متشرېراندازدې دې نظـــــــــــــــرتـــــــه راوستلـــــــــــم
چې په امت کـــــــــې دې له خېره شر ته راوستلــــــــــــم 

مـــــــــا انتظار دبارانــــــــــونو لـــــــــــــــــه مودو کړی ؤ
وختــــــــه خــــــــــو تا دناهيــــــلۍ ګودر ته راوستلـــــم

پرون خوتا ويل چې ورځه پرې که شهيدغواړې ځان
بار په بارودو دې لــــــه کـــــــوزه بر تـــــــه راوستلــــم

زمــــــــــــــــــــــــــا دقام په وينو مسته يرغلګره قاضي
دې ناکــــــــــړدو داحتجاج ممبر ته راوستلـــــــــــــــــــم

کليم الله ايمان مې دومـــــــــــــــــــــــــره بې غيرته نه وو
خـــــــــــــــو فرعونيت دې د قلزم ځيګر ته راوستلــــــــم

زمــــــا شبخون سپرلی دې وليد خوند يې شته اوکنه؟
چــــــــــې دې له لاسه دازغـــــــيو کر ته راوستلــــــــــــــم

 زه دنتکۍ او دپیزوان پـــــه مزه څه پوهيــــــــــــــــــــدم
خو دلالانو ميمــــــوني زرګــــــــر ته راوستلــــــــــــــــــــم

دملالۍ دزنې خال ته عالمـــــــــــــــــــــــونه وریت شول
حسن یې اورشو زه یې دې محشر ته راوستلـــــــــــــــــم

ستا پر ذلت مې ښه اوبه شو تندغــــــــــــــــــــری ګلشن
متبرکــــــــــــــــــــــــــــــو پرېښتو کــــوثر تـــــــه راوستلم

حکــــــــــــــــم صادر شو پر مؤمن دمنسوخ شوي کتاب
کاروانــــــه سم يې د دوزخ ډګــــــــــــــــــــــــر ته راوستلم

نورعـــلي شــاه کــاروان
متحده عربي امارات دوبۍ