سلامونه  او نیکۍ هیلې می ومنې

ګرانو او زړه ته راتېرو لوستونکو تاسو رابولم يوه انلاين بنډار ته چې پکې فريد الله خسن زي له خوسته ، قدرت الله درمان او ياسين شفق له سعودي عرب نه او  د بنډار په اخير کښې فضل ربي رستم هم  له هالنډه يو بيت شريک کړ .

 

نن بيا مې سترګه رپي نن مې بيا يادوي څوک
                  خاونده کور يې ښاد لــــرې چې ما يادوي څوک         درمان

د زړه د درزيدو اواز يې څنګ کې خلک اوري
                               په ډ ک محفــــل کې کــله چې اشنا يــادوي څوک      فريدالله خسن زای

د هغـــــــــې نه به بل بخـــتور چـــرې وي دنيا کې
               په وخـــــــت د زنکدن کې چې الله يـــــادوي څوک      درمان

وایـــــــــــــــــم چی د هغو به انجام د بدو بـــــــد وي
             د نن ورځی په کار کی چی سبــــــا یـــــادوی څوک      شفق

چــــــــــــې ستا د نوراني مخه خبر نه وي جانــــــانه
              نـــو بد کړي چې عبس بله ښکلا يادوي څــــــــــوک     درمان

چـــــــــې سر يې قربان کړۍ وي د يار په ښـکلي نوم 
                              نو ګـــــــــــــرم دي چې هغې ته کربالا يادوي څـــــوک    فريدالله خسن زای

نن بیا د اژدها او د فرعون خبــــــــــــــــــــــــرې کیږې 
                           نن بیا یو وارې دلته کې موسی یادوي څـــــــــــوک     فضل ربي رستم