غزل

 

د خولې هره کيسه يې له پيغوره کمه نـــــــــــــــده
ياري کؤو خو بيا هم له تربوره کمه نـــــــــــــــــــده

غصه او اداګانې يې پر ځای پريږدی ملګـــــــــرو
د ناز يوه موسکا يې هم له اوره کمه نـــــــــــــــــده

جنانه ستا په وړاندې د ځواب ورکول ګـــران دي
ستا هره ازموينه له کانکوره کمه نــــــــــــــــــــــ-ده

نيږدې ځکه درتلای نه شمه ټول بدن مې سوځــــي
لمبه د ښکلي مخ ستا له تنوره کمه نـــــــــــــــــــــده

که څه هم په جونګړه کې اوسيږم پروا نشتــــــــــــه
د ښکلو پکې زور دی ستا له کوره کمه نـــــــــــده

ګوهره هسې نه چې ژوند د ټول خاورې ايرې کړي
همدا شوخه جينۍ د ستا له زوره کمه نــــــــــــــــده

نورالدین ګوهر خوست