غزل

نېت د غــــــــــزل تـــړم غـــــــــــزل راســره نېت نه تړي

ستا د خائیست په لـــــور یــو زل راسره نېت نه تړي

بلا مــــــودې شـي چـــې وزرې مــې د خیال ماتې دي

ېبله مــــــــــزل مـــې د منــزل راســـــــــــــره نېت نه تړي

چـېـــرتـــه بـه دومـــــــــــره بختــور وم چې درورسېږم

په زړه نه زړه کــــې مې تـــــوکل راســـره نېت نه تړي

تش دې پــه فکـــر رانـــه دومـــــره لـرې زړه وړی دی

مـــړې کالبـــوت مــې پـه یـــو چل راسره نېت نه تړي

صفـت دې دومره زورور دی خدای چې ته به څه وې؟

هوښیـار ضمیر مــــې د عـــمـــل راســـره نېت نه تـړي

خـــــوبه دا ستـــړې ستـــــړې ستـرګـــــــې راته مه پټوه

لا مــــې ســــوچـــونه دي بـــدل راســــــــره نېت نه تړي

بلا خبـــــــرې د سبیـل روښـــــان پــه زړه پــــاتـــې دي

ولـــــــــــې دې سیـــورې د وربـــــل راسره نېت نه تړي

 سبیـل روښـــــان