مسا فرۍ کی دکوچنۍ لور یاد         


 
چیرته به ګګرسر لیوانۍ ګرځې
کوم خوا به پښې یبلی ته په منډو وې
کوم ځای کی به ژاړې او که خاندې به
زه دیم هیر شوی که په یاد دیم
اې زما دزړه قطرې
اې زما دزړه قرار
چیرته به دچا سره نانځکې کړې
کور کی به دننه که بیدیا به وې
اې زما دزړه ټوټې
کاشکې در نږدې وای
چه یوه غیږ خو دراکړي وای
ما لږه په زړه پورې نیولې وای
تا ود زما دغاړی نه لاسونه وای
مچ مې ستا دګل غوندې نازک مخ وای
خدایږو زړه مې  وچ لکه د کا ڼي شو
ډیر مې دهجران دغه داغلی زړه
ستا دې دید ن تږی شو
هغه وخت  یاد ته درځي او  که نه
سپین راته ووایه
زه به د با زار څخه چه راغلمه
تا به لار نیوالي وه
خاص لکه یو غل پو لیس
زه به د موټر نه چه راښکته شوم
کلک به دلمنه کی راونیوم
ویل به د په ښکلې سرینده ژبه
ماته دبازار څخه نن څه شی راوړي دي
ژر شه ماته یی ژر راکړه
ما به درته وویل چه زه ستړی یم
ځه چی کورته ننه وځو
کور کې به هرڅه درکړم
کور کې به چې کیناستم
چهار چا پیر به ټول رانه واړه تاو وۍ
جیب ته به می لاس کړلو
جیب کی به می ژاولې وې
ویش به می په ټولو ښکلوښکلو کړې
تاته به چی ویش کله راورسید
تابه یوه ژاوله قبلوله نه
ژاولې به دې دوې غوښتې
ما به درکولې نه
تابه ځان نسکور کړلو ښه پړمخې
ښه ډیر به دوژاړل
ما به درته ږغ وکړ
راشه واخله دوې واخله
ته به ژرراپا څیدې
دوې ژاولې به دې واخیستې
یوه  به دې زر خولې ته کړه
بله به دجیب ته کړه
لږ به رانه لرې شوې
ماته به دمخ کړلو
کټ کټ به دوخندل

څه په ماته ګوډه به د وويل
اخ دوې ژاولې می واخیستې
ما به درته وخندل
تا به منډه واخیسته
بهر به رانه  ووتې
مانه به پناه شولې
وروسته یو ساعت خو به مې بیا لیدې
زه چې مسافر شولم
ته رانه پناه شولې
کال کی دهم نه وینم
ای زما دزړه ارمان
کله به د بیا وینم
بې له تا می ژوند ګران دی
کله به دبیا وینم
ای زما ګګرسرې
ما ته ګلا پي ځویه
ماته ښا پیري ځویه

------------------------------------------------------------

سیدکریم عربی متحده الا امارات العین 2010/4/9