السلام عليكم و رحمةالله و بركاته
په دې نيت چې لوستونکي وروڼه خفه نه شي او په دې خاطر چې زما دې څو ټکو کې يو څه فکر وکړی او بيا ېې د يو مسوليت په توګه نورو سره شريک کړی غواړم يو څو ټکي وليکم خبر اوږدول نه غواړم
مطلب مې دا ده
د دغې غزالې مړينې سره د انټرنيټ په مختلفو رسنيو کې د پښتنو لخوا د ژور خفګان پيغامونه نشريږي او لا خواخوږي ېې لا پسې زياتيږي نن څو ورځې بعد زه هم د دغې مرحومې مړينې سره ډيرزيات خفه شوم شايد چې چې زما خفګان له هر پښتون که د لر وي او که د بر زيات وي خو البته زما او د دوی په خفګان کې به ډير فرق وي بلکه بيخي به معکوس وي محترمو پښتنو وروڼو ستاسو د غه ژورو خفګانونود دغې سندرغاړې په مړينې ېې چې کوی ما ته ژور ټکانونه راکړل بلکه شايد يو تعداد نورو
پښتنو وروڼو ته به ېې هم ټکانونه ورکړي وي او هغه په دې چې هغه غيرتي،له حيا ډک،په ناموس قربان پښتون نن د يوې داسې ښځې په مرګ باندې د غم اظهار کوي چې همدغو پښتنو به پخوا دغسې ته ډير په سپکه کتل او د (ډمې) خطاب به ېې ورته کاوه نن چې په پښتون قوم باندې د مخامخ يرغل تر څنګ فکري،او کلتوري ير غل هم ښه په درز روان ده دغو ډمو ته د هنرې او څه شي څه شي با ادبه القابو استعمالول په پښتون باندې د همدغه کلتوري او فرهنګي يرغل نتيجه ده زه هغو خلکو ته چې دې کار ته د پښتو ادب خدمت او قسما قسم القاب ورکوي دا وايم چې ايا تاسو د يو پښتون په حيث دا زغملئ شی چې ستاسو د کور با حيا تورسرې دې لوڅ سر بې حجابه په ډمخانو کې د ډمتوب زده کړه وکړي او بيا دې کنسرتونو کې ګډون وکړي زه تعجب کوم د غزالې جاويد پښتون پلار ته چې ځان ېې څنګه پښتون باله او خلکو به ولې ورته پښتون ويلي چې همدغه پښتون پلار به دا لور ډمتوب ته تشويقوله اريشګاه ته به بوتلله او حتی چې پروګرامونو ته ېې هم بوتلله غيرتمندو پښتنو ! ولې درنه هر څه ګډوډ شو په دې کمه موده کې مې چې په مختلفو پاڼو او فيسبوک کې د غزالې د مړينې په مناسبت د پښتنو غمرازي وليدله په بله يوه پيښه کې مې هم دومره ډير پيغامونه نه وو ليدلې يا خو نورو حالاتو خبر نه ياست اويا مو ځان قصدا کوڼ او ړوند اچولی ستاسو دغه د غم پيغامونه بايد د لاندې پيښو د خبر لاندې په هره پاڼه آو فيسبوک کې بيخې ډير نشر شوي وای (
ټول خبر دي چې د ستر لارښود صلی الله عليه وآله وسلم ګستاخي په کرا تو کراتو وشوه خو ستاسو پيغامونه دومره نه لکه چې اوس د دغې ډمې په مرګ ېې کوی
او دا هغه د امت په غم غمجن پيغمبر صلی الله عليه وآله وسلم دی چې په خپلو مبارکو احاديثو کې ېې د ساز او سندرو ويلو او اوريدلو او کاروبار څخه ېې منع فرمايلې ده
او بل د قرآن ګستاخيانې وشوې خو د پښتون قوم د غم پيغامونه مې د خبر لاندې هيڅ تر سترګو نه شو که ېې نه منی همدغه نژدې ورځو کې د کچلاغ په سيمه کې د يوه خبيث لخوا عظيم قرآن ته اور واچول شو خبر ېې په ويب پاڼو کې نشر شو خو د پښتنو د غمرازۍ پيغامونه صفر وو بې له همغو د کچلاغ د غيرتي خلکو له غبرګون څخه بل هيچا هم نه په لر او نه په بر کې څه شديد غبرګون وکړ.او دا هماغه قرآن ده چې سندرو او موسيقی حرمت په کې په صراحت سره راغلی او په دې عظيم قرآن کې الله تعالی ښځو ته امر کوي چې خپل حجاب وساتئ او په کورو کينې او....
او بل دا د مسلمانانو ،عالمانو،افغانانو،او پښتنو په وژنو چې هره ورځ په لسګونو لسګونو په مظلومانه ډول وژل کيږي او خبرونه ېې نشريږي خو د غمرازۍ پيغامونه صفر وروڼو خبرې رانه اوږديږي شايد چې زما خفګان مو درک کړي وي نور و ويناو ته حاجت نشته هر څوک که خپل ګريوان کې فکر وکړي پوهيدای شي چې دغې مرحومې کوم د کار ،کارونه مونږ ته پريښودل.
والسلام