فی البدیهه انلاین مشاعره

چۍ له كوره راوتلى يم ښه نه يم
بيلتانه په زړه داغلى يم ښه نه يم (( محمد كريم امين))

چی لیمه مې پړسیدلي سترګې سرې دي
ِپه تصویر دې ژړیدلی یم ښه نه یم (یاسین شفق))

ته خوشكر دى پرون له كوره راغلې
زه يي مرګ ته رسولی يم ښه نه يم ((( سید کریم متونوال)))

لوى واټن مې تر شا پريښدودو ګرم نه يم
داچې داسې ستړى ستړى يم ښه نه يم ((غلام رباني فیاض))

مینه کمه غم دې ډیر راسره مل وي
په غمونو دې سپارلی یم ښه نه یم ((یاسین شفق))

تر دا اوسه له ګيلو مې ډک زړګى دى
بې ګناه چې دې رټلى يم ښه نه يم (((غلام رباني فیاض))

ته یې پیر او دا ستا سترگې جادوگرې
چې دې کله نه لیدلی یم ښه نه یم ((یاسین شفق))

بيلتانه دجانان دغسې دردمند كړم
هميشه چې زيړ زبیښلی يم ښه نه يم ((( سید کریم متونوال)

يه ملګرو چې تپوس رانه ونه كړئ
زه همداسې غلى غلى يم ښه نه يم (((غلام رباني فیاض))

زہ خو ستا په مینه پایم که باور کړې
چې له خیاله دې لویدلی یم ښه نه یم ((یاسین شفق))

د فراق په جيلخانه كې مقيد شوم
چا له دره راشړلى يم ښه نه يم (((غلام رباني فیاض))

ستا يادونو كړلې سرې لمبې راپورې
سر تر پايه سوزيدلى يم ښه نه يم (( محمد كريم امين))


چا هنداره دزړګي راته ټوټې كړه
په تصوير كې هم نيګړى يم ښه نه يم (((غلام رباني فیاض))


دعاګانو کې مې نوم درنه هیر نه شي
د بیلتون سیلیو وړی یم ښه نه یم ((یاسین شفق)

زه خو ستا دبڼو تك تور سلايي وم
ستا له سترګو ښوييدلى يم ښه نه يم (((غلام رباني فیاض))


خدايه ته راته دصبر توفيق راكړې
ګني تل زړه كې نيولى يم ښه نه يم (( محمد كريم امين))

د پستو شونډو شربت په بیړه راکړه

د بیلتون اجل وھلی یم ښه نه یم ((یاسین شفق)


دخزان سيليو يم په مخه كړى
لكه پاڼه رژيدلى يم ښه نه يم (((غلام رباني فیاض))

بې له تا كه زه دبل سره جانانه
كه يوه خوله خنديدلى يم ښه نه يم (( محمد كريم امين))

ډيرې شپې مې شوګيرو كې تيرې كړي
چې په ويښه خوباولى يم ښه نه يم (((غلام رباني فیاض