نور یې مه ورانوئ

وطن مـــــــو ښکلې د جهان دې نور یې مه ورانوئ
دهـــر افغان دزړه ارمـــــــان دی نور یې مه ورانوئ

په دې وطن کې زمونږ پت زمونږ غزت خوندي دې

وطن ناموس وطن مـــو ځان دې نور یې مه ورانوئ

داد پـیړو پـیــړو میـــراث مــــــــــو د پــلارو او نیکو
د امــــــانــت جــنــت نـــشان دې نـــور یې مه ورانوئ

د ټــول جهان ښایست چمن ورته سرکوف دې ګورې

وطــــن مـــــو دغسې بوستان دی نور یې مه ورانوئ

د خزانو ډک ملک مو ورځ په ورځ لوټ کیږي ګورې
جنګ کـــې د هر سړی نقصا ن دی نور یې مه ورانوئ

چې کــــــوه قاف نــه ښاپیریان به یې تماشو ته راتلل
دا خــــو همغه کابـــل جـــــــان دی نور یې مه ورانوئ

ای نـــــــــــړۍ والــــــــو قــاتلانــــــو د ظالـــــــم زامنو
داملک ګلاب دې او زعفران دی نور یې مه ورانوئ

دژاړه ډک ږغ د خـــــــــــــوستي اورې که نـــــه افغا نه
ډیر مې ارمان چې وطن وران دې نور یې مه ورانوئ
سیدکریم خوستی

العین

۲۰۱۱.۱ . ۲۷