د مور ياد

مورې مورې ستا یادونه

راشي راشي خوږې مورې

ښکلوي مې پر مخ سترګو

سر مې ونیسي په غیږ کې

شفقت لاس پرې راکاږي

زما غونی داسې ځیږ شي

غږ مې دپ شي په مرۍ کې

سترګې ډکې شي له اوښکو

پر څادریې کړي راپاکې

مورې،مورې ستا یادونه

راشي راشي خوږې مورې

راته وایې مادرځار کړې

دغه خړ سېپره په څه یې

څومره ستړی یې ستومانه

څومره لرې له وطنه

زما زویه! مسافره

زه سلګۍ او غریو نیولی

غږ مې نه وځي له ستوني

ژړه غوني غږ کې وایم

مورې نه یمه ستومانه

مورې مورې ستا یادونه

راشي راشي خوږې مورې

زویه ډیر ډیر مې یادیږې

له زړګي  مې نه ووځې

ستا خاپوړي شي رایادې

ستا مې چیغې تر غوږ کیږي

که اوس څومره هم ته لوی یې

ماته هغسې ووړ ښکارې

ستا سیزني مې لا ساتلې

رانه څومره لرې لاړې

مورې مورې ستایادونه

راشي راشي خوږې مورې

رانه غم ددنیا ورک کړي

کړي ځنګون مې له سر لاندي

ټول غمونه رانه سپک کړي

پستې ګوتې مې په سرکې

راوهي تر څو وېده شم

چې راویښ شمه له خوبه

بیا مې سترګو کې غړېږې

نيستي بده یوه بلا ده

بیلوي زامن او میندي

مورې مورې زما مورې

راشي راشی ستا یادونه

                                                          ښکلوي مې په مخ سترګو

                     ---------------------------------------------------------------------------------

                                           له څاراوفکر شعري ټولګې څخه