دوخت اینو کې زما نیمزړی تصویرځای نه لري

ملګرو ځم دلته نیمګړی  تصویرځای نه لري

ژوندي مې مړ ګڼي  دمړیوو زه ژوندی یسیږم

چري مې هم دامیراث مړی تصویرځای نه لري 

سترګې دې جارشم دابدلون دکوم نوښت نښه ده

نن دې لیموکې خوبوړی تصویــــــــرځای نه لري

هسي عبث دې دښـــــــــــــکلا په تابلوداغ لګوې

درنګ محشرکې زماومړی تصویرځای نه لري

نن مې لیده چیرته دوران دالان په تاخ کې پروت و

اوس مې له ګل سره ګل وړی تصویر ځای نه لري

سترګې یی ګل کړې په خندایې ویل ټوله درجار

غضري غیږکې مې ستاستړی تصویرځای نه لری

۲۰۰۹/۱۱/۲۳ساجر