غزل

ويښ د کـــــــړم غزله په دا نيمه شپـه
څــه غــواړې بـلـبـله پــه دا نيمه شپـه

نـه نـه ! هسې راغلم ځه ويده شه تـه
خــوب نه راتلو ګله په دا نيمه شپـه

ټــــول د زړګي حـــال يې راته ووايــو
و مـــــې غـــــــږه ولـه پــه دا نيمه شپـه

لاړه خدايه مور يې ورته پام مکړې
نــه پـــاتــې کيدلــه پــه دا نيمه شپـه

بيا فـــريـده خوب کې غږيدې بيګاه
څــــوګ دې يـــادوله په دا نيمه شپه

فریدالله خسن زی