غزل

جــانــــانـــه کله چــــې خطــــونـه پـــه کـــوم ځل راليږې

واړه اخـــــوال بــــه د ژونـــــــدون پــــــکې اول رالیږې

هــــره خـــبـــره کـــــې دې میـــنــه محبـــت غـــــــــواړمه

نـه بـــــه غصـه راتــــه لیکــــې نــه بـــه کـنـځل راليږې

پام کــــــړه چــې مینه مـې رسوا نکړې پښتو دا اشنا

چــــا تــــه چــې خط ورکوې ډېر به ئی په چل رالیږې

ډاډه ډاډه بــه پکـــې لیکـــې چــــې خـــــوشخاله یمه

داســې ونکــــړې چـــې یــــا اوښکې یا ژړل رالیږې

بس دژونـــدون بــــه راتــــه واړه خـــــاطرې رالیکې

سـتـړي خــــــــــــالات بــه راتــه واړه مــکمـل رالیږې

دادې چې یــاد وي چې په شفـر کې مې یاد وسـاتې

زمــونږ د خوست کومې راډیو ته چې غـــزل رالیږې

هـغه تــصــویــــر دې رانـــه ټول په ښکلولو ړنګ شو

دا بــه مــنـې چـــې یــو تصویـــر بـــه راتــه بل رالیږې

روښـــــانــه لګـي دبې کــــــوره مســافــــــــــــرو دعـا

مـا تـه بــه هــــــر مــــدام دعــــــاوې د تــسل رالیږې

سبیل  روښان