ستانه بغير ګزاره کله کيږي
 راشه اخير ګزاره کله کيږي

 هر څه چې شوي ها خو شوي دي اوس
 تير به کړو هير ګزاره کله کيږي

 جانانه زه ورته يواځي يمه
 غمونه ډير ګزاره کله کيږي

 خوشخالۍ ټولې بيلتانه وخوړې
 ژوند شو ګنډير ګزاره کله کيږي

----------------------------------

قدرت الله درمان  سعودي عرب الرياض