غزل

اور مو راغلـــــــو تر بړستنې، مونږ ويده يو
ويې ســــــــــــــــوې راته لمنې، مونږ ويده يو

دې پاچا مــــــــو راته لار هـــــــــــــــواره نه کړه
مخکې يښې راته غنې، مـــــــــــــونږ ويده يو

بس يواځې يې پښتون ته په کې چـــــــــل دی
سر مو غوڅ شي بی پوښتنې، مونږ ويده يو

د وطن حـــــــــــــــــــالات اوس دې ته رسيدلې
سړی چيچي لکـــــــــــــه ستنې، مونږ ويده يو

د مکتب په جـــــــــــــــــــــــــونو پاشې تيزابونه
دوی مو باسي له پوهنې، مـــــــــــونږ ويده يو

حميد احساس هالنډ