غزل

کړي په سترګو کې سلام رانیږدې کیـــږي
په ما څښي د میو جـام رانیږدې کیــــــــږي

په سر اخلي هر الــزام رانـیږدې کیــــــــږي
لیونۍ ده سر عـام رانیږدې کیـــــــــــــــږي

خدای د واخله دروغجنې ته رانغلــــــــــې
ماذیګر لاړو ماښام رانیږدې کیـــــــــــږي

شپه پخیږي خوب مې هم ورسره تښتــــــي
ستا یادونه ګام په ګام رانیږدې کیـــــــــږي

سر عـام مې غاړه ورکړه وې یې مړ شــــې
سړی څه نـا څه په پام رانیږدې کیــــــــږي

داسې ښکاري چې هغه وي راراوانــــــــــه
خوشبویی چې د بادام رانیږدې کیـــــــــږي

زړه سمبال لــره درمانه هسې نــــــــــــه وي
کړي د زړونو قتل عام رانیږدې کیــــــږي

قدرت الله درمان سعودي عرب