غــــــــــــــزل

                     
وخت عجیبه دی، عجیب موړکې زمونږ لار بیلوي
ما تـــــه سپيـــــړې راکــــــــــــــــوې او له ما یار بیــــلوي

هغوې به هیڅکله د ګـــــــل پر زړه حکومت ونه کړې
هغوې چې درګرده لګیادي ګــــــــــــــــــل نه خار بیلوي

اوس شیطانــــي نړۍ کې دومره پرمختګ شوی چې
له نوک نه ورۍ بیلوي، درد او پرهار بیلــــــــــــــــــوي

د مجازې مینې تعریف به درته داسې وکــــــــــــــــــــړم
ژوند ته ستړیا ورکوي، ژوند نه قرار بیـــــــــــــــــلوي

ځیني ښایســــــت مستي لري، نیشه کړي سره پورته
ځیني ښایست ځواني ، مستي او بیا خمار بیــــلوي

  فضل الربي رستم