زمونږ د مينــــې قتليدو مسؤل به څوګ وي خدايه

د چـاودو زړونو چـاوديدو مسـؤل به څوګ وي خدايه


يهـــــود لګـــــيا زمـــــونږ د مـــــــينې ارمــــانونه وژني

شولو نور تنګ په ژړيدو مسؤل به څوګ وي خدايه


مــــونږه د مينې سمندر کــــــې په لـــــــــمبو اخته يو

شوو کلابند د غرقيدو مسؤل به څوګ وي خدايه


زمونږ مينه زمونږ عشق خــــــــو عبادت دی مـــونږ ته

د عشق ثواب محروميدو مسؤل به څوګ وی خدايه


چـــــې د (نسيم ډډوال)د سترګــــو نه نن وينې څاڅي

شــــو مسافر د زوريدو مســــــؤل به څوګ وی خــدايه

--------------------------------------------------------------- 

نسيم ډډوال