داڅوورځې کیږې دخبرنوسرټیکې دکندزدپیښې په اړه دې اوهره رسنۍ دخپل فکرله اړخه پیښې ته ګورې دتلویزونو،راډیو ګانوترڅنګ سوشل میډیا په ځانګړي توکه فیسبوک ښه ګرم بحث پرې شروع کړی. آ ن خلک پکې یوبل ته ګنځلی کوي زه غواړم ددغې پیښی په اړه یوه څیړنیزه مقاله ولیکم اودهغه معلوماتواولاسوندونوپه رڼاکې وڅیړم کوم چې زماپه لاس کې دی .
لومړۍ به دسوالونوپه شان هغه موضوعات چې ډیراړین دې ولیکم بیا به دهرسوال له پاره خپل دلیلونه راولم که الله ج ته منظوره وه نودخپل مسولیت له مخې په ملت اوټولنې ته غاړه خلاصه کړم.
اول:ایاتل دولت که طالب له ملکي وګړودڅپرپه څیرکاراخیستې؟
دوهم:دغه ناسته کې طالب چارواکې موجودوه کنه ؟دریم :څومره چې ویل کیږې همدومره کوچنیا مړه شوی کنه؟ .څلورم:ولي طالبان دې بمبارۍ نه سویه استفاده کوې؟ دکومو موخو په خاطر؟.پنځم:ایا دغه عکسونه کوم چې ښکته پورته کیږې داپه رښتیا دهماغه کوچنیانو دې که دنوروګوچنیانو؟یاجوړشوی؟؟ .
راپه شواولې پوښتنې ته که مونږدا اولس کلنې جکړې ته بام وکړویوه بیلګه مونږنه شوپیداکولې چې دولت له ملکې وګړودڅپرپه څیرکاراخیستې وی مخالف طرف په سلونوکرتې دغه چاره ترسره کړی. له هلمنده نیولی ترننګرهاره له ننګرهاره ترمزاره اوترکندزه دوې په کراتو،کراتو دملکې وګړونه دځان ساتنې په موخه کاراخیستې چې ددوی چاره نړیوالواواولس څوځله غندلي هم ده. خودوی پروا نه ساتی او ترڅنک یې هروخت ملکې وګړي وژلی کله چې ورته وویل شي داملکې وګړي دې. وایې جنت ته به لاړشي دایې دلیل وی نودلمرپه څیرروښانه ده چې طالب تل له ملکې وکړودڅپرپه څیرکاراخیستې نه دولت.
په دغه ناسته کې دطالبانو مشهورقومندان موجودوه چې زه یې دلته نومونه په دغه برید کې دګوټې دشوراغړي مولوي بریالی ،ددشتي ارجې ولسوالی کې دطالبانونظامې قومندان مولوی حمیدالله کندزی،دچریکې جنګونوقومندان قاری عمادالدین کندزی اودبغلان څخه راغلی نظامې قومندان عبدالملک مخلص اودې ته ورته مشران له منځه تللی دی .
دایې نومونه دې که له دوی سره دملت غم وې نودوي پوهیدل چې مونږددولت له خواڅارل کیږو. څه اړتیاوه؟ چې دې ناستې ته که چاورته بلنه هم ورکړي وه دوی باید انکار کړي وی ځکه دوي وایې چې مونږسره دملت غم دي .خبره سرچپه ده دوي غوښتل په لوی لاس اولس د دولت پروړاندې راوپاره وی اودځان مرکوبریدونوملګري زیات کړی.
اوس به دکوچنیانوپه اړه خبرې وکړوداخبره سمه ده چې مدرسه کې به ګوچنیان موجودوه شاید یوکمه اندازه کوچنیان پکې مړه شوی وی. دوي دکوچنیانوخبره ددوه علتونوله پاره کوی یوداچې اولس ددولت پرخلاف راوپاره وی دوهم په دې سره وکولې شي خپل مړي پټ کړې ترڅوددوی په لیکوکې ماته کډه نه شی. ځکه چې دښمن کله دومره قوي ضربه وګورې زیاتره وخت ددوی لیکی کمزورې کیږې اوځوان جنګیالې له دوی خپله لاره بیله وې. ددې دمخ نیوې په موخه دوې اړدې ځنې تبلیغی کارونه ترسره کړی ترڅوخپل ملګري له ځان سره وساتې
که څه هم په مخکنیوکرښوکې مې یوڅه ددې سوال ځواب هم ولیکه! دوې ددې په خاطرداخبره کوې چې لیکې یې کمزورې نه شي ځکه څوورځی مخکې یوطالب چارواکې دپاکستان دیوې رسنۍ ژورنالست ته ویلې وه چې دمنظوراوافغانستان پرلتونوزموږلیکې کمزوری کړی او بلاجنکیالی له مونږ تللی . داچې پرلتونودومره تاثیراچولی نوددوی وژل خوهم تاثیرلری .
دوهم سترعلت چې دوی دغه پروپاکندې ته زورورکوې هغه دغنې له طرحې دنړۍ اوسیمې ملاتړدی کومې چېپردوی اوددوی پرملاتړو لاره ورکه کړی دوی غواړی چې هم ځان اوهم ملاتړی له دغه فشاره وباسي اودنړیوالوفکرپلی خواته متمرکزکړي. اودوي خپلوشومو موخوته ځان ورسوی دریم سترعلت چې دوی دی ته هواورکوی په داخیل کې ځان ته جلب اوحذب ترسره کړی ترڅوماتې لیکې بیا پیاوړی کړی .
که دارواپوهنې له اړخه مونږدغه انځورونوته فکروکړودغه انځورونه دهغه کوچنیانونه دې کوم چې هلته مړه شوی دې داځکه غربت،ناامنې اوروانې ستونزې دغټ سړی په څیره کې خپل رنګ نه پاتې کیږې. نوایاددغوکوچنیانودارنګه انځورونه به ددغه سیمې دکوچنیانو ترجمانې څنکه وکړې شي په دغه عکسونوکې دسورې اودعراق دماشومانوانځورونه هم شامل دې. کله چې ددوې ملاتړې هیواد به ملګروملتونوکې دفلسطینې ښځې عکس نه دکشمیری عکس جوړولي شي نوداانځورونه خوبیا اسانه دي هغه انځور ملکرې ملتونه څوجمعې ورسته له څیړونوثابت کړچې دادکشمیرې نه بلکې دفلسطینې ښځې دي . زمونږدوستان اوس هم فکرکوی چې دغه چاره دطالب ملاتړوته کوم سخت کاردی
له دغې څیړنوداسې ښکارې چې طالب دخپلولیکودپیاوړی کیدو،دغنې دطرخې دخرابیدواوخپلوملاتړودفشاردکموپه موخه دغه چاره ترسره کوی زماهیله دیوافغان په صفت له خپل اولس نه داده چې ددغې ډنډورې ترشاونه دریږې اوددولت له چاروملاتړته دوام ورکړی ترڅودې خاوره کې سوکالی اوارمی راشي