اې جانانـــــه مساپره راپخلا شه
مينه کړم درسره ډېره راپخلا شه
ته مــــــې روح يې تــه مې ځان يې
په والله چــــــې راتـــــــه ګــــران يې
نو په څه دې کړمه هېره راپخلا شه
زه ښــــکلا د دې جـــــــــــــــهان وم
هــــــم پـــــــري د پريستـــــــــــــان وم
ستا غمو کړم تکه زيړه راپخلا شه
اې ډډوال نسيمــــــــــه راشـــــــــــــــــه
زمــــــــــــــــــا خــــــــوږ زړګي دوا شه
غيږ به کړم درنه چاپيره راپخلا شه

نسيم ډډوال د چين څخه