غزل

هـغه بـــې وســــــــــه دې، اختیار نه لري
پــــاچـــــــــا زمــــــــــــونږه اقتدار نه لري

هغه اشخـــاص رامخته شـــــــوی دی نن
چــې هیڅ شعـــــور او هیڅ افکار نه لري

نـــن که د واک واګې پــــه لاس کــې لري
پــه حــقـیـقـت کــــــــــــې اعــــتبار نه لري

نـــن پــه قــــــدرت د دغــــــــو مـــه نازیږه
ګــــــــــــوره ! وفـــا دغـــــــــه کفار نه لري

نن یې ولـی حــق تــــر پښو لانـدې شوې؟
ولی پښتون په څــه کـــــې شمار نه لري؟

یـواځــې یـــــو انـسان یې زړه کـې اوسي

((احساس)) له بل چــــا سره کار نه لري

حمید احساس هالنډ