غزل
زړګی مې  اوسې دچا ښکلې  د بخملو  په  چم
خوتن مې  اوسې ددې خړو  پړو  کلو  په   چم
داسې مې فکر اوخیال دواړه دچا غېږکې اوسي
لکه  بورا  چېرته  کې  اوسي  د سنبلو  په  چم
چېرته چې باز اوټپوس دواړه په یو نرخ خرڅیږي
جانانه   مه   ورځه   هیڅکله   د  خځلو  په  چم
چې دې احساس زړه کې پیدا شي بیا څوک نه ګرموې
الله  دې   وروله  ملا  چېرته   دښکلو  په  چم
خلک له نورو شیکوه کاندي خېر اغیار  خو به  وي
خو زما  ملا  خو  دلته  ماته  شو ه د خپلو  په  چم
ایله  په   رپ   د سترګو   ولړزې  ساده  زړګیه
ته بیا به څه کړې که ورپیښ شوې  دزمبلو  په  چم
چېرته چې مینې داخلاص  وي له  ریا  نه  خالي
هلته  زاغان  کله  پریږدي  څوک  د بلبلو  په  چم
نور  به   نازیږي   د ماڼیو  او  مرمرو    په   سر
خو  ماته   ناز   دی    دمولیو   دکبلو    په   چم
دلته چې ستا ددې پښتو غزل څوک قدر نه  کړي
لکه  چې  ونښتې   فیاضه    دمغلو   په   چم
غلام رباني فیاض
متحده عربي امارات العـــین