غزل
چې مــــاښام شي نــو له بامه راښـــــكاره شي
د سپوږمۍ غــوندې نـاپامه راښــــكاره شي

دلـته ټـــول زړونــه دكــــــــركـې ځنـې ډك دي
زوروه بـې ســـــــــلامــــه راښـــــــكـاره شـــــي

تـــه بــــه وايــــې د نــــــــــــړۍ واكـــــمنــه داده
بــې پـــروا وي ســر عـــامـه راښـــــــكاره شـــي

په ســــــاړه ژمــي نـــويد د ســـپــرلــــي راوړي
تك ســپين ګل چې له بـادامه راښـــكاره شي

له مودو ورك ؤ فيـاض بـيـرتـه راستون شــــو
ګــــوندې څـــه يې لــه كلامه راښـــــــكاره شي

غلام رباني فياض