي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې پلوې دی او ددې له پاره هر ډول هڅو ته تیار دی. په دې ډول به پاکستان وکولی شي په هغه هیواد باندې د لویدیز فشارونه راکم کړي.
بله دا چې عباسي به وکولی شي دنړۍ ، افغانستان او پښتونستان دخلکو پام د پیښور د اپریل د ۸ د غونډې څخه نوموړي سفر ته واوړي .
پورتنیو حقایقو ته په کتلو سره باید د کابل ادارې لومړی د اسلام اباد څخه غوښتي وای چې د خبرو د پیل کیدو مخکې باید :
• د ډیورینډ د منحوسې کرښې د ها خوا څخه د توغندیو او توپچي بریدونه بند کړل شي
• په ټولو هغه ډلو چې د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې تر اغیزې او یا کنترول لاندې دي فشار راوړي چی د نا امنیو د جوړولو څخه ډډه وکړي.
• د ډیورینډ د کرښې دواړو غاړو خلکو ته د ازاد تیریدو را تیریدو زمینه برابره شي
• د ډیورینډ د منحوسې کرښې ها خوا پښتنو د ځپلو بهیر دې ودروي .
• او نور
خو اوس داسې ښکاري چې کابل د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې په وړاندې ، د خپلو امکاناتو څخه په استفادې سره د خواکمن دریز څخه کار نه اخلي.
ښه به دا وه چې : کابل د پنجاپی استعماري – تروریستی ادارې سره د هر ډول سیاسي اړیکو د شلولو د پاره پلان جوړ او عملي کړی وای.
تر څو نړیوال په دې بشپړ ډاډه شوي وای چې پنجاپی استعماري – تروریستي اداره هیڅکله د تیرې ، مداخلې او د ترور سیاست څخه لاس نه اخلي.
اوس به انتظار وکړو : چې څوک یې ګټي ، غني او که عباسي؟
خو دا ښکاره ده تر هغې چې د پنجاپ استعماري – تروریستي اداره موجوده وي تر هغې به په افغانستان کې د وینو لښتي بهیږی او د کرښې دواړه خوا پښتانه به په بې رحمانه توګه ځپل کیږي.