غزل

ستـــــــادمـــخ پــــه ننداره کې رانه ورک شو

زړه مـــــــې وو په یوه جلوه کې رانه ورک شو 

چــــې داستــــا دتصور سیوری پــرې راغی

خپــل تـــصویـــــر پـه ائینه کې رانه ورک شو 

دپتنګ په څیر مې غبرګ وزر ترې تاو کړو

څــــرک دحٌسـن پـــه لبمه کـــې رانه ورک شو

دړانــــده قیسمت پــــه سترګو بـــــاوري وم

دژونـــد لعل پــــــه تاریکه کې رانه ورک شو

له زاهـــــد ســــــــــــره کعبې تــــه دتــلو نه یم

څــــــراغ دفکـــــر بـودکده کې رانه ورک شو

غضــــــري بـــه چــــــــــاته څه وایم چې څنګه

درست وجـــود په یوه زره کې رانه ورک شو

 

۲۰۱۰/۱۰/۱۰