غزل

دغــریو نیولـي شوخ نـظر تنده پرې نه ماتیږي
ښکلي خو ډیـر دي د دلبر تنده پرې نه ماتیږي

سـتا د وطن د مښامــونـو رڼـا زړه چــوي خــــو
زمـــا د چـــم د مــاذیـګـــر تنده پرې نه ماتیږي

هسې منګــي دي چـــا اثـار دې زمـــانـې ساتـلي
د مات بنګړي او مات ګودر تنده پرې نه ماتیږي

په ورځ ماینو ته څیره دې سپوږمۍ مه ورښایه
منم ښایسته ده خو دې لمر تنده پرې نه ماتیږي

که دې ساقي دې میکدې شراب د ټول هم وڅښل
خیـالـه د شـــونـډو دې کـــوثر تنده پرې نه ماتیږي

له ټولو لوستونکو نه مننه کوم او له دوې  نه هیله لرم چی خپل نظر راسره شریک کړي

مننه عتیق الله خیال خیدرخیل

سعودي عرب